کور / تازه خبرونه / له کندهار پوهنتونه ٢٠٨ تنه فارغ سول

له کندهار پوهنتونه ٢٠٨ تنه فارغ سول

کندهار افغانستان- د کندهار پوهنتون له څلورو پوهنځيو ٢٠٨ تنه نارينه او ښځينه محصلين فارغ سول او نن ورته د يو لړ خاصو مراسمو پرمهال بري ليکونه ورکول سول.
دغه محصلين د ياد پوهنتون د طب، انجينرۍ، کرهڼي او تعليم و تربيې له پوهنځيو فارغ سو ي او نن د پوره او جامع فارغانو په توګه ټولني ته وړاندي سول.
د فراغت په دې مراسمو کي د کندها روالي ترڅنګ د پوهنتون رئيس، د عينو بنياد رئيس، د ټولو دولتي ادارو رئيسانو، د پوهنتون مرستيالانو، استادانو او زدکوونکو او د تازه فارغو سوو محصلينو والدينو او خپلوانو برخه اخستې وه.
د کندهار پوهنتون رئيس ډاکټر حضرت مير توتاخېل په خپله پرانستونکې وينا کي ګډونوالو ته وويل ولسي پرمختګونه هغه وخت شوني دي چي ملتونه د علم په ګاڼه سنبال سي او دغه کار هغه مهال امکان لري چي ملتونه او حکمتونه په ګډه د لوړو زدکړو لپاره زمينه برابره کړي او تر وسه وسه پوري علمي کدرونه وروزي.
هغه زياته کړه چي کندهار پوهنتون دامهال په ٤٢ تحصيلي څانګو کي شاګردان روزي او يو لوى شمېر استادان يې د لوړو زدکړو لپاره بهرنيو هيوادونو ته هم لېږلي دي.
نوموړي همداراز وويل چي د زدکوونکو لپاره يې د پوهنتون په انګړ کي هم نام نويسه کارونه کړي چي پکښي د هوا پېژندني مرکز، د کرهڼي پوهنځۍ لپاره فارم، د طب پوهنځۍ لپاره معالجوي روغتون، د معلوماتي او تخنيکي تکنالوژۍ پرمختللى مرکز، د انګليسي او کمپيوټر مراکز او همداراز د شريعاتو پوهنځۍ لپاره د تمثيلي محکمې حال يې د يادوني وړ دي.
د پوهنتون رئيس همداراز وويل چي د انجينيرۍ پوهنځۍ کي په انګليسي ژبه باندي تدريس کيږي او پلان لري چي دغه لړۍ په نژدې راتلونکي کي د طب پوهنځۍ ته هم وغځوي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا محصلينو ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغوى فراغت په مجموع کي د افغانستان او په خاصه توګه د کندهار لپاره د خورا اساسي اهميته ډک وباله.
هغه خوښي وښوول چي په داسي يوه ښوونيز او علمي پروګرام کي برخه لري او زياته يې کړه چي دا او دېته ورته نور پروګرامونه د افغانستان د يوه روښانه راتلونکي لپاره خوشبيني زياتوي چي بايد پرې باور وسي.
نوموړي محصلينو ته وويل چي د افغانستان د غريبو او بېچاره خلکو پر وړاندي ددې ډلي مسؤليتونه له پخوا څخه څو چنده زيات سوي او مهمه ده چي دوى ورته پام وکړي او خپل زورېدلي ولس ته د سولي او پرمختګ پيغام ورکړي.
والي وويل چي په پوهنتون کي د تېر په پرتله زيات پرمختګونه سويو ولي دى بيا هم هڅه کوي چي تر دې دمه يې پر ځاى پرتې ستونزي ورته د خپلو امکاناتو او صلاحيتونو په چوکاټ کي حل کړي.
هغه له نړيوالي ټولني هم وغوښتل چي د افغانستان سره د ښووني روزني د پرمختګ په برخه کي مرسته وکړي او ددې سيمي استادانو ته دي په بهرنيو هيوادونو کي د لوړو زدکړو زمينه برابره کړي او همداراز دي له هغو هيوادونو يو شمېر استادان د افغانستان پوهنتونو ته راوليږي.

د فراغت په ننۍ غونډه کي د پوهنتون مرستيالانو، د ولايتي شورا استازي، د عينو بنياد مشر، محصلينو او د فارغينو والدينو هم خبري وکړې او په وار سره يې د پوهنتون پر پرمختګونو او ستونزو باندي بحث وکړى