کور / هراړخیز / د افغانستان راتلونکي رهبران او چلنجونه

د افغانستان راتلونکي رهبران او چلنجونه



د افغان کلتوري ټولنو جرګې د پوهې، معلوماتو او تجربو د شریکولو په پروګرام کې هره اونۍ یو تن نوي او د ورځې اړین مسایل نورو سره شریکوي. ددې لپاره چې ددې کار خیر ډیرو هیوادوالو ته ورسیږي، موږ د افغاني ویبپاڼو له لارې غواړو دا مسایل نشر شي. هیله او دعا کوو چې الله (ج) به و یبپاڼو د چلوونکو په ګډون ټولو شریکو لوریو ته اجر ورکړي. ددې اونۍ بحث د افغانستان د راتلونکو مشرانو پر ننګونو و.




د افغانستان راتلونکي رهبران او چلنجونه

پدې بحث کې موږ په لاندې موضوعاتو رڼا اچوو:



  • رهبر یا مشر څوک دی؟

  • د ځینو مشرانو بیلګې

  • زموږ د هیواد اوسنی حالت

  • راتلونکي مشران به څوک وي؟

  • کله د یو ښه مشر د زیږیدو موقع رارسيږي؟

  • د نوو مشرانو مخې ته کومې ستونزې پرتې دي؟

 


رهبر څوک دی؟


رهبر هغه څوک دی چې نور دې ته تيار کړي تر څو وغواړي يو کار وکړي. ګاندي به ویل چې رهبر دا ندی چې له ټولو سره یو شان روان وي، رهبر باید تر ټولو (په اخلاقي اومعنوي ډول) دومره لوړ وي، چې نور په ځان پسې پورته کش کړي. خو دا موضوع د رهبر د لرلید، کار ساحې او هغه کار له مهې توپیر لري، چې رهبر پکې رهبري اخلي.


 


د ځېنې مشرانو بېلګې


ګاندي، هتلر، ماندیلا او امیر عبدالرحمن کې کوم یو رهبر و؟ که د پورتني تعریف له مخې یې ووایو نو ګاندي، هتلر او ماندیلا درې واړو خلک (په خپله خوښه) دې ته تیار کړي و چې وغواړي یو څه وکړي، خو امیر عبدالرحمن په زور دغه کار کړی و. په دوی کې کې بیا ګاندي او ماندیلا ته ښه رهبران ویل کیږي او هتلر او عبدالرحمن ته بد. لدې څرګندیږي چې رهبر هم ښه کیدای شي او هم بد او هم په خوښه خلک دې ته تیارولی شي چې وغواړي یو کار وکړي او هم په زور. څومره چې د لاندې طبقو او وګړو پوهه او توانمني زیاتیږي، په زور د منلو تناسب کمیږي او د خوښې د منلو پله درنیږي. 


د جنوبي امریکا بریالي والیان د هغو مشرانو ښې بیلګې دي چې په نارمل حالت کې یې د خپلو خلکو حالت ښه کړ. د جنوبي امریکا ولایتونه تر شمالي هغو په اقتصاد او پرمختګ کې ډیر شاته وو؛ خو یو وخت چې یې والیانو وغوښتل دغه سیمې هم د نورو په شان کړي، نو ټینګه ژمنه، ډیر او منظم کار او ښه پلانګذاري او تطبیق یې پیل کړ او ویې کړای شول چې د امریکا جنوبي ایالتونه د شمالي ولایتونو سره سیال او حتی په ځینې برخو کې یې تر هغو هم زیات پر مخ تللي کړي.


د ایرلیند بریالي مشران: ایرلیند تر سکاتلند او انګلند وروسته پاتې و،  خو مشرانو یې تر دقیقو فکرونو وروسته داسې پلانونه جوړ او پلي کړل چې ایرلنډ د اروپا د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز او په پرمختګ او نیکمرغۍ کې د نورو سیال شو.


