یاره نلری حساب دغه جفا ستا
نه باور شی په نازونو او اد ا ستا
ستا وفا او هم جفا مالره یودی
زه پوه نه شوم په دروغو او رښتیا ستا
د فراق په اور به ما څومره ستی کړی
ظلم نه لری محبوبی انتها ستا
درقیب سره به بیا په ګړس خندا کړې
لیونتوب به دکړی ما څومره رسوا ستا
داسی نده چې مې وتی له یادو یې
دا دیدن دې را یادیږی هر سبا ستا
چې هارون وایې غزلۍ ستا په یاد کې
راوریږیې په زړه هغه خندا ستا