وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړ چي تېره شپه شااوخوا اته بجې ئې د هرات ولايت په شنډنډ اولسوالۍ کي د دې اولسوالۍ اولسوال د يوه غلچکي بريد په پايله کي وواژه.
طالبان ليکي چي نوموړى درې کاله مخکي د دې اولسوالۍ اولسوال ؤ خو دا ئې نه دي ويلي چي آيا هغه ئې د هغه وخت د ښاروالۍ پر وظيفه وژلى او که ئې اوس کمه بله وظيفه سرته رسوله او پر هغې ئې وژلى.
حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه