نن يو كس د پكتيا ولايت د پټان په ولسوالي كې له يوه عراده موټر سره نيول شوي ويل كيږې چې دا كس له مخكې څخه په نښه شوي وو . دا كس چي بيګاه شپه په خپل كور كې نيول شوي د پټان ولسوالي د مټورخ د كلي او په لومړنيو پوښتنو كې خپل نوم يې خليل ښودلي دي ، سلاكار وزير او دپكتيا والي الحاج جمعه خان همدرد په دي اړه وويل چي څيړنې رواني دي چي دي كس څه غوښتل او پلان يې څه وو.
همدار رنګه د دوه جلا خبرونو له مخي نن د پكتيا ولايت د زرمت په ولسوالي كې دوه د وسايط ضد ماينونه د شنكۍ په سيمه كي كشف او د ائتلافي ځواكونو لخوا له منځه يوړل شول،
اونن جلا په يوه ترافيكي پيښه كي يو كس مړ شوي دي دغه پيښه چي نن لس بجي د تيرا په سيمه كې رامنځته شوه ويل كيږي چي د ډير سرعت له امه نومړي موټر چلوونكي خپل كرولا ډولي موټر له كاماز سره جنګولي دي.