((عمر به تېر سي ګلبيداره دوصال په اميد
دم دهجران کله تېرېږي تر اجله پوري))
يقيناً همداسي ده ، ګلبيدار دهغه څه په اميد خپل ژوند تېر کړ کوم چي هيله يې لرله ، نن زموږ سره په مجسم ډول قرار نلري ، بلکه دخپل ابدي سفر په موخه يې دسفر موزې په پښو او دخپلو مکافاتو په لټه خپل سفر تر سره کوي
ارواښاد ((ګلبيدار)) هغه ظريف ، هنر پرور ، عاجز او رنګين شاعر وو چي دشمال لوېديزي او جنوب لوديزي پښتونخوا په ځانګړي ډول دلوئ کندهار پر اطرافو يې دميني ولولې دمقيد شعر په ژبه په رنګينو او جاذبو الفاظو اوس هم خپلي پلوشې دلمر دزر وړانګو غوندي ځلوي .
ارواښاد ((ګلبيدار)) په سيمو کي پرټولو هغه کسانو دا حق درلود چي دشعر په اړوند يې ټول هغه پيغامونه جذب کړي کوم چي دبشريت دنېکمرغۍ لاري ترې زده کېږي ، ددې ترڅنګ هغه پر فرهنګي کړيو دا حق لري چي کال پر کال يې دشاعرانه جهان يا دونه وسي ،خو څه ډول چي ښايي هماغسي يې حق ندئ ادا سوى ولي بيا هم ددې ليکني څخه مخکي هم دنوموړي ددېوان دچاپ په اړوند له هغه قدر منو څخه بايد قدرونه وسي چي په راټولونه کي يې دخپلو تنديو خولې بهولي دي
په نوموړي چاپ سوي دېوان کي ځيني ټکي وه چي بايد دراتلونکو غلط فهميو دمخنيوي په خاطر ملاحظې پر وسي او دموجوده لاسته راوړنو پر بنسټ ترميم سي چي په لاندي دوو فقرو کي يې زما تر وسه يادونه کولاى سو
· نوم : په نوموړي چاپ سوي ديوان کي د ارواښاد ((ګلبيدار)) نوم ((ګل محمد)) ليکل سوى دى ، کېداى سي نوموړو درنو ليکونکو دخپل تحقيقي پلټني عمق ته درسېدو لپاره دبيا تحقيق فرصت هم ټاکلى وي ، خو زما ليکوال دهغه تحقيق پر اساس چي دنوموړي دکورنۍ له نژدې غړو دهغه دوراره محمدکبير دزوئ محمدعمرچي دافغان يونايټد اداري ښوونيز مرکز محصل تېر سوئ او دارواښاد ګلبيدار دعمه دزوئ استاد ((عبدالغني قريشي)) دکندهار دپوهني رياست داوسني مشاور چي دکندهار دپوهني دپخواني مدير ارواښاد ((عبدالعلي خان )) زوئ کېږي په حواله ((ګل محمد)) نه بلکه ((محمدګل )) دى .
· ټبر : په اسلامي اساساتو کي دانسان دشخصيت جوهردهغه دکړو وړو پر بنسټ ټاکل کېږي ،څوک چي له الله وېرېږي هغه تر نورو مکرم دى او ……. خو په پخپل محيط کي له ټولني سره دتړاو ، او پېژند ګلوۍ په خاطر الله (ج) انسانان پرقومونو او شعباتو ويشلي دي چي دهمدې پدېدې په نظر کي دماضي ، حال او راتلونکي ږغيدل ښايي ددې ليکني تګلورئ پر بله بوزي دلته چي ددې فقرې ٣٦٠درجي دايروي خط دارواښاد(( ګلبيدار)) دټبر پر چاپير را ګرځي بايد وويل سي د نوموړي په ديوان کي دهغه ټبر کاکړ ښوول سوئ دى خو کله چي بيا ماته هم دنوموړي دښه ترا پېژندني او دراتلونکي لپاره دهغه کره پېژندني لپاره خلګو ته کوم څرک په لاس ور سي . دنوموړي دنامه په رابطه دهغه دکورنۍ له يادو کسانو څخه چي کوم معلومات لاسته راوړئ تر هغوئ برسېره مي له ښاغلي ((احمدولي قريشي)) چي په ١٣٨١ لمريز کال کي دکندهار دعالي دار المعليمن داجتماعياتو څانګي په څلرم سمستر کي زما ددې ليکني دليکوال قران مل استاذ او دټولګۍ نګران پاته سوئ په حواله ارواښاد ((ګلبيدار)) کاکړ نه بلکه په ټبر ((قريش )) وو
دارواښاد دشعر څېړني په رابطه درنوعلمي څېرو انجنيرصاحب شېرشا رشاد، استاد حيات الله رفيقي، استاد فضل محمد پنهان ، روح الله ساقيار، صديق الله ورورک او نورو درنو علمي څېرو خپلي ليکني او نظريات دهغه ياد غونډي پر مهال اورېدونکو ته وړاندي کړل ځانته فرصت نه ورکوم چي دهغه پرشاعرانه اړخ دي نور اضافه توب راولم . پخپل نوبت سره له هغو ټولو درنو څخه مننه چي دنوموړي دحق دادايني په اړوند يې زموږ غوښتني ته لبيک ويلى
ددې تر څنګ دافغان يونايټد اداري ښوونيز مرکز د((IT))څانګي له پرسونلو په مننه
دګران عبدالکريم ((مدثر)) هڅه دتقدير وړ بولم چي ارواښاد ګلبيدار په اړوند يې ديوې ټولګي په تاليف،کمپوز او اوډنه کي يې نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړيدي
په درنښت