کور / ترخې خبري / دسولې سوې نارې دغرو پرڅوکو

دسولې سوې نارې دغرو پرڅوکو

ټول افغانان په هېوادکې دبدمرغه درې لسيزو جنګ جګړو ځپلې دي او داسې يې يو تربله په زړونو کې سره لېرې کړي دي ،چې دوى هر وخت په خپلو منځونو کې داتحاد پرځاى نفاق ته لمن وهي او نه غواړي ،چې دوى په خپلو منځونوکې دورورۍ او اتحاد په يو ټغر دوروڼو په شان سره کيني ځکه چې دې افغانانوترشادنوروداسې خلکو لاسونه دي چې هغه نه غواړي په افغانستان کې دې ټول افغانان په يوځاى سوله ييز ژوند وکړي .
خو اوس ټولو افغانانو ته داښکاره شوه،چې نيکمرغي او نيک بختي په څه کې ده او ولې ؟ موږ افغانان در په در خاورې په سر يو او يو په بل پسې له غيبت کولو نور هېڅ کار نه لرو اوتل دخپل مسلمان ورور غيبونه لټوو او نيمګړتياوې يې ټول ولس ته په ګوته کوو او دمثبت کارونو پرځاى يې تل منفي کارونه ته په غونډځايونو او بانډارونو کې انعکاس ورکوو.
نه دې خپل ګاونډي دپرمختګ زغم لرو او نه يې په ښاديوباندې ځانونه خبره وي ، داسې نه ده لکه څه ډول ، چې موږ او تاسې پرې مصروف يواو يا پرې فکر کوو.
خو هر مسلمان ته په کار ده ،چې دخپل مسلمان ګاونډي ورور په غم غمجن شي او په خوشحالۍ يې خوشحاله شي .
ددريو خونړيولسيزو جګړو د دردونو نه په الهام اخېستنې سره اوس ټولو افغانانو ته دامعلومه شوه او داسې درس يې ترې واخېست ،چې فکر کوم ددوى له ذهنونو څخه به هېڅ کله ونه وځي .
ټول افغان قومونه له دې نوره تنګ شوي دي ،چې دوى نوره بيا په خپل منځونوکې دقومي شخړو اويا نورو بدمرغيوله وجې په خپلو کې په شخړو بوخت شي .
دوى په اوس وخت کې نارې وهي او هڅه کوي تل ددې په لټه کې دي ،چې په کوم ډول به دکينې پرځاى په خپلو منځونو کې مينه او محبت وکړو .
هر مثبت کار،چې دفکري رغاونې او يا دعامه پوهاوي په اساس ترسره کېږي ، نو ددې سر لارې خوست ميشتي وي، ځکه چې دلته فکري رغاونه موجوده ده او کار پرې شوى دى که هغه دقومونو ترمنځ شخړې ، دنجونو ولوراو يا نور ناوړه دودونه دي،چې په قومونو کې موجود وو دهغې له جملې څخه دمثال په ډول يو هم دولور مسله وه ،چې پخوا به ولور پنځه لکه افغانۍ و ، خو په اوس وخت کې دغه ستونزه دخوست په اکثره قومونو کې له منځه تللې ده او هم يې ددې ناوړه پديدې پروړاندې دمخنيوي په خاطر خپل غږونه تر نړۍ ورسول ،چې اوس يې موږ او تاسې شاهد يو،چې ريښيې تر ولايتونو هم ورسېدې ،چې ښه مثال يې دکوچيانو قوم دى ،چې دوى هم ددغه ناوړه کلتور پرضد راپورته شول او دلوړ ولور مخه يې په خپل قوم کې ونيوله .
دياده ولو ده ،چې تيره ورځ همدغو خوست مېشتو قومونو ديو پراخ کمپاين له لارې يو دسولې کاروان او دقومي ديوالي په نوم سره دتڼيو په يوه مشهوره سميه ،چې هغه دغرونو پر سر د ادمحمد زيارت په نوم ياديږي دغه دسولې کاروان دقومونو ترمنځ او هم په ټول هېواد کې دسولې ، امن ، سوکالۍ ، ورورۍ درامنځته کېدو لپاره سره راغونډ شوي وو.
دوى ټولو په يو غږ زموږ په هېواد کې دسولې دراتلو په خاطر له زيارتونو ، ديني علمانو ، قومي مشرانو او زموږ دهېواد دراتلونکي روښانه کولومعمارانو ځوانانو پرمټ دغه دسولې يون پيل کړو .
چې انشاء الله نتيجه به يې مثبته وي، ځکه چې دوى نوره هېڅ کومه هيله نه درلوده يوازې او يوازې يې موخه او هدف ترې زموږ په هېواد کې د دايمي سولې رتګ و.
راځئ ،چې ټول افغانان په يوه غږ او کلک هوډ سره راپورته شو او په خپل هېواد کې دسولې دراتلو لپاره هر ډول قربانۍ ته تيار واوسو ، ترڅو دنورې نړۍ په شان موږ هم دسولې له روان کاروان سره يو ځاى شو ، ترڅو زموږ اولادونه هم دسولې پر ټغر کيني او خپل خوږ ژوند په سوله کې تير کړي.
دښه پرمختللي او سمسور غوړېدلي او زموږ په هېواد کې د تل پاتې سولې په هيله .