په افغانستان کې د سولې، ديموکراسي او بيارغونې په اړه
د افغانانو او المانانو د ګډې غونډې اعلامیه
برلــــــــــين ، د جون دېرشمه ۲۰۱۲
په برلین کې «افغانستان له ۲۰۱۴ کاله وروسته» تر نامه لاندې یو سيمينارد افغانستان د سولې، بيارغونې او کلتور کمیټې له خواجوړ شوي و. چه په کې د آلمان د سوسيال ډېموکراټ ګوند د برلين د څانګې د نړيوالو اړيکو غړيو، د آلمان د فدرالی پارلمان ځینو غړيو اوپه اروپا کې د مدني ټولنو استازو، افغان سياست پوهانو، د رسنيو استازو او د سولې د بهير فعالينو ګډون کړی وو. په غونډه کې د افغانستان د سوله ييز ثبات، بيا رغونې، بهرنيو مرستو، د اوسني حکو مت ستونزو، وسله وال مقاومت او د نړيوال نظامي ائتلاف شتون او نه شتون په اړه خبرې وشوې.
د اوسنيو ستونزو په گوته کولو او د هغوي د له منځه وړلو په لارو چارو په ځانګړې توګه بحث وشو. په غونډه کې د نړيوالو ځواکونو، يا آيساف د وروستي لس کلن ماموريت د منفي اغيزو لکه اداري فساد، بې امنيتي، د مخدره توکو قاچاق او نورو ټولنیزو ستونزو په اړه نظرونه شريک شول.
ددې غونډې هدف دا وه چې سر له اوسه په افغانستان کې د سياسي او نظامي مسؤليتونو په ليږدونه غور وشي. د افغاني مدني ټولنو موخې دا وې چې هغه وخت دي د دولت د چارو واک په سوله ييزه او دموکراتیکه توگه يو موقت حکومت ته وسپارل شي تر څو د یوی سالمی اداری زمينه رامنځ ته شي. د پرمختگ لپاره اړينه ده چې د افغانستان ټول خلک په حکومت او ملي پوځ کې پرته له تبعيضه او توپير په انډوله برخه ولري.
د انتقال دوره به يواځې نظامي او امنيتي ځواکوانو ته محدوده نه وي، بلکه هغه ټول ټکي چې پورته ياد شوي دي په پام کې دې ونيول شي، ترڅو د سولې بهير ګړندی شي. ددې لپاره چې د بهرنيو له مداخلو پرته خپلواک افغانستان د خپلو ګټو د تآمين او د ټولنيز عدالت د پلي کولو لپاره وړتيا پيدا کړي، موږ لاندې پرېکړې تصويب کړې:
لومړی پړاو:
د باور د چاپيريال په موخه دې د حکومت، وسله وال مقاومت او نړيوالو ځواکونو يا آيساف لخوا لاندې ټکي په پام کې ونيول شي:
1. د وسله وال مقاومت د ټولو غړيو نومونه دې د تورليسټ څخه وایستل شي او هغوی دې له زندانونو خوشې کړې شي، ترڅو هغوی د افغانستان په سیاسي بهير کې د ونډه اخيستو جوگه شي. د مخالفینو د استازو د فعالیتونو د خپلواکۍ او د محافظت تضمین دې رامنځ ته شي. د حکومت په ګډون، د امریکې د متحده ایالتونو او د وسله وال مقاومت ترمنځ دې رسمی خبرې ژرترژره پیل شي.
2. په افغانستان کې دې نظامي فعاليت ته د پای ټکی کيږدي. د تروريزم تر نامه لاندې د ملکي وګړو بمباري، د ډیورند په دواړو خواوو د وګړو وژل او د بې پيلوټه الوتکو ړندې بمبارۍ دې ودرول شي. د جګړې له درولو سره به د افغان ښکيلو ډلو تر منځ د باور چاپيريال رامنځ ته شي.
3. د سولې او بیارغونې په ټولو پړاونو کې باید ملي اشخاصو، روڼ اندو او مدني ټولنو ته مهمه برخه ورکړل شي ، ګډون کونکی به د اولسونو په اراده خپلی دندی سرته رسوی.
دویم پړاو:
د روغې جوړې لپاره دخبرو بهير دې پیل شي چې د ښکیلو ډلو ترمنځ د تفاهم، د واک انتقال او ټولنيز بدلون د هوکړې زمينه برابره شي او په دې کې دا برخې باید شاملې وي:
1 د افغانستان د ستونزو د حل لپاره دې يو موقت حکومت جوړ شي. د نړۍ وال تفاهم د لارې بايد يو منځ مهالې حکومت رامنځ ته شي چې د ملي اشخاصو څخه جوړشوی وي او ټولو افغانانو او ښکيلو ډلو ته د منلو وړ وي. د انتقالي حکومت تر جوړېدو وروسته باید په اساسي قانون کې بدلون راشي.
2 نوی اساسي قانون دې د يوی لويې جرګې له خوا چه د منځ مهالی حکومت له خوا رابلل کیږی، تصويب او نافذ شي. نوی اساسي قانون باید د افغاني وګړو ټول حقوق خوندي کړي. په قانون کې بايد د بیان آزادي، د ماشومانو حقوق، د ښځو حقوق او نور بشري حقوق تضمين شي او د حکومت په جوړښت کې د بیلابیلو قومونو ترمنځ اڼډول تثبیت کړي.
3 مؤقت حکومت باید د پارلماني ټاکنو لپاره د سولې، خپلواکي او امنیت امکانات مساعد کړي. د نړیوالې ټولنې د ټاکنو څارونکي لکه ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه او اسلامي کنفرانس باید د ټاکنو خپلواکي او ناپيلتوب تضمین کړي.
4 د افغانستان ملي پوځ د سرتيرو دنده باید د ملي مکلفيت پر بنسټ رامنځ ته شي. ملي پوځ بايد د جنګ سالارانو د ولکي نه وژغورل شي او د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي. د دې لپاره اړینه ده چې د اوسني وسله وال مقاومت غړيو ته هم په افغان ملي وسله وال پوځ کې ځای ورکړل شي، ترڅو هغوی هم د سولی په ټینګښت کی خپله ملی او وطنی دنده سرته ورسوی.
5 اړينه ده چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو يا ايساف د پروګرام غړي هيوادونه د خپلوپوځيانو تر ايستلو وروسته هم د افغانستان د ثبات او بيارغونې لپاره خپلې مالي مرستې جاري وساتي او د افغانستان د ملي ځواکونو په روزنه کې اوږدمهاله ملاتړ وکړي.
6 د سولې د بهيرپه خبرو کې بايد ټولې افغان ښکيلې ډلې ګډون وکړي او نړیوال ملاتړ يې وشي. په دې بهير کې بايد نړيواله ټولنه فعاله ونډه ولري اومالي ملاتړدې وکړي. له ټولو نړيوالو موسسو، سيمييزو ملکونو، زبرځواکونو او ټولو افغانانو نه هيله کيږي، چې د سولې په بهير کې دې ګډون وکړي اودا يوه حياتي او جدي پيښه وګڼي.
7 د افغانستان د سوله ييزو خبرو لپاره پخپله د افغانانو، دملګرو ملتونو د امنيت شورا دغړيو او د ګاونډيو ملکونو ګډون غوره ګڼل کيږي. افغان متخصصين، روڼ اندي او ملي اشخاص بايد د افغانستان د سولې په دې بهيرکې فعاله ونډه واخلي چې د بهرنیو د مداخلې نه پرته د افغانستان خلکو ته سوله، خپلواکي او امنیت رامنځ ته شي.
و من الله التوفيق