دا د وخت سپين سترګى او چالاكه فاشېزم دى!
او كومه افغانه يا افغان چې د دې فاشېزم ملاتړ كوي او پر وړاندې يې بې پروايي كوي او ياهم سترګې پرې پټوي هغه هم سياسي او كلتور اېډز وهلى دى كنه په دې مبارزه كې دې په غيرت او مېړانه برخه واخلي؛ دا ګز او دا ميدان!
ستر غني خان وايي؛
چې خازې مې شنې په قبر وي ولاړې
كه غلام مړ وم راځئ تو كړئ پر لاړې
كه په خپلو وينو نه وم لمبېدلى
په ما مه پليتوئ د جومات غاړې
كه مې پوځ د دوښمن كترې كترې نه كا
مورې په كوم مخ به ماپسې ژاړې
يا به دا بې ننګه ملك باغ عدن كړم
يا به كړم د پښتنو كوڅې ويجاړې
زرغونې خور چې كومه ليكنه كړې ده چورلټ يې د يوه فاشستي ، او سړيتوب زد (ضد) جنايت او د سياسي او كلتوري اېډز وهلو د بې پروايۍ پر وړاندې د يوه افغان انسان د وجود او شتون طبيعي او انساني غبرګون دى اوهمدارنګه د خپل مورني ، طبيعي او قانوني حق د مخ نيوي څخه يې سر ټكولى دى۰ او دا ژمنه يې هم كړې ده چې دې جنايت ته به سر كښېنږدي! چې زه يې دې ليكنې ته وهڅولم سره له دې چې ما مخكې يوه لنډه ليكنه كړې وه۰
زرغونې خورې؛
ستا په پياوړو لاسونو، غيرتي ماغزو ، پښتني غبرګون او درنې كورنۍ دې بركت وي۰ زه ډاډه يم چې ستا كورنۍ چې كومه روزنه دركړې ده چې دا ډول غيرتي ګام اوچت كړې نو نه يواځې دوى بلكې موږ ټول افغانان له ما څخه پيل بيا په نړۍ واله كچه بايده چې ستا ستاينه او درنښت وكړي۰ او كه چېرې خداى مه كړه ستا كورنۍ ستا پر وړاندې ړوند غبرګون ښكاره كوي نو ته مه خپه كېږه دا ځكه چې دوى به لا تر اوسه هم لكه زموږ ډېرى لوستي د فاشېزم تر منتر او د سياسي او كلتور اېډز وهلو تر اغېزې لاندې وي ۰
زه وياړم په داسې زړورو خويندو او وروڼو چې د خپل پايښت لپاره چې مورنى، طبيعې او قانوني حق دى خپل غږ اوچتوي او مبارزه كوي۰ او دا ډاډ دركوم چې ته يواځې نه يې۰ ما هم د ډېرو ډېرو پاونډونو دنده په همدې د فاشېزم پر وړاندې مبارزه كې دا درې مياشتې مخكې د لاسه وكړه او تر ننه پورې په خپلو كړو وياړم او وجدان مې خوښ او سر لوړى دى ۰ ما د فاشېزم څو پرله پسې دسيسې ماتې كړې چې زما ملګري ټول پرې خبر دي۰
او هغه كسانو چې د كوزې پښتونخوا د سياسيونو ننګه كړې ده او پر تا يې بې ځايه نيوكه كړې ده ، دوى د پخوانيو مشرانو لكه ازرت باچا خان او خان شهيد اودل سمد خان په مبارزو دې يواځې وياړ نه كوي۰
دوى دې دا راته ووايي چې دوى څه كړي دي؟ چې همدومره يې درنښت وكړوو!
د دوى د ګوندونو څومره مواد په پښتو شته؟ چې موږ يې هم ترې زده كړوو!
څومره د پښتو ښونځي يې پرانيستلي او جوړ كړي دي؟ چې موږ د دوى د تجروبو څخه زده كړه وكړوو لكه د ازرت باچا خان خپلواك (ازاد) ښوونځي!
