کور / ترخې خبري / آیا وروسته له جګړی نشو کولی چی یو نوښت وکړو؟

آیا وروسته له جګړی نشو کولی چی یو نوښت وکړو؟


 


 


 


 


یوه ورځ د دوه همصنفیانو سره چی د Fiji د جزیری او مکسیکو څخه دی ، ناست وم. زما سره یی د افغانستان په هکله خبری کولی. په هره خبر کی به یی د ترور،‌ وحشت، دهشت او ډار کلمه یادوله. نو ما ورته وویل چی کله په هیواد کی جګړه وی نو بنیادی زیربیناوی له منځه ځی، تعلیم په هغه ټولنه کی کمیږی، اقتصادی او ټولنیز ناوړه ناورینونه منځ ته راځی او …. نو هغه راته وویل چی په ډیرو هیوادونو کی جګړی وی مګر وروسته له جګړی هغوی کولای شول چی ټولی ستونزی له منځه یوسی مګر تاسو؟!!!! نو ما هیڅ ځواب نه درلود. بیا د خبرو په ترځ کی هغوی یو مثال راکړ او د کوکاکولا د جوړید او د هغه څخه مخکنی شرایط یی راته یاد کړل.  نو ددی په خاطر می تصمیم ونیو چی کوکاکولا او د هغه مؤسس په لنډ ډول معرفی کړم او هیله چی د یوی ښی او معلوماتی لیکنی په توګه د ټولو افغانانو لپآره واقع شی.


په کال ۱۸۸۶ کي یو فارمسست  چی John Pemberton نومیده ، کوکاکولا جوړه کړله. دی په اوایلو کی په کورنی جنګ کی یو جګړه مار وو مګر وروسته له جګړی هغه مصمم شو چی داسی شی تولید کړی چی د هغه لپاره یوه تجارتی بریا ولري.


په معمول ډول سره په فارمسی کی به چی هغه هر څه جوړول ناکام به وو. مختلفی دوا ګانی یی جوړی مګر یوه یی هم بریالۍ نشوله. کله چی وروسته له جګړی د اتلانتا ایالت ته وګرځیده نو ده سوچ وکړ چی د مشروباتو مارکیت کی کار شروع کړی. پدی وخت کی ډیر خلک د سوډا نومی فواری په ځای کی چی د عامه کارونو د راټولیدو ځای وو او پمبرټون هم هلته ولاړو او  سوډا ته ورته مشروباتو په سوچ کی شو. نو وروسته لدی ځایه ده یو نوی محصول چی نوم یی کوکاکولا وو،‌ جوړه کړ.


پیمبرټون خپله د مارکیتنګ او یا اعلان ورکولو هیڅ تیوری هم نه درلوده. نو پدی وخت کی یو بل نفر د Frank Robinson په نامه سره راغی. دا هغه څوک دی چی د کوکاکو فورمول یی په رسمی ډول سره ثبت کړ، د کوکاکو نښان یی جوړ کړ او د هغه لپاره یی یو شعار جوړ کړ.
تازه کوونکی تفریح او وقفه !
کله چی پیمبرټون ومړ نو Asa Griggs Candler د هغه د کاروبارو واګی په لاس کی واخستلی او د کوکاکولا د کمپنۍ څښتن شو. دی نفر په مارکیتڼګ باندی ډیر کوښښ وکړ او داسی کسان یی استخدام کړل چی سفرونه به یی کول او خلکو ته به یی مفت سمپلونه (نمونې) ورکولې او موخه یی تری دا وه چی خلک د هغوی محصول یوځل وڅښی او بیا د بل ځل لپاره هغه واخلی.


ضمنا د ماکیتنګ یوه بله پروسه یی په لاره کړله چی د کوکاکولا نښان به یی په پوسترونو،‌ جنتریانو ،‌ کتابجو  او ځینی نورو محصولاتو ولګاوه او خلکو ته به یی هغه هم مفت توزیع کول.


په اوایلو کی چی هغوی کوکاکولا خرڅوله نو هغوی به ویلو چی دا یو شربت دی چی د سر درد او خسته ګی له منځه وړی. مګر په ۱۸۹۸ کی امریکا یو نوی قانون جوړ کړ چی ټول دارو ډوله محصولات باید مالیه ورکړی نو هغه وروسته د ډیرو مباحثاتو څخه د محکمی څخه امر واخست چی کوکاکولا نور دارو نه دی لکه هغه یو ساده څیښونکی ماده ده.


نن ورځ تقریبا په ۲۰۰ هیوادونه کی مرکزونه لری. د ۱۴۶۲۰۰ نفر په کوکاکولا کی کار کوی. د ورځی ۱،۸ بیلیونه خلک د هغه څخه استفاده کوی.‌ او اوس مهال ۱۲۶ کاله عمر لری.


کوکاکولا محصول د لاندی موادو څخه جوړ شوی دی:
کاربونیتټ اوبه
بوره
کافین
فاسفوریک اسید
کارامل رنګ
طبیعی طعم


نن ورځ کوکاکولا لاندی مهم برنډونه مارکیت ته ارایه کوی:
آر سی کولا ،‌ ډایت کولا، کوکاکولا چیری، کوکاکولا زیرو ، کوکاکولا ونیلا، کولا ترکا، زم زم کولا‌، میکه کولا ، ویرجین کولا، پارسی کولا، قیبله کول، ایوکا کولا، کورسیکا کولا، بریژ کولا او افری کولا.


فکر کوم چی دا مهال به داسی څوک نه وی چی هغه کوکاکو د یو محصول څخه استفاده ونکړی. ډیر خلک پدی کمپنۍ کی کار کوی. د خلکو د هوساینی او د اقتصادی پرمختګ سبب کیږی. د کوکاکولا څښل اوس د امریکا د کلتور یوه برخه ګرځیدلی ده.


 په افغانستان کی هم داسی ډیرو فرصتونه وجود درلود او اوس مهال یی هم لری. مګر پوښتنه راسره پیدا کیږی چی آیا دا ممکنه نه وه چی په افغانستان کی هم وروسته له جګړی یو څو جګړه مار او قوماندان صاحبان راپورته شوی وی او ځینی تولیدی کمپنی یی جوړی کړی وای. آیا دا ممکنه نه وه چی په خپل هیواد کی یی پانګه اچونه کړی وای؟ خیره  دوی خو تعلیم  نلری، امکان لری مشاور صاحبان ونلری، امکان لری داسی تیوری یی په مغز کی خطور نه کوی چي په خپله غلا شوی سرمایه باندی څه وکړی. مګر دولت خو د هره اړخه منابعو ته لاس رسۍ لری. مشاور، پیسی، امریکا ، اروپا او استرالیا د دوی په لاس کی دی. ولی یې یوه ورځ یوه کمپنۍ جوړه نکړله؟ ولی یی یوه ورځ په یو څېړنیز کار ونکړ؟ ولي یې زړې غیر فعاله کمپنۍ او شرکتونه فعال نکړل؟ ډیر ولی؟ ولی؟ لرو.  مګر نه پوهیږم چی تر کومه به مو دا حال وی. امکان لری ستاستی هر یو سره داسی پوښتنی مطرح شی او ځوابونه یی هم ولری مګر د حقیقتونه ویل او اظهار تریخ وي. نن ورځ نه دولت او نه هم نور دړه ماران ددی حقیقتونو د اوریدو لپاره غوږ نیول شی.