سنګاپور چا د نورو سیال کړ؟ د سنګاپور صدراعظم او وزیرانو ټنیګه ژمنه وکړه چې خپل هیواد ورسوي. دوی به د شپې تر ناوخته کار کاوه، په عین حال کې زیاترو زده کړو ته هم دوام ورکاوه او په پوره صداقت او شفافیت د هیواد پرمختګ ته راپاڅیدلي وو. صدراعظم به یې بهرنیو سفرونو ته د الوتکې په اکانومي کلاس کې سر کاوه، خو دا یې تشخیص کړه چې هیواد یې د هوایي اتصال یو مهم مرکز جوړیدای شي، او همداسې یې وکړل چې په دغه کار سره سنګاپور یو پیاوړی اقتصاد شو او اوس یې دصدراعظم کلنی معاش یو میلیون ډالردی چې د امریکا د ولسمشر تر هغه دوه چنده زیات دی. 1


چینایانو څنګه نوښت او تولید ته مخه کړه؟ چینایان د یو لرغوني تمدن وارثان دي، خو په وروستیو وختونو کې په هغه حال کې نه وو. نوو رهبرانو یې د بدلون منلو د عمومي پرنسیپ له مخې هر چینایی دې ته وهڅاوه چې نوښت او تولید (Creativity& Productivity)ته مخه کړي. نن چین د نړۍ دوهم اقتصاد دی او په نږدې کلونو کې یې د لومړي کیدو چانس شته.


ايا یوه مور او هر بل څوک حتی یو ماشوم رهبر کیدای شي؟ هو، دا یوازې چینایان او امریکایان ندي چې نوښت، تولید او پرمختګ کولی شي. یوه مور، یو ښوونکی او یو ماشوم هم کیدای شي داسې نوښتونه وکړي چې نورو ته د الهام سرچینه شي او د یو رهبر رول تر سره کړي. موږ باید هغه ټکي يیدا کړو چې هیواد مو پرې پرمختګ وکړي او ولس مو پر نیکمرغه شي.


 


اوسنی حالت


په اوسني حالت کې به څه مثبت ټکي هم وي، خو دا چې زموږ تمرکز د راتلونکو مشرانو په چلنجونو دی، نو لاندې مسلې راتلونکو ته په میراث پاتې کیږي او ستونزې یې ډیروی:



  • قومي سیاست/ که د ۳ ـ ۴۰ کورنيو سیاست؟ په افغانستان کې د روسانو، بیا د ګاونډیانو او اوس د غربیانو د نورو ضررونو تر څنګ چې موږ ته یې رسولي دي او رسوي يې، یو تر ټولو لوی یې د سیاست د قومي کولو تر نوم لاندې د څو تنو انحصار او ناقانونه واکمنۍ او زور زیاتي ته لار اوارول دي. اوس په افغانستان له درې تر څلویښتو کورنۍ دي چې ټول لوی قراردادونه او لوی دولتي امکانات یې په لاس کې دي. که بل چا ته هم څه ورکوي، د ناظر او مزدور په موقف کې یې ساتي او په کوم عزت او حیثیت ورته قایل نه دي. حال دا چې موږ باید مساوي هیوادوال او تر هغه ور اوچت مسلمان ورونه واوسو نه بادار او مزدور. ددې منفي قوم ګرایۍ لوی ضرر دادی چې پاکوالی او شفافیت منځ ته نه راځي. ډیر کسان په یوه شپه کې په ناقانونه ډول میلیونران شول، خو که انتقاد پرې وکړې او په کوم قوم پورې تړلی اوسې، نو یو څوک به درته ووایي (پرې یې ږده زموږ سړی دی)، خو دا نه وایي چې که ستا د قوم یو سړی ستا د میلیونونو نورو قومیانو حق تروړي، نو دا خو په لومړي ګام کې ستاسو او بیا د ټول ملت څخه غلا کوي، نو کوم منطق دی چې د غله دفاع وشي؟ یوازنی منطق به دا وي چې ړوند تعصب او عصبیت به دې کار ته ښه ووایي. قومي سیاستونه او قومي ویشونه او هغه هم د زمري او شرمښ ویش ددې وطن د تباهي یو لوی عامل دی، چې راتلونکو نسلونو ته به یې خبیث میراث پاتې شي.