د دوى ګوندونو څومره د پښتو كلتوري كارونه كړي دي؟
څو د پښتو اخبار، مجلې او ډله ايزې رسنۍ لري؟
دوى د اى ايس اى ، اېران ، او نورو جنايت كوونكو د جنايتونو او تېريو پر وړاندې چې افغانستان يې تباه او برباد كړ څومره قربانۍ وكړي دي او كوم لاريون يې پر پنډۍ يا بل ښار باندې كړى ، كومه د لوږې ناسته يې كړې كومه لاربندي يې كړې چې يو ښار يې په ټپه درولى وي ؟ د سياست كمزورې وسېلې يې په كار اچولي دي!
د خپلو افغانانو ورڼو سره د يوځاى كېدو او د پنجاب څخه د خپلواكۍ اخيستو كوم غږ يې اوچت كړى دى د بلوڅ په څېر ښكاره وسله واله مبارزه خو لا پرېږده؟
كه دوى د كابل چارواكي پړه بولي نو دوى كومه نره كړې ده؟ د بلوڅو نه يې دې زده كړي!
كنه د څو ټكو د تمې لپاره د جنايت كوونكو ملاتړ او اى اېس اى ته يواځې مشورې (داسې دې نه كوي) وركولو باندې نازېدل پښتو نده!
اى اېس اى ته خو ټوله نړۍ وايي چې افغانستان كې لاس وهنه مه كوئ خو تاسو يې پر وړاندې كوم سياسي غيرتي دريځ نيولى دى؟
د اى اېس اى څو پروژې مو ناكامه كړي دي؟ د اى اېس اى څودفترونه مو په خپل لاريون او د لوږې ناستې سره تړلي دي؟ د بلوڅو او نورو غوندې وسله والې مبارزې خو پرېږده!
هغوى چې مبارزې كړي هغه څرګند دي چې په دوى دځانمګو سېلابونه ور روان ول!
دا جنايتونه يواځې په دې ليكنو باندې نه درول كېږي اونه هم زموږ جنايت او جنايت كوونكو ته يرغم شوى ولس او هېواد د دې څخه په دې اسانۍ ژغورل كېږي۰ دا ځكه چې زموږ ستونځه سياسي او نړۍ واله ده او د دې د وتلو او ژغورلو لپاره همداسې يوه پياوړي سياسي او نړۍ وال مورچل او مبارزې ته اړتيا ده۰ چې ما په خپلو نورو ليكنو كې دا په ژوره توګه څېړلې ده۰ كوم جنايتونه چې زموږ پر ولس تر سره كېږي دا ټول مو په ګوښې ګوښې توګه غندلي دي۰ او زما د ژبې هنر او كلتور پر وړاندې چې كوم جنايتونه تر سره كېږي دا په ډېر ډېر ځيږو ځيږو او كلكو ټكو په دې غندو چې دا زموږ د مور د وژنې او د راتلونكي نسل د ورك كونې او د مځكې د مخه زموږ ورك كول دي نو ځكه دا فاشستي جنايت دى۰ ما څو ورځې مخكې دخپلې ژبې په اړه دا لاندې لنډه ليكنه وكړه؛
تاسې ژور سوچ او فكر وكړئ!
پښتو ولې نه وده كوي او نه هم رسمي ژبه شوه؟
د پښتو ژبې ملي شان او حثيت ولې ووژل شو ( پښتو اوس ملي ژبه نه ده او مليتوب يې ړنګ شو) ؟
١===دا ځكه چې زموږ پښتنو چلند د خپلې ژبې سره داسې دى لكه چې كبان په وچه كې وساتې او د ژوند تمه ترې وكړې۰
پښتو غواړوو خو كلتور او هنر(چې علم، پوهه او كړه وړه په ليكلي ډول يا وېيلي او يا هم كړې ډول) چې پښتو ژبې ته لكه اوبه چې كب ته اړينې دي نه غواړوواو نه يې پروا كوو!
