خوب کې الويزانده شمه خوب کې دې نام واخلم
راشه چې مې زړه قرارشي ساه په ارام واخلم
مهران
خلک راته وايي دا د څه شي زمزمې کړي
زه چې په رمزونو کې نامه د ګلفام واخلم
تسکين
دغه ده ريښتيا چې چېرته زړه ځي هلته پښې ځي
ګله بې اختياره زه په تاپسې ګام واخلم
مهران
خوښ يم چې يې ښکاري کار نامې د تاريخح دنګې
زه چې په بهر کې بس نامه د باګرام واخلم
تسکين
زړه کې وايم دا به شي راويښه بيا به ژاړي
خپله د کاليو غوټه ډېره په پام واخلم
مهران
هغه شيخ په خدای چې وار له واره ورخطا شي
کله چې زه نوم ورته د مينې او جام واخلم
تسکين
زړه يې چې په تشه مسکا واخيستو له مانه
وايي زه يې اور ته غورځوم چې نيلام واخلم
مهران
هسې نه چې ستا په محبت کې تاوان وکړم
زه څه ليونی نه يم چې خپله دا دام واخلم
تسکين
ډېر دې ځورولی يم ظالمه غټ مظلوم يم
ياره ته مې زړه يې له تا څه انتقام واخلم؟
مهران
۱۳۹۱/۴/۵ چنګاښ د شپې دولس نيمې بجې
پکتيا مرکز ګردېز نوی ښار