  • یو خوا انتشار، او بله خوا جګړه؟/ (انتحار او انفجار؟ او که مقاومت؟ جهاد او استشهاد؟): هغه زده کړې افغانان چې د اوسني دولت په سیوري کې ژوند کوي، د انتشار، پراګنده ګي او بې اتفاقۍ په حالت کې دي. دوه او درې کسان چې په کوم نوم سره یو ځای شي، فکر کوي چې دوی د افغانستان مرکز شول او یوازې همدوی به دې هیواد ته نجات ورکړي. دوه ورځې وروسته دا دوه هم سر بېل شي او یو هر یو فکر کوي چې همدی یوازنی شخص دی چې هر څه به سم کړي. خو زیاتره یې بیا په یو ډیر کوچني امتیاز ځان او خپل هر څه پلوري. د ۱۳۰ ګوندونو موجودیت او د نژدې ټولو نا موثریت ددې مانا ده چې یو سیاسي انتشار او بې باوري پر هر څه خپره ده. زموږ اوسنی نسل د روستار تره کي په وینا د کلاشینکوف او سټنګر نسل دی او یا یې وارثان دي چې بې اتفاقي یې د ملت تنه له دننه خوري. (کله کله د انسان په بدن کې د ځینو برخو خپلې حجرې د خپل ځان په مقابل کې فعالیږي او خپلې خواوشا حجرې خوري یې چې دې ته اوتو امیون ناروغۍ وایي. اوس زموږ ملت هم په دغسې ناروغۍ اخته ښکاري). هغه کسان چې بیا ددې دولت پر ضد جنګیږي، خپلې جګړې ته جهاد او ملي مقاومت وایي او کله چې ځان وژني نو استشهادي او فدایي برید ورته وایي، په داسې حال کې چې دولت او نړیوال ملاتړي یې ورته ترورستان، انتحاریان او انفجاریان وایي.

  • مافیا او فساد پر هیواد داسې حاکم دی، چې هر څه یې نیولي دي. ډیر ګمان کیږي چې په دې کې د بهرنیانو رول زیات دیر دی. کله چې په قرآن کې څیړنه وشي دا پکې واضح ده چې پردۍ لښکرې چې یو ملک ته ورشي دوه کارونه کوي: لومړی فساد خپروي او دوهم د عزت خلک بې عزته کوي او بې عزته عزتمن کوي.

  • د نوو بانفوذه شوو خلکو بیلګې هر څوک په خپل ولایت، ولسوالي او کلي کې کتلی شي. تشریح ته یې حاجت نشته.

  • د بهرني فکټور پیاوړتیا: دا چې د افغانستان جګړه او سیاست ډیر پیچلي او دا هیواد اوس د ټولې نړۍ د سیالي ډګر ګرځیدلی نو تر داخلي فکتور یې بهرنی هغه ډیر پیاوړی او اغیزناک دی. دا چې د بهرنیانو او ګاونډیانو هر یوه ګټې څه دي، لومړیتوبونه یې څه دي، او افغان او افغانستان ته څومره په ارزښت قایل دي، هغه څه دي چې هیڅوک پرې سم نه پوهیږي او چې نه پوهیږي، حل یې هم ورته پوره ندی معلوم.

 


راتلونکي مشران به څوک وي؟



  • که نړیوال ځواکونه او اوسنی دولت بریالي شي؛ لویدیځ (امریکا) پلوه تحصیلیافته ګان  (د افغانستان د امریکایي پوهنتون او ورته موسسو فارغان) او نوي بانفوذه شوي او سرمایه دار شوي کسان به ددې هیواد مشري کوي. دا چې دوی به څومره ملي ګټو ته وفادار وي او د شخصي او بهرنیو ګټو په بدل کې به څومره ارزښت ورکوي، پوښتنه ده. د بشریت تاریخ خو دا ښيي چې تر یوې اوږدې مودې به د مود او فیشن، فساد او فحشا، معاملو او سودا بازیو بازارونه ګرم وي، ډیره اوږده موده وروسته به ملي مبارز رهبران هغه وخت راڅرګند شي چې ولس له دغو بویناکو او ورستو شیانو ستړی شي.

  • که نړیوال له هیواده ووځي: که د کوم پلان له مخې وي، بیا خو د مطرحو زورورو تر منځ یو ویش کیدای شي، خو که د روسانو په شان بې پلانه ووزي، نو د هر لوري جنګیالي چې تر داخلي جګړې وروسته پر ټولو زورور شول، هغوی به د افغانستان مشران وي.