٢=== او دا ځكه چې زموږ چلند د وخت فاشېزم پر وړاندې داسې دى لكه څوك چې د كبانو اوبه يا وچوي او يا يې زهرجنې كوي۰ نو كبان به خامخا وژل كېږي او مري به؛
نو څوك چې پښتو كلتور او دود دستور او هنر(چې علم، پوهه او كړه وړه په ليكلي ډول يا وېيلي او يا هم كړې ډول) يې وژني يا يې پېغور ګرځوي او يا هم ورسره د بې پروايۍ چلند كوي۰نو پښتو به خامخا همدا د وخت چالاكه فاشېزم وژني او زموږ بې پروايي له لاسه مري؛
زموږ د ولس دا جينجړ او بې پروا درېځ چې نن يې موږ خپله قربانيان يوو يو ځان وژوونكى دريځ دى چې د فاشېزم پر وړاندې نه مبارزه كوو، او نه يې هم غندو دا خو لا څه كوې چې ان ورته په رټو رټو سترګو ګورو۰ تر ټولو يې بده بلا لا دا چې چې قرباني يې هم يوو خو بيا هم دا فاشېزم پر موږ باندې په خپله ډېرى وخت د پښتنو په خپل لاس پلى كېږي!
تاسې ژور سوچ او فكر وكړئ چې تاسې د خپلې ژبې (مور) د ژغورلو، ساتنې او ودې لپاره څه كولاى شئ په ګوښې او ډله ايزه توګه او سياسي او نړۍ واله كچه د نورې نړۍ د تجربو او د خپل نوښت په رڼا كې؟
او تر هغې مخكې مې هم د خوږ ژبې هنرمندې غزاله جاوېد او د هغې د پلار په شهادت باندې هم هغه ته يو فاشستي جنايت ووېيل ۰
موږ به هېڅ كله هم كرار كښېننو او نه به هم چا ته دا اجازه وكړوو چې نور دې موږ باندې د وخت چلاكه او سپينسترګى فاشېزم پلى كړي!
د جنايت مخ نيوى پر موږ داسې پرز دى لكه چې د ځان ، خپلې مور، ناموس او ولس ساتنه پرز ده!
رابه شم دې ته چې د توكيو په كنفرانس كې ولې داسې وشول او د دې پايلې به څه وي؛
لومړى خو دا د افغانانو په مورنى، طبيعې او قانوني حق باندې تېرى ځكه وشو چې دا كنفرانس د هغو افغانانو لپاره جوړ شوى وو چې هغه د افغانستان په كليو بانډو، لكه زما كلى د وردګو د چك اليشه، د بدخشان د د واخان د بازى ګونبد ، د خوست د ګربزو د بوري خيلو، د هرات د پښتون زرغون د وردګو كلى، د ننګرهار د خوږياڼو د وزيرو، د كونړ د پېچ درې او د كابل د دشت برچي او —————- د ولسونو د ژوندانه د ښه كېدو ،لپاره د مرستو راټولول (او د كوزې پښتونخوا د ولسونو د عامه پوهاوي )، د ژمنو اخيستل او د افغان چارواكو ، نړۍ والو ، پلي كوونكو موسسو او افغان ولسونو د واكونو او مسوليتونو په اړه په كې پرېكړې وشي۰ او چې كوم هېواد زموږ د ولس سره بې مزيو او پرې مرستې كړي او كوي يې موږ يې درنښت او مننه كوو۰ او په ځانګړې توګه هغو سيموته چې ډېر ورانى په كې شوى او جګړې ځپلي دي چې هغه نوي سلنه يې د هغو افغانانو سيمې دي چې په پښتو ګړابي نو دا لاندينۍ پايلې او اغېزې به ولري؛
١—-په دې كار سره به دا ولسونه د خپلو ، د افغان چارواكو ، نړۍ والو او پلي كوونكو موسسو واكونو، مسوليتونو او د مرستې د ونډې د كچې د پوهېدو څخه بې برخې شول ۰
