د خیښي کتاب دویم څپرکی هغو لومړنیو ګامونو ته ځانګړی شوی دی چې په وردګو کې د دوو کورنیو تر منځ خپلو عزیزانو ته د نکاح او خپلوی په موخه ایښودل کیږي. دغه ګامونه له یوې کوچنۍ سریزې، د پیغلې کتنه، د پیغلې خوښول، رویباري، د دواړو لوریو خوښه، دعا، نښه یا مالګه او مبارکۍ څخه عبارت دي چې ګام په ګام به د ګرانو لوستونکو د مطالعې وړ و ګرځي او په لومړي سر کې د همدې څپرکي سریزه ستاسو درانه چوپړ ته وړاندې کیږي.
وردګ د پښتنو د لوی ټبر یوه مهمه څانګه یا پښه ده او د وردګو په ټولنه کې د پښتنو د لوی ټبر د نورو پرګنو په څیر چې کله هلک او نجلۍ د ځوانۍ داسې مرحلې ته ورسیږي چې باید نوې کورنۍ تشکیل کړي نو د لازمو امکاناتو، کور، ولور او د لګښتونو په پام کې نیولو سره د دوی مور، پلار، مشران، وروڼه، خویندې او یا د کورنۍ سرپرست د دوی د کوزدې په هکله فکر کوي. خو پخپله له ځوان هلک او ځوانې نجلۍ سره به هرو مرو دا فکر پیدا کیږي چې نور نو د دوی د ماشومالي او نوې ځوانۍ مرحله مخ په تیریدو ده او هغه وخت را رسیدلی دی چې دوی د خپل قسمت، برخې، قلم او الهي تقدیر له مخې د خپل ژوند ملګری انتخاب، نوې کورنۍ تشکیل، د شرعي نکاح له لارې ګډ ژوند پيل او د پلار او مور په توګه د خپلو تنکیو او خوږو ماشومانو د زیږولو او روزلو د مسوولیت څخه ډکې مرحلې ته داخل شي.
د همدې موخې لپاره په وردګو کې لومړی غږ د هلک د کورنۍ له خوا پورته کیږي او زموږ په ټولنه کې هیڅکله د نجلۍ پلرګنۍ چاته نه وایي چې ګواکي د هغوی لور ځوانه شوې او د کوزدې او واده کولو مرحلې ته نږدې شوې ده او پلانکي هلک ته یې ورکوي یا له پلانۍ کورنۍ سره دوستي کوي. همدارنګه د وردګو په ټولنه کې د مروج عرف له مخې دا خبره ډیر ستر عیب ګڼل کیږي چې که یو څوک ووايي چې زما لور پیغله شوې او پلانکي ځوان ته یې په نکاح ورکوم. بلکي کله یې چې خور یا لور د کوزدې مرحلې ته ورسیږي نو غوږ یې نیولی وي چې څوک به ورسره د خپلې ځوانې پيغلې په هکله د دوستۍ د تړون وړاندیز کوي او دوی به له ژور غور او دقت څخه وروسته د هو یا نه ځواب ورته وایي. له بلې خوا زموږ په ټولنه کې ځوان هلک په پټه یا ښکاره توګه خپلې مور، خویندو، همزولو او ملګرو ته دا خبره څرګندولی شي چې ګواکي ولې واده نه ورته کوي؟ یا خو دا چې په کور کې ناغیړي را واخلي او ځینې داسې اعمال ترې صادریږي چې د نورو ورته پام شي او د واده لپاره د ځوان غوښتنه منعکس کړي خو پیغله نجلۍ هیڅکله دا حق ځانته نه ورکوي چې د دې خبرې اظهار وکړي چې ګواکي ولې یې د خپل قسمت کور ته نه واده کوي. له همدې کبله د ځینو کورنیو پيغلې له پیغلتوب وروسته د ډیر وخت لپاره د خپلو پلرونو په کورونو کې پاتې کیږي. حتی خبره تر دې حده را رسیږي چې له کوم شرعي عیب، ځانګړې ناروغۍ او یا ستونزې پرته ځینې پلرونه خپله یوه لور د زوی په نامه او ځینې وروڼه خپله یوه خور د ورور په نامه پخپل کور کښینوي چې بکره ورته وايي او نوموړې ښځه هم د افغاني غیرت او شرم له مخې د خپل سر ویښتان د پلار او یا ورور په کور په داسې حال کې سپینوي چې د کورنۍ ټولو غړو ته محتاجه وي، هیڅوک ورته په ښه سترګه نه ګوري او بالاخره د زړه ګڼې هیلې قبر ته ور سره وړي.
په وردګو کې د کوزدې لپاره د تصمیم نیولو پروسه مختلفې مرحلې لري چې خو مخکې له هر څه د دې خبرې واضح کول ضروري دي چې په زموږ په ټولنه د ځوانانو وروڼو او ځوانانو خویندو تر منځ د واده په هکله نوبت مراعات کیږي په دې مانا چې هڅه کیږي څو لومړی مشرانو ځوانانو او پيغلو ته ودونه و شي او بیا په ترتیب سره هغوی ته چې په دوی پسې وي خو ډیره لږ داسې پیښه شوې چې له مشر ورور څخه دې کشر ورور او یا له مشرې خور څخه دې کشرې خور ته د مخه واده و شي.