کور / سياسي / دا به یواځې د محمود خان اڅکزي بریالیتوب نه وي

دا به یواځې د محمود خان اڅکزي بریالیتوب نه وي


نړیواله وضعه د افغانانو په حق کې ده. دښمنان په نړئ کې داسې يواځې پاتې دي، چې نور خو پریږدئ، د پنجابي د کرکټ د لوبډلې مامورینو هغه بله ورځ وویل چې په نړۍ  هیڅوک نه دی تیار چې موږ سره لوبه وکړي. د نړۍ یوه لوبډله نه غواړي چې ان په لاهور کې هم لوبې ته راشي. د ایران په حال خو هر څوک خبر دي. د تاریخ پاڼې که واړوو نو هر وخت دا خبره ثابته شوې ده چې پښتنو افغانانو چې کله یو کلي کې هم مبارزه ، جګړه، سیالي ، جرګه ګټلې ده نو بیا يي هيچا په هیڅ میدان کې مخه نه ده نیولې بلکه لکه د اباسیند په مخه تللي دي. هر څه يي لاهو کړي دي او تر سمندره رسیدلي دي.نو دا امکان نه لري چې د جوئتې پښتانه ازادي او سیالي وګتي او دغه بریالیتوب د چتراله تر بولانه او امو تر اباسینه د هر افغان ولوله او ننګ ته د ځلمیتوب تپه ونه کړي. دا کیدلې نه شي، چې دغه د ګتې اتڼ د پیښور لارې کوڅې، د جلال اباد میدانونه، د پغمان غرونه په ملي سندرو ونه ګړنګوي. دا به د تر کراچې تر سمندره د پښتون افغان د بریالیتوب بیرغونه پورته کړي.


د دیرشو کلونو د وهلو ټکولو ، لوټلو، وژلو، زورلو، تښتولو، ځړولو، د ملي ناموس د سعودي عرب تر منډهو رسیدلو یو وار بیا پښتانه په ډیرو سختو حالاتو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په مشرۍ کې سره یو موټې شوي دي او پښتانه ځوانان که د لر دی که د بر دي دغه موټې په سوک کې بدلول غواړي چې د دښمن جامه د تل لپاره داسې ماته کړي چې بیا افغان ته د سپکو کولو خو پریږده د اوبو غوښتلو لپاره هم خله نه شي راغونډولې. د محمود خان اڅکزي د افغاني ننګ سندره نه د ډیورنډ کرښې رامنعه کړې شوه نه غرونو او سمندرونو يې مخه ونیولې شوه. په ټوله نړۍ کې د هر حلالي افغان او ملت پال پښتون په خوله د پښتونخوا میپ او محمود خان اڅکزي سندرې او ترانې دي. ورځ په ورځ نوي تنظیمونه جوړیږي. دوستان د خوشالۍ اتڼې کوي ، دښمنان د غم ساندې وايي. د وطن نام نهاده ادیبان چپه خله دي، جرنیلستان هک پک دي.


د امو نه تر اباسینه د خوشال خان بابا، میرویس نیکه، احمد شاه بابا، وزیر محمد ګل خان مهمند، کاکاجي صنوبر حسین، عمرا خان یوسفزي، ایمل خان اپریدي ، دریا خان ، عبدالرحیم پوپلزئ ، فقیر ایپي کیسې او خبرې بیرته د پښتنو په پوهنتونو، حجرو، جماتونو، مکتبونو ورننوتې دي د د مرزاغالب او میرتقي میر، ټیپو سلطان او اورنګزیب کیسو کډه تړلې ده او مخ په لکهنو روانې دی. د پښتنو افغانانو وطن د بجاجي اتلانو نه خلاصیږي، کتابي او کاغذي پړانګان په تیښته دي، د وطن اصلي حلالي بچیان د وطن دیوالونه د وطن د ریښتونې بچیانو په ستائینو او او د غلامۍ د زنځیرونو د ماتولو په هوډونو سینګاروي او دا به امکان ونه لري، چې د پښتونخوا میپ سربازان او د وطن په مینه کې مست ځوانان به د محمود خان اڅکزي په وینا میدان ته ودانګي او د کندهار میړني، د پکتیکا ننګیالي، د ننګرهار غړیالي، د هلمند شمله ور، د کنړ پنجه ور، د لغمان توریالي ، د ارزګان غښتلي، د خوست ښاغلي، د شمال میړني، د جنوب ملت پال، د شرق هوډمن، د غرب پتمن افغانان ځوانان بیا د نړئ څوک چلګر یا ټګمار یا په اسلامي ټګو یا انساني دسیسو قابو کړي.


