د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه خبرپاڼه رالېږل سوې چي د افغانستان په سهيل کندهار ولايت کي د يولړ عملياتو خبر ورکړل سوى.
خبرپاڼه ليکي چي د دې ولايت په ژړۍ اولسوالۍ کي ئې د وسله والو طالبانو
پر هغه مشر چي د دې اولسوالۍ په سطحه ئې پر بهرنيانو او افغان ځواکونو بريدونه کول عمليات کړي چي په پايله کي ئې يوشمېر شکمن کسان نيول سوي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه نه تر اوسه افغان ځواکونو او نه هم وسله والو طالبانو څه ويلي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه