د افغانستان پر وړاندې د امريکا او نړيوالې ټولنې هر مثبت ګام اخستل د ګاونډيو هېوادونو پر وجود د چاړې يو ګزار دى او دوى داسې فکر کوي، چې په با ثباته افغانستان کې زموږ خير نشته. ځکه په بې ثباته افغانستان کې يوازې دوى ناروا ګټې تر لاسه کوي، د خپلو ګټو لپاره د افغانانو د بربادۍ په کيسه کې نه دي او نه يې هم د دې هېواد په ورانولو کې ځنډ راځي، خو په دې کار کې نورې نړۍ ته امن او ثبات نه شي ورکولاى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن د شنبې په ورځ، چې د روان ١٣٩١ کال د چنګاښ اولسمه نېټه کيږي له توکيو کنفرانس له پيل يوه ورځ مخکې په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلې وه.
مېرمن کلنټن چې کله له ولسمشر کرزي سره يو ځاى د خبريالانو پر وړاندې راښکاره شوه، نو هغې په خپلو خبرو کې وويل، چې افغانستان به له دې وروسته د امريکا له پوځي او امنيتي مرستو نه برخمن شي. کلنټن زياته کړه، چې موږ نن ډېر خوشاله يو، ځکه د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما نن په رسمي ډول افغانستان د ناټو له چوکاټ نه د باندې خپل متحد او ملګرى اعلان کړ. د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې په خپلو څرګندونو کې وويل، چې موږ دې ته د افغانستان سره د خپلو کړو ژمنو د پوره کېدو په سترګه ګورو او زموږ هڅه به دا وي، چې افغانستان د پخوا په څېر يوازې پاتې نه شي.
د امريکا متحده ايالاتونو د بهرنيو چارو وزيره او يا هم د کوم بل هېواد لوړ پوړى چارواکى که دا ډول څرګندونې کوي، نو ګاونډي هېوادونه په لړزه راولي، ځکه ګاونډي هېوادونه افغانستان په داسې حالت کې نه شي زغملى، چې له دوى نه په نړيوالو اړيکو کې غښتلى او د يوه قوي هېواد سره نژدې اړيکې ولري.
د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې، چې څه موده وړاندې په پلازمېنه کابل کې جوړ شوى و، د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي په څرګندو ټکو کې وويل، چې موږ د امريکې او افغانستان تر منځ ستراتيژيک تړون اندېښمن کړي يو او دادې سيمې د هېوادونو د امنيت لپاره خطر دى.
له دې وړاندې هم ايران او يو شمېر نورو ګاونډيو هېوادونو د افغانستان د پرمختګ د درولو او په مخکې يې د خنډونو د پيدا کولو لپاره هر ډول هڅې کړي دي. د مثال په ډول ايران په هرات، نيمروز، هلمند او نورو هغو ولايتونو کې چې د ايران پولې ته نژدې پراته دي، وسله والو ډلو ته وسلې ورکړې، تر څو په افغانستان کې افغاني ځواکونه ووژني، پلونه، سړکونه، ښوونځي، روغتونونه او نور عامه شتمنۍ له منځه يوسي، تر څو په دې سره سيمه نا ارامه شي او دا هېواد له خپل حق څخه محروم کړل شي.
ددې تر څنګ ايران په افغانستان کې مذهبي تعصوبونو ته لمن وهي، تر څو له دې لارې د افغانانو ملي يو والي ته زيان ورسوي او خپلو شومو اهدافو ته په کې ځان نژدې کړي. همدارنګه ايران په افغانستان کې يو شمېر رسنيو او اشخاصو ته پيسې ورکوي، تر څو د دوى کلتور په افغانستان کې عام کړي او بل خپل فکر د افغانانو په ذهنونو کې ور پيچګري کړي. همدارنګه په دې اوس وختونو کې د ننه په ايران کې حکومت اعلان وکړ، چې پر افغان مهاجرينو به د څښاک اوبه او نور خوراکي توکي نه خرڅيږي، چې اوس هر افغان سره پيسې وي، خو څوک په خپلو پيسو ورته خوراکي توکي نه ورکوي. لنډه دا چې د ايران زړه هر څه وغواړي، نو پر افغانانو يې کوي.
اوس چې کله د شنبې په ورځ د امريکا د متحده ايالاتو حکومت افغانستان د ناټو نه اخوا خپل نژدې ملګرى او متحد اعلان کړ، نو پر ايران او يو شمېر نورو ګاونډيو هېوادونو يو ځل بيا ژېړۍ تبه راغله، ځکه افغانستان سره به له دې وروسته امريکا په امنيتي او پوځي هر ډول مرستو کې زياتوالى راولي او افغان دولت به ډېر ژر پر خپلو پښو ودريږي.
کېداى شي له دې اعلان وروسته د افغانستان د پرمختګ دښمنان هڅه وکړي، تر څو په دې هېواد کې خپلو ورانيو ته لا هم زور ورکړي او زموږ هېواد به يو ځل بيا د نا ارامۍ مرکز کړي. خو افغانان به خپلې حوصلې د غرونو په شان دنګې او قوي ساتي، تر څو زموږ دښمنان د تل لپاره مختوري وي او زموږ په هېواد کې خپلو شومو اهدافو ته ونه رسيږي.