کور / تازه خبرونه / په پېښور کې دتل پاتې ښاري پرمختگ سيمنار جوړ شو.

په پېښور کې دتل پاتې ښاري پرمختگ سيمنار جوړ شو.

پېښور .په پېښور پرل کانټيننټل هوټل کې د تل پاتې ترقۍ او پرمختگ درې ورځنى سيمينار پېل شو. په دې سيمينار کې د کراچۍ، لاهور، اسلام آباد او پېښور فابريکو دولتي او نادولتي مسؤلينو برخه اخيستې وه.دې غونډې ته د پېښور د نوروورځپاڼه ليکونکو ترڅنگ د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز ته هم بلنه ورکړل شوې وه چې په لومړۍ ورځ پېښور پي سي هوټل کې دا درې ورځنى کنفرانس په ٩ بجو پېل او لومړۍ ورځ مازيگر پنځه بجې پاى ته ورسيد.دې درې ورځني سيمينار ته سناتور غلام علي، پخوانى وزير امان الله حقاني، طاهر خان خټک، شمعه عثمان او يو شمېر نورو برخوالو ويناوې وکړې.د ويناوالو موخه دا وه چې پاکستان څرنگه وکولاى شي د خپل هېواد په کارخانو کې جوړ شوي ډول ډول د رغنيز سامانونه گاونډيو او نړيوال مارکيټ ته ورسوي.د ښاري پرمختگ دغه درې ورځنى سيمينار به د يکشنبې په ورځ پاى ته ورسيږي چې په وروستۍ ورځ به په کارخانو کې جوړ ودانيز او برېښنايي سامانونه نندارې ته وړاندې کړل شي چې په کې به د صوبې لوړ پوړي چارواکي هم برخه واخلي.