د ښوونځيو د سوځولو او تړلو تر څنګ له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو او سيمو کې په زرګونو زده کوونکي په ښوونځيو کې د زده کړو پر مهال په ناڅرګند ډول مسموم شوي او دا غمجنه لړۍ همداسې روانه ده .
زموږ په اند د ښوونځيو د تړلو او سوځولو په پرتله د زده کوونکو د مسمومېدلو ابعاد لا پراخ او خطرناک دي، ځکه چې په يوه ښوونځي کې د مسموميت د پېښې له امله ګڼ شمېر نور زده کوونکي هم ښوونځيو ته د تګ زړه نه ښه کوي او يا يې هم ميندې او پلرونه له همدې امله نه غواړي چې اولادونه يې ښوونځيو ته لاړ شي او په ناوړه برخليک اخته شي.
له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې دغه خطرناکه لوبه روانه ده، خو تراوسه پورې د افغانستان امنيتي او استخباراتي ځواکونه په دې نه دي توانېدلي چې د پېښې عاملين ونيسي او يا يې اصلي انګېزه خلکو ته په ډاګه کړي.
دغه راز د افغانستان عدلي طب هم تراوسه په دې نه دى توانېدلى، چې معلومه کړي دا څه ډول زهرجن مواد دي چې زده کوونکي پرې مسمومېږي، له کومه ځايه راوړل کېږي او يا هم چېرته جوړېږي؟ دوه کاله د مخه وويل شول، چې د مسمومو زده کوونکو د وينې بېلګه د معايناتو لپاره امريکا ته لېږل شوې او په ډېر لږ وخت کې به يې پايلې په ډاګه شي، خو تر اوسه پورې د هغو معايناتو پايلې څرګندې نه شوې او نه د پوهنې وزارت په دې اړه څه وويل.
رسنيو چې هرکله هم په دې اړه له پوهنې وزارت سره اړيکه نېولې، نو يواځې له يو ځواب سره مخ شوي، چې دوې اونۍ وروسته، يوه مياشت وروسته او يا ډېر ژر به يې لاملونه څرګند شي او مخنېوى به يې وشي، خو تراوسه په دې اړه هېڅ نه دي شوي.
اوس پوښتنه دا ده، چې د دغې لوبې تر شا د چا لاسونه دي؟ څرنګه چې په باميانو او يا يو شمېر شمالي ولايتونو کې د وسلوالو طالبانو فعاليت ډېر محسوس نه دی، نو یقيناً چې لوبه ډېره پېچلې ده او د نورو لاسونو احتمال هم نه شو ردولی.
دا چې د دې لوبې تر شا د سيمې استخبارات، پوځي ډلې او يا ځينې افراطي کړۍ لاس لري او يا هم دا د زبر ځواکونو کومه بله دسيسه ده؟ دا هغه پوښتنې دي، چې د ويښ افغان ټولنيز- اصلاحي تحريک يې په اړه جدي اندېښنې لري.
دا زهرجنه تګلاره که د نړيوالو زبرځواکونو وي، که د بې رحمه ګاونډيانو وي او يا هم د جاهلو افراطي ډلو، بېشکه چې دوى په نړۍ کې تر ټولو خطرناک ترهګر او د بشري حقونو ډېر ناځوانه سرغړوونکي دي.
که څه هم نړيوالې ټولنې د دغې موضوع په اړه هېڅ غبرګون نه دى ښودلى او يا يې هم ډېره عادي ګڼلې ده، خو زموږ لپاره تر ټولو خطرناکه او د اندېښنې وړ ده. ويښ افغان بې سوادي او ناپوهي د روانې غمېزې د اوږدېدو ډېر مهم لامل ګڼي او يقيناً چې دښمنانو همدغه ټکي ته په توجه سره زموږ له ښوونځيو، زده کوونکو او ښوونکو سره دښمني را اخېستې ده.
موږ د افغانستان پر حکومت او نړيوالې ټولنې غږ کوو، چې د پوهنې له بهير سره د هر ډول دښمنۍ پروړاندې د شعاري چلندونو پر ځای يوه کوټلې، اغېزمنه عملي تګلاره غوره کړي او ديوې ډېرې حياتي مسألې په توګه اهميت ورکړي.
څرنګه چې د افغان غميزې په اړه د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت کړنې تر اوسه زموږ د ډاډ او قناعت وړ نه دي ګرځېدلي او تر دې وروسته هم ډېره تمه نه شي ترې کېدای، نو له همدې امله موږ پر افغان ولس غږ کوو چې له خپل پوهنيز بهير او بنسټونو څخه د خپلې ملي بقا د يوه بنسټيز اصل په توګه دفاع وکړي او په دې برخه کې په ولسي کچه لارې چارې وسنجوي.
موږ د افغانستان پر ټولو سياسي او ټولنيزو سازمانونو، د مدني ټولنو پر بنسټونو، قومي مشرانو او ديني عالمانو غږ کوو چې له خپلو ښوونځيو څخه د ملي ناموس په توګه د دفاع لاسونه سره ورکړي او په دې لاره کې عملي ګامونه اوچت کړي. ويښ افغان ټولنيز- اصلاحي تحريک د افغانستان له پوهنيز بهير څخه د دفاع لپاره د يوې لويې ملي غونډې د جوړېدو غوښتنه کوي او په دې برخه کې خپل هر راز تياری اعلانوي.
په درنښت
ويښ افغان ټولنيز- اصلاحي تحريک