یوه ورځ یو څو چرګي د یوې ویالې پر غاړي ګرځېدې، د ویالې پر بله غاړه یوه وږي چغال هغوی ته کتل او فکر یې کاوه چي څنګه یې وخوري، هغه ته وریاد سو چي یوه ورځ هغه یو اوښ ولید او هغه ته په ځغستا ورغلی او ورته وې ویل:
– اوښه، ته غواړې چي یو څه شنه او تازه غنم وخورې؟
اوښ وویل:
– هو، خو چیري یې پیدا کړم؟
چغال وویل:
– د ویالې پر هغه بله غاړه باندي زه یو څه مځکه لرم او ما پر هغې غنم کرلي دي، که ته ما هغې خوا ته بوزې ته کولای سې چي خپله برخه غنم وخورې، اوښ بېله دې څخه چي څه فکر وکړي، چغال یې پر شا کښېنوی او د ویالې هغه بلي خوا ته واوښت، چي ورسېدل، اوښ د غنمو مځکي ته ولاړی او چغال یوه چاغه چرګه وخوړه، چي نس یې موړ سو نو د خپل ځانه سره یې وویل:
– اوس به پر اوښ یوه مېله جوړه کړم، چغال د کلي خلګو ته ورغلی او نارې یې کړې:
– غوږ ونیسئ! یو اوښ راغلی دئ او ستاسي غنم خوري!
کليوالو سملاسي لرګي راواخیستل او اوښ یې وواهه، اوښ بیرته د ویالې غاړي ته ولاړی، چغال ورته منتظر وو او پر شا یې وروغورځېد، خو اوښ وویل:
– تا سه، زه دومره زور نه لرم چي خپل ځان لا یوسم.
چغال خندا شروع کړل او وې ویل:
– ولي؟
– خلګو زه په لرګیانو ووهلم.
چغال لا وخندل او وې ویل:
– خوږ سوې؟
اوښ وویل:
– زه دومره خوږ سوم چي حیران یم ولي مړ نه سوم،
چغال نژدې وو د خندا د لاسه د اوښه راولوېږي، په هغه خندا کي یې اوښ ته وویل:
– او ته پوهېږې چي ما وهغه خلګو ته وویل چي تا وډبوي؟
اوښ په حېراني وویل:
– مګر ولي؟ ما خو ته دغي خوا ته راوستې!
چغال وویل:
– زه خو دغسي شی یم!
اوښ د یوې لنډي مودې لپاره چپ وو او وروسته چي کله چي د ویالې منځ ته ورسېدل، اوښ کرار ډوب سو، چغال وبېرېدی او چیغي یې کړې:
– څه کوې؟ ما به ډوب کړې! زما خو داسي لامبو نه ده زده لکه ستا!
اوښ وویل:
– زه خو دغسي شی یم!
اوښ خپله سا ونیوله او ښه ډوب سو، چغال اوبو یوړي او اوښ بیرته راوختي.
د دې نکل څخه موږ دا زده کوو چي د چا د نېکۍ بدل په بدۍ مه ورکوئ.
( د عربی سرجینې څخه)