فیفا یا دفوټبال لوبې نړیوال فدراسیون مسلمانو نجونو ته ددې اجازه ورکړې ،چې دفوټبال دلوبو پرمهال پړونی پرسر کړي .
داتصمیم تیره ورځ دسویس په زوریخ ښارکې دفیفا یا دفوټبال لوبې نړیوال فدراسیون له لوري په یوه ناسته کې ونیول شو .
له دې وړاندې دمختلفو دلایلو پر بنسټ مسلمانو نجونو نشوای کولای ،چې دفوټبال دلوبې په جریان کې له حجاب سره یو ځای لوبه ترسره کړي.
همداډول فیفا په یوه بل مهم تصمیم کې دا تاید کړه ،چې له ګول نه په نظارت کې له ټکنالوژۍ کار واخیستل شي.
له دې وړاندې دفیفا رئیس جوسیف سب پلتر دفلم اخیستونکو کمرو دمسابقاتو په جریان کې ،چې نظارت باید
پرې وشي مخالفت کړی و.