 


د يو ښه ملي مشر د زيږېدو موقع؟


ښه مشران هم په ازادۍ کې منځ ته راځي، هم د ازادۍ یا حقوقو لپاره په جګړو کې او هم د بهرني اشغال په صورت کې پوره موده وروسته )د سوله ایزې مبارزې پر مهال(. خو دا لکه د ماشوم د زیږیدو په شان یو وخت ته اړتیا لري او باید ټولنه د پوخوالي دومره شرایط ولري چې یو رهبر وزیږولی شي.


 


د نوو مشرانو ستونزې


زموږ د بحث اصلي موضوع همدا ده. پدې باب ما پخپل کتاب (سبا به ماوخته وي) کې افغان مشرانو ته په ځینو مسُلو وړاندیزونه کړي دي چې که نن حل نشي، سبا به ناوخته وي او راتلونکي نسلونه به له داسې ننګونو سره مخ وي چې حل به یې د هغوی له وسه بهر وي. خو که اوس ورته معقولې پالسي ګانې جوړې او پلي شي نو کیدای شي اوس او راتلونکو ته د ستونزو بارونه کم او سپک شي. ځینې مهم مسایل به پدې لیکنه کې وڅیړو:


 



  1. پوهنه او تعليم

پوهنې او تعلیم په تیرو کلونو کې په ځینو برخو خصوصاً د کمیت له مخې پرمختګ کړی دی. اوس ډیر زده کوونکې ښوونځیو او ډیر محصلان پوهنتونونو ته ځي. پوهنه او زده کړه که له یوې خوا د انسان پوهه او د معلوماتو کچه اوچتوي، له بلې خوا یې د ښه ژوند لپاره توقعات هم زیاتوي. احمد ادریس رحمانی د امریکا د راند پوهنتون د دوکتورا محصل دې مسلې ته ډیز ښه متوجه شوی او وایي: (دا چې پوهنه او زده کړه د یو شخص ټولنیز، اقتصادی، اوسیاسی موقف لوړوي پوره څرګنده ده او په اکادیمیکو څیړنو هم ثبوت شوي ده. د هیوادونو د پرمختګ یو برسیرن بهیر ته په کتو سره دا ویلی شو چې هر هیواد مخکې تر دې چې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ پاټکي ووهي، د زده کړې او پوهنې یوه پراخ پروګرام یې پلی کړی دی. خو له بلې خوا له دې هم نشو منکریدای چې پر پوهنه پانګونه داسې ده لکه په یوه بالون کې چې ډیره زیاته انرژی زیرمه شي. که زر، یا وروسته دا انرژي د سمو هدفونو لپاره ونه کارول شي، کیدای شي وچوي.)


راځئ واقعیتونه یې وڅيړو:


الف، پرمختګ: له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۱ د زده کوونکو د شمیر زیاتولی دا  ښیي چې پوهنې ته پام شوی دی.





ب، چلنجونه:


د ستونزو درې ستنې:




    1. زده کړو ته د عادلانه لاسرسي کمښت: (۳  ۴ میلیونه ماشومان لا هم تر ښوونځیو بهر دي، د دوی تر منځ جنسیتي توپیر هم د پام وړ دی چې تر ښوونځي بهر ماشومان زیاتره نجونې دي، سیمه ایزه او قومي بې توازني پکې په فاجعه بار ډول موجودهده). بې عدالتي لوړو زده کړو ته په لاسرسي کې لا ډيره ده. لاندې ګراف ښيي چې د ولایتونو تر منځ د نفوسو پر د هر بریالي زده کوونکي فاصله څومره زیاته ده. مثلاً له نورستانه د هرو ۲۸۵۸۸ نفوس څخه یوازې یو کس لوړو زده کړو او هغه هم تر ټولو د ټیټو نمرو پوهنتون او پوهنځي ته بریالی شوی، پداسې حال کې دا شمیره په ځینو نورو ولایتونو کې د څو سوو پر سر یو تن دی. په دوهم جدول کې مو ترې نورستان ځکه ترې وایسته چې د نورو پرتلنه هم وشي. نورو سیمو کې هم حالت یو ستر توپیر او لویه بې عدالتي ښیي.





