کور / تازه خبرونه / هلمند : چاودني ١٨ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

هلمند : چاودني ١٨ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د هلمند ولايت مقام له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ د دې ولايت په ميرمنداب سيمه کي د يوې چاودني په پايله کي دوه سيميز پوليس او درې اولسي وګړي وژل سوي او ديارلس تنه نور ټپيان سوي.
خبرپاڼه ليکي چي چاودنه د يوه موټر سايکل په وسيله د سيميزو پوليسو د يوې پوستې سره رامنځ ته سوې او ياده مرګ ژوبله ئې اړولې.
خبرپاڼه دا کار د هيواد د دښمنانو بولي او په اړه خواشيني څرګندوي.