کور / هراړخیز / کرکټ دملي یووالي سمبول

کرکټ دملي یووالي سمبول

هلکه مبارک شه ، لوبه  مو وګټله ، دچانه مو وګټله ، د سکاټلیڼدنه مو وګټله ، د هالینډ نه موو ګټله ، هندوستان سره مقابله ده .
نن به حمید حسن بیا دزمري پشان بالنګ کوي ، نن به بیا مقابل اړخ ته ماتې ورکوي ، څومره ښایسته تماشه ده ،جوړه ننداره ده او د پاکستان سره مبارزه ده دا هغه چیغې وې چې هر ځآی کې به زمونږه د ګران هیواد په کورونو کې ،هو ټلونو کې او بازارونو کې خپرې وې .
ګورئ کریم خان بالنګ کوي ، شهزاد بیټنګ کوي او نبي عیسي خیل شپږیزه ووهله ، سل رنزه یې وکړه دا خبرې به دلوبو په منځ کې کیدې ، کرکټ زمونږه هیواد ته په داسې وخت کې راغی چې دا یې د هرچانه هیره کړه چې څوک پکې دکوم ځآی دی او نه چا داپوښتنه کوله ، زمونږه هیواد وال چې دکوم څیز نه زیات خوښیده هغه دکرکټ لوبه وه ، کله به چې مو دکرکټ لوبه وګټله نو هرې خواته به جشنونه وو، د خوشالیو اوازونه به وو او ګرم ګرم اتڼونه به وو ، د مټایانو بارانونه به وو او د هیواد لوبډله به چې راتله نو هوایي میدان کې به ورته خلک د خوشالئ نه په انتظار ولاړ وو ، په څنګ کې به دیار ولاړوو ،
خلکو به ځان سره ګلان وړل او دا به یې ځان سره ویل چې الحمدالله زمونږه شازلمیان راروان دي ، زمونږه اتلان راروان دي ، دکرکټ لوبغاړي راځي ، میدان نه به چې زمونږه لوبغاړې راوتل او ننګرهار ته به راتلل نو سم د موټرو او ګاډو یو کاروان به ورسره راروان وو.کله به چې کومه لوبه شروع کیدله نو مونږه به هم چیغې وهلې او ګرم نرم شعرونه مو دخلکو غوږو ته رسول چې ؛
ګورئ بیا مقابله ده
ګورئ جوړه تماشه ده
افغانان لکه زمریان
په کرکټ کې اتلان
څملوي نن حریفان
یو زمری مو نوروز خان
بل زمری دی شهزاد خان
واړه واړه ټول زمري دي
دمیدان دي اتلان
دافغان وطن بچیان
ای تمکینه لاس په دعاشه
په زارئ او التجاشه
دکرکټ لوبه دحق ده
بیا ګټي یي افغانان
څملوي نن حریفان
میچ ګټي به په میدان
دي تکړه مو شازلمیان
 
کرکټ بورډ هم ډیر کوشش کاوه او دا خبرې هم پکې نه وې چې لوبډله کې باید څوک راشي ، زاخیلوال صیب هم ډیره دلچسپي پکې اخیسته او دقیقه په دقیقه به یې دلوبې نه ځان خبراوه .شهزاد مسعود او که حامد کرزی هغوی هم ځان د کرکټ دحالاتو نه خبرول ، اتصالاتو به زمونږه لوبغاړي دراتګ سره سم نازول او په خوشالئ به یې رخصتول او ددې سره به عام خلک هم خوشاله وو او لوبغاړي به هم دخوښیو په جامو کې وو،
لنډه دا چې کرکټ په ټول هیواد کې دملي یووالي یو سمبول ګرزیدلی وو او هیچاته دا پته نه وه چې کریم خان دکوم ځای دی ، شاپور خان دکوم ځآی دی او منګل خان دکوم ځآی دی ، بس خلکوته همدې خبرې کفایت کاوه چې زمونږه دټیم لوبغاړي دي زمونږه د ټیم اتل دی ، د کامیابئ سره مل دی او زمونږه شمله ده .
کرکټ په
ملي یووالي کې چې افغانانو ورته سخت ضرورت درلوده ډیر رول لوبولی وو ، ټولو افغانانو به دمیچ دوران کې دعا کولې او حتې یو ځای کې مې یو وړوکي ماشوم ولیده چې دخپلې لوبډلې د بریالیتوب لپاره یې دوه رکعته لمونځ وکړ او دعایې کوله چې خدای دې وکړي چې زمونږه لوبډله دا لوبه وګټي ،ز مونږه لوبډله کامیابي ترلاسه کړي او خوشاله راستنه شي.
یو دم نن سباکرکټ نوی موړ اختیار کړ ، اوس په رسنیو کې که ګورئ او که د عامو خلکو نه اورئ دکرکټ باره کې مخلتف النوع نظریات لري او داسې څرګندونې کوي چې دکرکټ نه به دې زړه تور شي ، داسې خبرې کوي چې حیران به شي ، پریشان به شې او درسره به فکر فکر پیدا شي چې دې کرکټ کې څنګه نورې لوبې ګډې شوي ، کرکټ د ملي یووالي دسمبول په ځای اوس ولې دنورو لوبو سمبول شو ، چې پکې سیاسي لوبه ، سفارشي لوبه او وغیره وغیره شاملې شوې او کرکټ یې دملي یووالي دسمبول په ځای د سفارشونو او واسطو مرکزشو. نن عبدالله جان عادل هم خفه دی چې زه باوجود له دې نه چې ښه لوبه کووم د ایرلینډ دټور نه پاتې شوم ، حمید حسن هم خفه دی چې بورډ مې اوس پوښتنه نه کوې ، تاج ملوک هم وايي چې کرکټ اوس کرکټ پاتې نه شو .
 
یو چارواکی په بل تور لګوی او هغه بل یې بیا په بل لګوي او همدارنګه په کرکټ کې دا نوې لوبه دوام لري ، زه وایم زاخیلوال صیب ته دبورډ رییس یې ، ستا تر ټولو دروند مسوولیت جوړیږي چې دکرکټ نه دا لوبې ختمې کړې او کرکټ صرف کرکټ پاتې کړي کنه خدانخواسته ډیر غټ زیان به وکړو ، تاوان به وکړو ، بیا به نه یواځې کریم خان ژاړي بلکه ورسره به حمید حسن او شاپورخان هم ژاړي چې زمونږه دبریالیتوب لوبه اوس ولې دخندا باعث وګرزیده ، زمونږه د اتلتوب لوبه ولې د سفارشونو نه ډکه شوه ، له دوی سره سره به دا مظلوم افغان ولس هم دملي یووالي ددې سمبول سره اړیکه پرې کړي او هر سړی به دکرکټ دنوم نه تښتي اوس هم لا سري وخت دی اوبه دورخ نه تیرې شوي نه دي .
خدای دې وکړي چې زمونږه دکرکټ دلوبې نه نورې لوبې ختمې شي او کرکټ یواځې په خپل اصلي حالت کې پاتي شي ، امین