پدې لاندې ګراف کې مو د ورته نفوس او سیمو دوه دوه ولایتونه پرتله کړي دي چې ستونزه لا روښانه شي.





    1. د زده کړو ټیټ کیفیت  او د شفافیت/ مسولیت او حساب کتاب نشتوالی: د افغانستان په ځینو ولایتونو کې نړیوال بانک د ښوونکو د پوهې د کچې په باب یوه څیړنه کړې ده. د هغې د نتیجو له مخې د یوه ولایت ۹۹٪ ښوونکي بیسواده وو یعنې د تدریس تر ټولو ټیټ معیارونه یې نه و پوره کړي خو له همدغه ولایت څخه ډیره لوړه سلنه فارغان زده کوونکي په کانکور کې لوړو زده کړو ته بریالي شوي.

دا معلومات موږ ته ډير بد شاخصونه په نښه کوي. لومړی دا چې د ښوونکو سویه څومره ټیټه ده چې د با کیفیته زده کړې بنسټ دی او بل دا چې په سیستم کې څومره فساد او تبعیض حاکم دی چې د همدغو بیسوادو ښوونکو ټول شاګردان پوهنتون ته کامیابولکیږي. پوهنیز نصاب هم نا متوازن دی او د ښونکو دغه ټیټه سویه په هیڅ صورت  دغه نصاب نشي تدریسولی. د نصاب لیکونکي هم د ګوندي، شیمه ایزې او نظریاتي سهمیو او مصلحتونو له مخې ټاکل شوي وو او داسې کتابونه یې لیکلي چې د دغو میلیونونو ډالرو لګښت په بدل کې ډیر ټیټ کیفیت لري. زه د یوه پلار په توګه غواړم هغه ټکي په راتلونکي کې په یوه لیکنه کې پوهنې وزارت ته ولیږم چې خپلو اولادونو ته د درس ورکولو پر مهال مې پیدا کړي دي تر څو په راتلونکو بیا کتنو کې سم شي.




    1. د کار نه تدارک او په مارکیټ کې د مسابقې لپاره نه کفایت: په راتلونکو څو کلونو کې به د ۱۲ ټولګیو کلني فارغان ۵۰۰۰۰۰ (پنځه شوه زره) وي چې د دولت او خصوصي پوهنتونو ظرفیت یوازې د ۵۰۰۰۰ (پنځوس زره) د جذب لپاره موجود دی، د فارغانو شمیر څو کاله وروسته ۱۴۰۰۰۰۰ (یو میلیون او څلور سوه زره) ته رسیږي، خو څومره کسانو ته په ملي او بین المللي بازار کې  د کار امکانات برابریدای شي؟ دا هغه پوښتنه ده چې تر ټولو ننګونکې ده، د بیکارانو دغه لوی لښکر چې د ژوند لپاره به لوړې غوښتنې لري د ټولنې پر وړاندې د یو لوی تهدید او لویو ټولنیزو ستونزو او حتی د بې ثباتیو او بې نظمیو د عاملینو تر کچې رسیدای شي. دا د انرژۍ هماغه بالون دی چې د لویو ګټو پر ځای لوی انفجارونه رامنځ ته کولی شي.

نور ډیر فکتورونه هم راتلونکې ستونزې جوړولی شي:



  • سیمه ایزه نا تعادلي د بې ثباتۍ یو لوی فکتور جوړیدای شي. د اسلامي نړۍ نامتو پوه ابن خلدون یوه ډیره لویه تیوري را ایستلي او وایي چې کله د ښار وګړي نرم او پاسته شي او په عیش و نوش او اسوده ژوند کې ډوب شي، نو د کلیو وږي، بې تعلیمه او محروم وګړي یې پر ضد منسجمیږي او د ښاریانو تمدن او ښه ژوند له منځه وړي او تالا کوي یې. د اسلامي نړۍ بدمرغي دا وه چې ابن خلدون په داسې تاریخي مقطع کې ژوند کاوه چې مسلمان هیوادونه د ځوړ پر لور روان وو، خو لویدیځوالو د ده له نظریاتو ګټه واخسته او د متوازن انکشاف او ټولنیز عدالت لوی پرنسیپونه یې راوایستل چې د ښارونو او کلیو تر منځ د توپیر په کمولو او له منځه وړلو یې د ټولنیزو ټکرونو خطرونه کم کړل. اوس که د افغانستان یوه خوا تعلیم یافته او بله بې تعلیمه شي ډیره ضررناکه به وي. که حالت سوله ایز هم وي د بدن یوه خوا به مو فلجه وي، خو که حالت خرابیږي، څوک چې ډیر زیږه او شډل پاتې شوي وي، د نورو نرمو، ارامو او مستریحو وګړو ژوند به ګډوډوي او د هیواد د نا امنۍ او بې ثباتۍ سبب کیږي به.  