٢— دا ولسونه چې ورسره دا پاسنۍ پوهه نه وي چې د دوى ، د افغان چارواكو ، نړۍ والو او پلي كوونكو موسسو واكونه او مسوليتونه او ونډې څه دي نو څنګه به په پلانولو، پلي كولو، څارنه ، ساتنه او پالنه كې په سمه توګه برخه واخيستلاى شي؟
٣—- دا ولسونه به څنګه په دې پروژو كې د چور او تالا مخه ونيولاى شي (ګډونيزه ولسواكي) ؟
۴— دا ولسونه به اوس كله د كابل د چارواكو او يا د بل په خبرو ډاډګېرنه وكړي دا ځكه چې د كنفرانس ار او اسلي مواد او ټكي دوى ته په خپله ژبه او خپل وخت وړاندې نه شول؟
په دې كنفرانس كې د پښتو ژبې نه پرېښودل نه يواځې دا چې د پښتنو مورني، طبيعي او قانوني حقوق تر پښو لاندې شول بلكې دوى د كنفرانس د ارې خبرې څخه چې د دوى لپاره جوړ شوى و هم بې برخې شول۰ دا د عامه پوهاوي او ګډونيزه ولسواكۍ يو چانس هم زموږ د ولس څخه واخيستل شوو۰
نو اوس خو چې دا ولسونه د خپلو د دو حقونو څخه بې برخې شول دوى كله د دې لسو كلونو په رڼا كې په چارواكو اېتبار كوي؟
نو د ده غوږ ته اوس به د تالب جان ترانې د همدې پروژو د ورانۍ لپاره په ډېره تېزى سره جوړې ، رېكارډ او خپرې شي چې همدا ولسونه به د خپلو وركړل شويو شتمنيو پر وړاندې د اى اېس اى او اېران او نورو پردو لخوا د وېجاړولو ونډيان او پنډيان شي د نورو تر څنګ۰ او په دې اړ دوړ كې چې چور او تالا ګر خو بيا شنه ټاكوګان ناست دي۰
او بيا به هم د امنيت او بيا رغونې تر نامه څومره د مرستو څخه د چا جېبونو ته وبهيږي؟
نو داسې ښكاري چې دا يوه په لاس جوړه فاشستي ، سياسي او كلتوري اېډز وهلې او د په بډو وهلو پروژه وه چې زموږ ژبه په كې ستۍ شوه ۰ او دا مرستې به هم ، همداسې لكه دالس كاله په تجربو ولاړه، د چارواكو او مرستندويانو پنډيانو جېبونو ته وبهېږي؛
اوس داسې څوك شته چې د كرزي سېب څخه پوښتنه وكړي چې دا ولې داسې وشول دا ځكه چې تر ټولو لوى مشر هم دى په خپله و؟ كه نن نشوه نو سبا به خامخا دا كار كېږي!
او ايا كرزى سېب دا به ومني چې دا څومره لويه نادوده او يو فاشستي كار شوى دى؟
او يا كرزى سېب به هغه كسانو ته چې د پښتو ژبې په مخ نيوي كې فاشستي عمل تر سره كړى مهاكمه كړي او سخته سزا وركړي چې بيا دا جنايت څوك تر سره نه كړي؟
ايا اوس به څوك (دارګ واكو څخه نيولې بيا تر نړۍ والې ټولنې پورې) دا ولس ته ډاډ ګېرنه وركړي چې دوى وپوهوي چې دې كنفرانس كې څه تېر شول (څوك به هماغه كنفرانس بيا به پښتو وژباړي او بيا ولس ټول پرې خبرې كړي لږ تر لږه څو مياشتې به لومړى ولس خبروي چې هماغه كنفرانس كټ مټ بيا خپرېږي په پښتو ژبه ؛ هى هى چې واده تېر شي نو بيا نكرېزي په دېوالونو وموښئ! ) چې ولس په خپلواو د نورو په حقونو او مسوليتونو او ونډو پوهه شي؟
موږ دې ته د يوه تېري او د ولسواكۍ مخ ډب كونكې پروژې په سترګه ګوره او دا د پښتو وژنې چالاكه فاشستي عمل او د ولسواكۍ مخ ډب كونكې پروژه په كلكه غندوو او د دې جنايت تر سره كوونكو افشا كول او مهاكمه غواړوو!