کور / هراړخیز / افغانان دکړاوونو ژوندي شهیدان

افغانان دکړاوونو ژوندي شهیدان

هره ورځ واورئ ، هره ورځ ګورئ ، درادیو څخه د تلویزون څخه او یاهم دانترنیټ څخه ، د اسلسله ډیره پخوانئ ده چې لا تر اوسه دوام لري ، دا سلسله هغه سلسله ده چې په کې تیرو دیرشو لسیزو کې هره ورځ یو نوی ناورین دی ، د هر افغان زړه پکې خوړین دی او هر افغان پکې غمګین دی .
دا سلسله د قربانئ ده ، داسلسله د اتلانو سلسله ده ، د افغانانو سلسله ده او دژوندیو شهیدانو سلسله ده ، د عینو دکاریز څخه تر جلالکوټه پورئ ، د پنجوایي څخه تر هسکې مینې پورې او دلوګر دسجاوند څخه تر قلعه دهلمند پورې دا سلسله غزیدلې ده ، دا سیمه ژړیدلې ده او کړیدلې ده ، په دې سیمو کې افغانان قربان شوی دي ، اتلان شهیدان شوي دي او ژوندي شهیدان پاتې شوي دي ،
دا وطن داسې وطن دی چې زمونږه چمن دی ، زمونږه ځآن دی زمونږه تن دی ، په دې وطن کې جنت ته هم خلک په دوو لارو ځي ، یو هغه شهید دی چې وژل کیږي ، چاړه پرې کش کیږي او زوریږي ، ددنیا نه رخصتیږي ، بل هغه غازي دی چې حلالول کوي ، وژل کوي او د تکبیر ناره باندې غږ پورته کوي ، کوم چې وژل کیږي هغه هم به دې توقع چې جنت به وینم ، حورې به وینم غلمان به وینم ،اوبه به څکم  دجنت د ویالو څخه ، دشهدو دچینو څخه او کوم چې وژل کوي هغه هم په طمع داجر دی ، په طمع درحمت دی ،
کوم چې پاتې افغانان دي ، هغه هم ژوندي شهیدان دي ، دکړاوونو دګاللو اتلان دي ، نه په ځآن دي او نه په جهان دي ، بس تل یې قرباني و رکړیده ، په سرو سترګو ژړیدلي دي ، بیا یې هم حوصله کړیده او په د ې فکر باندې ژوند تیروي چې نن دی که سبادی دواړه زمونږه دي او نن که تیاره دی سبا به مو روښانه وي ، نن که ظلم دی سبا به انصاف وي ، نن که بیعدالتي ده سبا به عدالت وي ، نن که حق حقدار ته نه سپارل کیږي سبا به حقدار ته حق ورسیږي ، ددې وطن ژوندي شهیدانو خپل مړي پخپلو لاسو لمبولي دي هغوی یې تدفین کړيدي خو بیا هم  ددې وطن کړیدلو ژوندیو شهیدانو صبرکړیدی او الله نه یې طمع د اجر کړیده .
ددې وطن ژوندیو شهیدانو چې دګل دانې کرلي دي نو ازغي یې ترلاسه کړیدي ، چاته یې چې زړه په اخلاص ورکړیدی هغوی یې زړه سوری کړی دی ، څوک یې چې خپل رهبر ګڼلي هغه زورولي دي ، ناارامه کړی یي دي او شوګیري یې پرې کړی دي ، ددې وطن ژوندي شهیدان یوه ګیله لري او هغه ګیله کې تل دا اواز کوي :
چې دګلو دانې وکرم اغزي شي
هر ګلرخ ته چې زړه ورکړم بازاري شي
پس چې زه اقتدا وکړم نو امام هم
دمسجد له کونجه پورته شي عاصي شي
زمونږ دوطن اوسیدونکي افغانان ، ددې خاورې باتور خلک او ژوندي شهیدان تل دا دعاکوي چې خدایه نور مو مه زوروره ، خدایه نور مو وطن کې رڼا راوله ، داسې رڼا چې وړانګې یې دلغمان نه تر پروانه پورې ، دسولې ځلا یې د ننګرهار نه ته مزاره پورې او خوشاله ماحول یې د پامیر نه تر شمشاده پورې خوره وره وي ، ددې وطن کړیدلي افغانان ، ژوندي شهیدان چې هره شپه سبا کوي په دې طمع یې سبا کوي چې راتلونکي به زمونږه وي ، زمونږه دبچیانو به وي او زمونږه رهبران به زمونږه مخلص خلک وي ، پاک خلک به وي او دوطن دخدمت اراده به لري ،
ددې وطن د ژوندیوشهیدانو حوصله د ستایلووړده ، صبر یې د ستایلو وړدی او اراده یې دقدر وړده ، دا وطن ګل وطن دی ، بلبل وطن دی خو بس دې چمن ته یو څو مالیاران پکار دي چې په ښه توګه دا وطن ښاد کړي ، دا چمن اباد کړي ، دا چمن داسې ساتونکو ته ضرورت لري چې له کینې پاک وي ، له تعصبه یې زړونه وینځل شوي وي آو د ملي احساس نه یې زړونه ډک وي ،
ددې وطن ژوندي شهیدان دې ته تیار دي چې ځان قربان کړي خو خپلوماشومانو ته راتلونکی روښان کړي ، دا کړیدلی ولس دې ته حاضر دی چې ځان باندې سخته تیره کړي خو د وطن بچیان په راتلونکي وخت کې ماړه وساتي ، خوشاله یې وساتي او سوکاله یې وساتي . دا وطن یو بل احمدخان غواړي ، دمیرویس پشانته ځوان غواړي ، او وزیر محمد ګل خان غواړي چې د وطن د ژوندیو شهیدانو هیلې پوره کړي ، دهغوی خوبونو ته تعبیر ورکړي ، دهغوی ارمانونو ته دعمل رنګ ورکړي او دددې ژوندیو شهیدانو تمناوې رښتیا کړې ،
ددې خاورې اوسیدونکي اوس په دې باور دی چې سبا به مو د سولې سندرې وايي ، په دې فضا کې به مرغان ازاد ژوند کوي . ددې خاورې بچیان د خپلو شهیدانو نیمګړي ارمانونه پوره کیدل غواړي ، دا وطن سمسوریدل  غواړي او په دې وطن کې ارامه او خوشاله ژوند کول غواړي ،
بس زمونږه هم دا دعا ده چې نور دې خدای دې وطن څخه شرونه ورک کړي ، څوک چې ددې وطن بده غواړي هغه دې خدای سپک کړي ، ددې وطن دژوندیو شهیدانو هیلې دې خدای رښتوني کړي او دا ژوندي شهیدان دې خدای نور نه کړوي امین ثم امین