  • مدرسه او ښوونځی : د دیني او عصري تر نامه لاندې د زده کړو بیلتون هغه مسله ده چې په اسلامي ملکونو کې د تعلیمیافته ګانو تر منځ د تعصب، اختلاف او جنجال سبب کیږي. زیاتره د مدرسې فارغان د ښوونځي فارغانو ته د بې دینو، له دین سره د بې تفاوتو او غربګرایانو په سترګه ګوري او برعکس د ښونځي او پوهنځي فارغان د مدرسې فارغانو ته وروسته پاتې، مرتجع او له تمدن او پرمختګ سره مخالف وایي. د دوی دواړو تر منځ درز په سیاسي موقفونو کې د اختلافاتو له مخې هم ډیر شوی او د راتلونکو هغو ننګونو په منځ کې راځي چې په پوهنه او زده کړه پورې اړه لري.

  • ناشفاف سیستم او مسولین: لوړو زده کړو ته د شمول سیستم دومره ناپاکه، نا شفافه، ظالمانه او غیر عادلانه دی چې تر مزخرف او مسخره هم بد تر دی. په تېرو لسو کلونو کې په زرونو موارد شته چې ولس ترې ناراضه و او دی؛ چارواکي تل سطحي او اداري ستونزو ته اشاره کوي خو حقوقو، عدالت، شفافیت، حسابدهۍ او مسولیت منلو ته هیڅکله هم ندي متوجه او ډیره کمه پروا یې هم نلري. د دې کال د کانکور د نتیجو دوه بیلګې بس دي چې زموږ ادعا ثبوت کړي: د هیواد د تر ټولو وروسته پاتې ولایتونو له زیاترو څخه د کانکور د مشمولینو ډیره لوړه سلنه پوهنتونونو ته بریالي شوي ده. د بیلګې په ډول: له یوه دغسې ولایت څخه ۷۶ فیصده، خو له کابل څخه ۱۴٪ بریالي شوي دي. دا په تاریخ کې کله نده شوي. کابل چې د ټولو فرصتونو له مخې تر بل هر ځای پر مختللی دی، تر ټولو وروسته پاتې کې راشي. پخوا به یې ولایتونو ته ضریب ورکاوه چې لږ یې را اوچت کړي، خو اوس باید کابل ته ضریب ورکړل شي. دا خو به دیره د خوښۍ خبره وي چې که زموږ وروسته پاتې ولایتونه دومره ښه شي، خو علمي څیړنو ددې برعکس ثبوت کړې ده: لکه چې ومو ویل د یوه دغسې ولایت ۹۹٪ ښوونکو د تدریس تر ټولو ټیټ معیارونه هم ندي پوره کړي او په بیسوادانو کې حساب شوي دي، ایا د دغه ولایت زده کوونکو ته فرشتې له اسمانه راغلې او درس یې ورکړ چې له کابل څخه هم پنځه چنده ډیر مخکې لاړل؟ د وروسته پاتې ولایتونو د را اوچتولو لپاره نورې لارې چارې پکار دي، خو دغومره بې منطقه توپیر به خلک پر موږ ټولو وخندوي. له بلې خوا په کابل کې هم د یوې سیمې له یوه ښوونځي څخه ټول فارغان تر ټولو عالي پوهنځیو ته بریالي شوي، خو د همدې کابل ښار د بلې سیمې د ښوونځیو عمومي اول نمره ګان بې نتیجې شوي دي. او دا داسې ظلم دی چې د ښوونځی تر سوزولو او تړلو کم ندی.  

