دهلمند دكرشك ولسوالي كي وسلوالو طالبانو دپوليسو پر يوه امينتي پوستي بريد كړي چي دبريد په پايله كي يي نهه تنه پوليسو ته مرګ ژوبله اړولي ده
ددغه ولايت په سنګين كي هم دناټو ځواكونو په وينا دري تنه بم جوړونكي نيول سوي چي يو تن پكي بهرني دي ددغه ولايت دناوي په ولسوالي دپنځه تنو قومي مړي مندل سوي دي
دغه جګړه دهلمند دګرشك په ولسوالي كي ديكشنبه په شپه دنهو بجوپرمهال رامنځ ته سوي ده
چي نهو تنو پوليسوته ته پكي مرګژوبله اوښتي ده
دغه خبره ددغه ولسوالي امينه قومندان خير محمد شجاع وكړه قومندان زياته كړه دغه بريد وسلوالو طالبانو دتاجكانو دسيمي پرامينتي پوستي كړي دي چي په پايله كي څلور تنه پوليس وژلي اوپنځه تنه پوليس ټپيان سوي دي خوده طالبانوته داوښتي زيان په اړه څه ونه ويل ولي هاخوا وسلوال طالبانودپيښي پړه پرخپله غاړه و خيستله په سيمه كي دوسلوالو طالبانو يو سيميز قومندان ملاعزت الله دتيلفون پركرښه وويل چي دپوليسو په پوسته كي ټول نهه تنه پوليس وژل سوي دي
ديو بل خبر له مخي ددغه ولايت دسنګين په ولسوالي كي دري تنه بم جوړونكي نيول سوي دي دغه خبره په هلمند كي دميشتو برتانوي ځواكونو وياند سايمن ميلر وكړه ميلرزياتوي چي دغه كسان دميلي اوردو سرتيرو دخپلو عملياتو پرمهال نيولي چي په نيول سو كسانو كي يو تن بهرني وو خوميلر دهغه هويت په ډاګه نكي
خو ده وويل چه نيول سوي كسان دامهال ترپوښتونو او ګروږنو لاندي دي
همدارنګه ددغه ولايت دناوي په ولسوال كي دشوشورك په سيمه كي څوروځي وړاندي پنځه تنه قومي ومشران ژول سوي دوژل سوو يو خپل ددتليفون پركرښه وويل دغه قومي مشران پنځه ورځ وړاندي دنامعلومو وسلوالو لخوا وژل سوي تروژل كيدو ورسته يوي ژوري څاه اچول سوي وو چي دامهال يي مړي مندل سول چخو دوژل سو كسانو پړه كومي ډلي ټپلي په خپله غاړه نده اخيستي