د غزنې په اندړو کې د وسلوالو طالبانو په وړاندې د راپاڅيدلي پاڅون نژدې دوه میاشتې پوره کیدونکې دې.
د پاڅون غړې او پلویان واې چې روان پاڅون يې په سیمه کې له مودو مودو راهسې د وسلوالو طالبانو له لورې د تړل شوېو ښوونځیود بیرته پرانیستو په موخه را پيل کړی.
خو وسلوال طالبان بیا د دوی پاڅون ته د اربکي پروسې نوم ور کوې او وايې چې ددوی تر شا د دولت او ځینو لوړ پوړو چارواکو لا س دی.
موږ دا توری او سپیناوی نه کوو چې ملا صیب څوک دی، او اوس دستې یې په سیمه کې په وړاندې څوک را پاڅیدلی دی او ددوی دواړو تر شا د چا لاسونه دې.
یوازي په سیمه کې د پوهنې د روان بهیر په اړه به ووایو چې په دې ورستیوڅو کلونو کې د غزنې نه یوازي د اندړو بلکه دټولو پښتونومیشتوولسوالیو اوسیدونکی نوی نسل يې د تباهې کیندې ته په لوی لاس ټیل وهل شو، چې پړه يې په زیاته کچه د وسلوالو طالبانو په غاړه اچوله کیږې ، دا چې څوک یا کوم هیواد دطالبانو په ترو (اشاره ) دا کار کوې خدای دې ددوی اولادونه دلمر تړک ته کینوې چې موږ ترې بیغمه شو.
په یادو سیمو کې یا خو له سره ښونځي شته نه که شته کله بند او کله ټکنې روان وې ،په ټولیز ډول دمسلکې ښوونکو ستونزه يې لا تر سره پورته ده داوسنیو شته ښوونکوله ډلې يې ګڼ شمیربې ادبې دي معاف وي الف ته اودورزاق لالا(عبدالرزاق لالا)وايي .په دې سربیره يې ډیرکله دښوونځیو په اداره کې د قورآن شریف له مبارکو پاڼو د اور تور دودونه خیژې .چې په نتیجه کې يې کې
هر کال سلګونو تنه زدکونکې د لوړو زده کړو له ستر نعمت څخه بې برخې کیږې.
ما هم هم د اندړو له سیمې دزدکړو په وړاندې دشته خنډونو اوستونزو په روان ټیل ما ټیل کې تر دې ځایه ځان راورساوو چې اوس د خوست پوهنتون د طب د څانګې د څلورم کال زدکړیال یم له بده مرغه زموږ سیمه (اندړ) داسې دمحدود فکر لرونکې تنګ نظري ده چې که خدای مه کړه زه به عادي تبه هم ومرم زما جنازه به زړه نازړه کیږي زما مرګ او د خلکو خولې به وې، چې کورنۍ به مې خدای مه کړه زما په ټول تیر ژوند او مرګ لا پښیمانه کړې ځګه چې زه له کلې راوتلی یم ، ما د خپل کلې او کور په بربادۍ کې د چا ملاتړ نه دی کړی ، ما ماین نه دی خښ کړی ، زه تاوتریخوالی نه غواړم ، زما زده کړه خوښه ده ، زه دپرمختګ پلوی یم.
که څم هم د یوه محصل په حیث په سیمه کې تر اوسه په ښکاره چا نه یم ګواښلی خو باور وکړئ چي په رخصتیوکې مې په خپل کور کې هم دارام سا نه ده اخستې ، هر ورانکارې او هرې نا جایزي ته مې نسبت میشتو نالوستو کسانو ته اوښکې توېې کړې او دردېدلی یم تاسو فکر وکړئ چې دا روا ن کړکیج به زما په زده کړو منفې اغیز نه کوې او زما په ستعداد او ځوانۍ به اثر نه پریباسې ؟؟؟؟؟؟.
دپاڅون ویاندویان او پلویان چې کله هم په رادیوګانو کې خوله خلاصه کړې وای چې ددې پاڅون په را پاڅولو کې محصلین برخه لرې ، چي زه فکر کو م ددوی دا ادعا ناسمه ځکه ده چې محصل که ریښتیا هم غواړې د هیواد راتلونکی ورغوې او خپل ولس ته دخدمت مصدر وګرځی درس واېې او ناپوهې له ګړنګه ځان باسې .که ددوی خبره ریښتیا هم له دوی سره محصلین وې هغه کسان به وې چې خپلې زده کړې يې پای ته رسولې وي ، یو څوک خو نو تر قیامته پوری محصل نه شې کیدای که کیدای شوای اوس به د نړۍ ټول هغه ستر وګړې چې لوړې زده کړي يې کړي د محصلینو له ډلې و. زه له دواړو ښکیلو غاړو غواړم چې موږ پوهنتونونو محصیلن دې د سیاسې موخو ښکار نه ګرزوي .