  • د سمون لپاره ناکافي سیاسي اراده: سره لدې چې فساد او بې عدالتي تر لمر هم روښانه او پخپله چغې وهي، خو چارواکي په پوره بې پروایي سره نه خپله غلطي مني او نه د اصلاح لپاره کوم پلان، طرحه او د هغه د پلي کولو کومه ستراتیژي لري.

 



  1. د نفوسو بې کنټروله زياتوالی

په ۲۰۳۰ کال کې به د افغانستان نفوس دوه چنده شي، خو ایا موږ کولی شو، دومره دیرو وګړو ته پوهنه، کار، ټولنیز خدمتونه، امنیت او نور ډیر مسایل تامین کړو او که نه. د بیلګې په ډول د پوهنې په برخه کې زموږ راتلونکې اړتیاوې به دومره وي:





اوس چې د بهرینو میلیاردونو ډالرو مرستې په صورت کې نشو کولی ستونزې حل کړو، نو چې اړتیاوې څو چنده شي، څه به کوو. دغه اړتیاوې په کارموندنه، ټولنیزو خدمتونو، امنیت او هره برخه کې همدومره زیاتیږي.


 



  1. بې پلانه او چټک ښاري توب

بې پلانه ښارونه او بې قانونه ښاریان، د ښارونو کثافت، د ښار او کلي کلتوري توپیر او نور ډیر فکتورونه دي چې بدمرغیو، ناروغیو، ستونزو، لانجو او حتی نوو انقلابونو ته لار پرانستی شي او د راتلونکو مشرانو مخې ته به پراته وي.


 



  1. جنډر (د ښځو او نرو د ټولنيزو اړيکو توازن)

د ښځو او نرو له متوازن تعلیم او کار پرته هیوادونه پرمخ نشي تلی، افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد ځای دی او په نړۍ کې یو تر ټولو ټیټ (GDI– Gender  Development Index) لري. د کلیوالو سیمو ۸۵٪ ښځې له هغو مرستو بې برخې پاتې شويديچې په تیرو کلونو کې له افغانستان سره شوي دي. په هغو ولایتونو کې چې د ښځو تعلیم تر پخوا هم ټیټ دی څه به کیږي؟ له ښځو سره تر ټولو ډیر تاو تریخوالی د ښځو له خوا دی او دغه کار د ټولنې پرمختګ، عدالت او انساني ارزښتونه زیانمنوي. پدې برخه کې ډیرې نورې مسلې هم شته، د ښځو له حقوقو له عنوانه د غربیانو ناوړه سیاسي بهره برداري هم ډیره مهمه ده چې څنګه یې مخه ونیول شي او نور ډیر….


 



  1. انکشاف

د متوازن انکشاف نه پرته دایمی سوله، ثبات او نیکمرغي نشي راتلی. تر اوسه په بهرنیو مرستویوازې سرکونه او لنډ مهاله کورسونه جوړ شوي دي. که څه هم سرک د انکشاف شاهرګ دی او ډیر مهم دی، خو چې پدې شاهرګ کې وینه جریان ونلري، ګټه به هغسې نه وي، لکه تمه چې ورته کیدای شي. لوی لوی کارونه چې ضرور و، ندي تر سره شوي، لکه: د بریښنا لوی بندونه، د اوبو لګولو سیستمونه، کرنه، د کانونو استخراج، صنایع او نور.


 



  1. کاريابي او اقتصادي پرمختيا

هره ورځ د بیکاره ځوانانو لښکرې ایران او پاکستان ته روانې دي چې په دغو هیوادونو کې ورسره ډیر نا انساني چلند کیږي. نورو هیوادونو ته په لارو کې په سلونو او زرونو ځوانان په بحرونو کې ډوبیږي او نورې بلاوې پرې راځي.


کار باید اهل کار ته وسپارل شي خو دلته د قومونوپه نوم ډلو، کورنیو او اشخاصوته ورکړل شوی دی.


فیشني او مصرفي کلتور چې په لویو ښارونو کې افراط ته رسیدلی، هم د اقتصاد ملا ماتوي او هم د کلتور. د ازاد بازار په نوم چې کومه اقتصادي انارشي بر افغانستان حاکمه شوې، بیلګه یې په هیڅ بل ځای کې نشي پیدا کیدای.


