کور / تازه خبرونه / کندهار :بريد دوام لري او طالبانو ئې مسئوليت ومانه

کندهار :بريد دوام لري او طالبانو ئې مسئوليت ومانه

نوي معلومات:
طالبان وايي چي بريد دوى کړى، جګړه دوام لري.
طالبانو په خپله ويب پاڼه کي خبر ورکړ چي په کندهار کي د غرمې راهيسي څلور چاودني کړي چي يوه د فقير بابا په سيمه ، دوهمه په سردار مدد خان چوک، دريمه په امنيه قومانداني کي دننه او څلرمه ئې د امنيې قوماندانۍ سره کړې.
طالبان ليکي چي په دې بريدو کي ئې حکومتي لوري ته ډېر تلفات اړولي خو خپله حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او د نورو معلوماتو په اړه د انتظار خبره کوي.

نوي معلومات:
په امنيه قومانداني کي جکړې يو ځل بيا زور واخيست او ډزي د بيا له پاره د يوه زورور آواز تر اورېدو وروسته پيل سوې . د جګړې راهيسي شااخوا دوه ساعته کېږي چي کله کله د ډزو ږغونه ورک او کله کله زور واخلي چي همدا شېبه (پنځه بجې او پاو بالا) د ډزو ږغونه اورېدل کېږي او کله کله د يوه غټ ږغ اواز هم واورېدل سي.
سيمي ته د بياځلي له پاره الوتکي راغلې او په ګزمو ئې پيل وکړ.
شېبه مخکي د کندهار ولايت پر امنيه قومانداني بريد وسو.
د بريد په اړه اوس بشپړ جزئيات په لاس کي نه لرو خو سيمي ته نژدې د لراوبر خبرپال وايي چي لومړى يوه زوروره چاودنه وسوه چي د ښار ليري او نژدې سيمي ئې ولړزولې او ورپسې د سپکو او درنو وسلو ډزي پيل سوې او تر لومړۍ چاودني وروسته دوهمه چاودنه وسوه او ډزي تر اوسه دوام لري .
د پېښي لږ وروسته يادي سيمي ته دوې الوتکي راغلې او اوس هم په هوا کي د قوماندانۍ پر شا او خوا ګزمې کوي.
نوي معلومات:
لومړى زوروره چاودنه په امنيه قومانداني کي دننه سوې او وروسته تر هغې د ظاهر شاهي لېسې له لوري ورباندي بريد سوى .
د کندهار د والي وياند رسنيو ته د بريد پخلى کړى او وايي چي بريد کوونکي دوه تنه دي او اوس هم مقاومت کوي.
نوموړي په دې اړه د نورو معلوماتو د ورکولو څخه ډډه وکړه.
دا بريد په داسي حال کي کېږي چي تر دې مخکي هم نن ورځ په دې ولايت کي د څلرمي او پنځمي حوزې اړوند يو زرنج موټر سايکل چاودلى او يوولسو تنو ته ئې مرګ ژوبله اړه ولې.
د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په زرنج موټر سايکل کي درې تنه ځانمرګي سپاره ول او هدف ته تر رسېدو مخکي د يوه په چاودنه سره درې سره وژل سوي او مرګ ژوبله ئې اولسي وګړو ته اوښتې.
په دې اړه د نورو معلوماتو له پاره د لراوبر سره اوسئ.