د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ د افغانستان له سهيل کي د ماين چاودني يو بهرنى وواژه .
خبرپاڼي د تل په څېر د وژل سوي بهرني هويت او د هغه د وژل کېدو کره ځاى نه دئ په ډاګه کړى.
وسله والو طالبانو هم تېره ورځ د افغانستان په لراوبر کي پر بهرنيو ځواکونو د بريدو خبر ورکړى او په هغوى کي ئې د مرګ ژوبلي خبره هم کړې.