 



  1. ملت جوړونه

افغانان تر ټولو ګاونډیانو د ملت جوړونې لپاره ښې هیلې او زمینې لري. د اشتراک ټکي پکې خورا ډیر دي چې په هغوی کې مهم یې دين، شریک کلتور، تاریخ، جغرافیه، دولت  (اردو، پارلمان، حکومت، قضا……)¸ګډې اقتصادي ګټې راتلی شي. خو د بحث ځينېټکي شته چې باید د روڼ اندو تر منځ پرې ازاد، بې تعصبه او واقعبینانه بحث کیدای شي لکه: اکثریت او اقلیت (قومي، مذهبي، ژبنی)، ژبه، مذهب (سني او شیعه)، واک او نماینده ګي، د منابعو عادلانه ویش، متوازن انکشاف، هویت، ځینې تاریخي مسلې او نور.نوو مشرانو ته پکار ده چې مسایل د حل لپاره بحث ته وړاندې کړي، په پټولو مسلې نه حلیږي بلکې په عقدو بدلیږي.


 



  1. په افغانستان کې د ثبات او ټولينز انسجام  زنځير

کله چې په افغانستان کې د دولت، روحاني مشرانو او قومي مشرانو تر منځ یووالی او همغږي موجوده وي، ثبات هم وي، چې انکشاف ته زمینه جوړوي، خو که دغه ځنيځیر تړلی نه وي، نو دلته ستونزې او بې ثباتي حاکمه وي. دا د اوسنیو او راتلونکو مشرانو دنده ده چې دغه ځنځیر تړلی وساتي او پری نږدي چې وشلیږي یا شلیدلی پاتې شي.






  1. درې مزمنې ستونزې او زموږ د تعبير غلطي: په اسلامي نړۍ او افغانستان کې درې مزمنې ناروغۍ لا هم مخې ته پرتې دي. ولس په خرافاتو کې ډوب دی، د دین له اصلي جوهر او رښتینو پیغامونو بیخبره دي او په ناوړه عنعنو او رواجونو کې نښتی دی، دولتونه زیاتره فاسد، مستبد او دکتاتور دي، او له بهره استعمار راباندې په رنګارنګ نومونو راج چلوي. روڼ اندي مو هم زیاتره وایي چې په نړۍ کې یو ملک هم پوره ازاد نه دی، او موږ خو غریب خلک یو، موږ او ازادي ډیر سره لیرې یو. له بلې خوا دوی فکر کوي چې له ټولنیزو خرافاتو او دولتي فساد نه به مو لوی قدرتونه ژغوري او موږ ته به انساني ټولنه او نیکمرغي او د بشر حقونه او نور ښکلي سوغاتونه راډالۍ کوي. خو همدا تیروتنه ده. پردي چا ته نه څه جوړوي او نه څه شی ورکوي، بلکې موجود یې ورانوي او څه چې لري هغه ترې اخلې. ځوانان فکر کوي چې ترقي او انکشاف او عصري توب په غربي کیدو کې دی، خو دغه ظاهري خبرې رنګین دامونه دي. د انسان فطرت لا تر اوسه هماغه د قابیل او هابیل دی، اوس هم غربي انسان د بقا لپاره په جګړه باور لري او ځکه تر ټولو وژونکې وسلې لري او لا یې جوړوي. افغان راتلونکي مشران به یو لوی مسولیت لري، چې د تعلیمیافته ګانو د تعبیر د دغو غلطیو د سمولو لپاره هم کار وکړي او د ولس د ذهنونو د روښانولو لپاره هم. د استبرداد کچه به هله کمیږي، چې په ولسونو کې ظرفیتونه ډیر شي، څومره چې ولس توانمنیږي، دولت يې حقونو ورکولو ته نرومیږي. له استعمار نه د خلاصون او د حل دایمي لار پخپل ځان باور او پخپلو پښو ودریدل دي او بس  




1 د جنوبي امریکا، سنګاپور او ایرلنډ د مشرانو بیلګې مې د ډاکتر اشرف غني له کتاب (د ناکامو دولتونو رغول  (Fixing the Failed States) څخه را اخسیتي دي.