د اسیا په زړه یو داسې زلزله راورانه ده چې د استعمار ټولې ماڼۍ به د زمکې سره زمکه کړي، د لوی افغان د ننګ او غیرت شمله به د خپلواکۍ په غرونو او د امن او سولې په بادونو داسې ورپيږي چې نړۍ به ګوته په غاښ پاتې شي. د پښتونخوا میپ دغه تاریخي قدم د هر افغان ځاني، مالي ، اخلاقي، قلمي او عملي مرستې ته اړتیا لري. افغانان که د فتح په جشن کې اټڼونه کول غواړي نو بیا باید په جګ غږ، په ښکاره باره، په ایستلې توره د محمود خان اڅکزۍ د ملګرتیا اعلان وکړي، په هره ژبه کې اعلان ، په هره کوڅه کې اعلان، په هر غر کې اعلان، په هره شیله کې اعلان. ځکه چې د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزۍ د بچې اراده په ډاګه ده، یا به اوخري ککرۍ یا به کامران شي. نو دغه ککرۍ د خوړلو نه ده ، د کامرانیدلو ده کنه د تاریخ مخه به په داسې اړخ واوړي چې د افغاني ننګ روایت به د تل لپاره ورک شي.


 د محمود خان اڅکزي او پښتونخوا میپ ګټه د افغان ګټه ګرځیدلې ده. دغه ګټه به خامخا ډیرې افغان دوسته او افغانستان دوسته پاېلې ولري. د پنجاب دغه د افغان په وینو ککړ لاس به د محمود خان اڅکزي د ګتې په نتیجه کې خامخا د پنجابي په لړمون بیرته وردننه کیږي. د پښتونخوا میپ د بریالیتوب په صورت کې به د ایران دغه د افغان په وینو لړلي غاښونه خامخا د ایران په نس کې ننه کیږي.


د تاریخ په دی مرحله کې شته کیدل دي یا ورکېدل دي. اوس خوښه د لر او بر افغان وطن د پوهه، حلالیانو، وطن دوسته او پښتون دوسته بچیانو ده د افغان شمله د تل لپاره جګوي، نړئ ته د افغان یو والې، پوهه ، رڼا او شعور په ډاګه کوي او نړۍ دی ته مجبوره کوي چې د پښتون افغان سره د یو سیال په توګه راشه درشه وکړي که د جنوبي پښتونخوا دغه د امید او هیلو غر د تل لپاره د ټول افغان په سینه راګوزاره وي. یوه خبره چې ډيره مهمه ده هغه په ډاګه، په زغرده، په جګ اواز، په افغاني هوډ په عملي توګه د محمود خان اڅکزي د ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر شاه ودریدل دی.


دا هم مالي مرستې غواړي، هم قلمي مرستې غواړي، هم د وینا مرستې غواړي، هم د جرګو ملاتړ غواړي. ځکه چې د افغان وطن د دښمنانو سره د عربو نه ونیسې تر چینه، د برتانیا نه ونیسې تر فرانسې، د یونان نه ونیسې تر افریقې مالي مرستې کیږي چې د پښتونخوا میپ د دغه افغان پال او وطن دوسته پاڅون مخه ونیسي. عمران خان یواځې د مانچسټر ښار کې دوه لکهه پاونډونه راغونډ کړل، دغه شان پذل رامان، نواز شریف، زرداري، منورحسن، التاپ اوسین په لکهونو پاوڼدونه راغونډ کړي دي. نو دا به د افغانانو لویه غلطي وي چې خپل تاریخي ملي خوځښت يواځي په دعاګانو، شاباشو، ډیر ښه او زنده باد بریالې کول غواړي. دا به په داسې هوډ کول غواړي چې وطن يا کفن، سر یا سنګر، کور یا ګور او دا نعره به د هرې لویشتې افغان خاورې څخه پورته کول غواړي، د امید او هیلې غر دومره جګ شوې دی چې اوس هیڅوک د مکر او چلګرې په زور د افغانانو د تاریخ دغه جبر ته جوړ کړی میدان نه شي وړلې.  میدان به خامخا افغانان ګتي، د تل لپاره به يي ګتي، افغانستان به بیا د نړۍ د سردارانو په کتار کې اودریږي، او د پنجاب استعمارګران او ایران اخونیان به د تل لپاره د خاورو لاندې کیږي. د هر افغان دا لومړۍ مسولیت دی چې د وخت اړتیا ته غښتلې ځواب ووايي. که مو دا ليکنه خوښه سوېده ، د لراوبر خوښېدو Like بټن ووهئ