شیکسپیر یو ځای لیکلي دي چي ټینګ تر ټینګ انسان به هم د غاښ درد و نسي زغملای . ددې ټکي رښتنولي یوازي هغه څوک احساسولی سي چي هغوی د شیکسپیر یا زما غوندي د غاښ درد لیدلی وي ، کنه نو عام خلک چي دا فقره لولې نو بې اختیاره خاندي او وايي : دا شېکسپیر هم څومره بې غیرته سړی وو ، که چیري يې د غاښ پر ځای د ملا درد یا د ځیګر درد ویلی وای کیدای سي ما ورسره منلې وای ، نو د غاښ درد ….. تر داسي اندازې چي کله هغه د شپې پر ۱۱ بجې د غاښ درد را ټینګ کړي او په لومړیو کي هغه ځان ټینګ ونیسي او د شیکسپیر د درواغجن کولو ناکامه هڅه کوي او زړه ته داسي تسلی ورکوي چي ارواښاد غالب خو هم فرمایلي دي چي :
((درد کا حد سې ګزرنا هې دوا هو جانا ))
درد له حده تېریدل خپله درمل دي
نو خامخا د خواشني کیدو څه اړتیا ده . چي کله دوې ورځي وروسته دا درد هغه په شپه کي هیڅ خوب ته نه پریږدي او ده بیا د کور نور غړي بې خوبه کړي وي ، نو ده ته د شیکسپیر خبره تر یو اندازې رښتیا بریښي . په سهار وختي هغه خپل ځان د کوم غاښ جوړوونکي د دکان په انتظار ځای کي مومي .
هم داسي یوه پېښه تېره اونۍ په ما وسوه ، هسي خو زه د هر ډول درد سره بدل یم ، خو دا نه وه راته څرګنده چي د غاښ په درد کي هغه خواري پرته ده چي د زړه ، پښتورګي او ځیګر درد یې په وړاندي ((بیخي راحت )) دی . نو کله چي د درو شپو پرله پسې دردونو تیرولو او د هر همسایه د تجربې څخه په ګټي اخستلو هم درد ارام نسو ، نو د ډاکټر اندر کمار د دکان لار مي و نیوله . هغه د غاښونو د ناروغانو ماهر دی او غاښ د بریښنا په مرسته کاږي ، کیداسي هم دغه شیانو زه د هغه خواته کش کړی یم .
(( ژر زما چپه داړه د برق په رزیعه و باسه ))
ډاکټر صاحب په حیرت ماته کتل و یې ویل کښینئ. له کوم ځایه راغلي یاست ؟ (( تاسو زما څخه زما د لاري او کار بار پوښتنه وروسته کولای سي لومړي زما دا غاښ و کاږه )) ډاکټر صاحب وویل : کښینئ د بیري هیڅ خبره نسته اوس دستي به دي غاښ و باسم . له دې وروسته هغه پر ما د پوښتنو بمباري شروع کړه . دبیلګي په ډول . ((له کومه وخته درد کوي ؟ ولي درد کوي ؟ په لوړه زامه کي دی، که کښته ؟له دې مخکي دي هم غاښ کښلی دی ؟ ایا یوازي یو غاښ کښل غواړې ؟؟)).
اوس نو زه وم او له درده بې تابي او د هري پوښتني د ځوابولو همت راکي نه وو ، خو دا ډاکټر وو چي مسلکي او برابر یې مسل . کله چي هغه زما له دوه درې ځله منع کولو سربیره بیا هم غاښ په خپل ډول وښوروی او له درده به یې زه بېهوښۍ ته نژدې کړم نو یقین یې راغی چي رښتیا هم غاښ درد لري . ما ورته وویل (( صاحبه ! ژر کوی په بریښنا سره زما غاښ و باسئ )) راته وویل سوه (( نن برق خراب دي ځکه نو غاښ باید په لاس و باسم )) .
تر هغو چي سامان ګرمیدی ډاکټر صاحب ماته د غاښ د خرابوالي له امله پر پیدا کیدونکو ناروغیو لکچر را کړ . د هغه په اند د نړۍ ټولي ناروغۍ د غاښونو د خرابوالي له امله را منځ ته کیږي ، له بد هضمې نه نیولې تر سل ناروغي پوری د ټولو ناروغیو علاج د غاښ کښل دي . ډاکټر صیب د لکچر به برخه کي ددې ملک د خلکو پر عادتونو هم رڼا واچول مثلاً ددې ځای خلک ډیر بې پروا دي په امریکا او انګلستان کي هر کس په کال کي څلور ځلي د خپلو غاښونو صفايي کوي خو دلته تر هغو خلک د غاښ جوړوونکو دکان ته نه ورځي چي یا یې غاښ چنجی نه وي کړی او یا یې ورۍ خوړینه سوې نه وي ، د افسو خبره خو دا ده چي ستاسو خوندي لوستي خلک هم د خپلو غاښونو هیڅ پر وا نه ساتي . که خلکو لږ احتیاط هم کړی وای نو نن به یې ستونزه حل وه .
دا ډول جملې هغه په یوه ساه وویلې تر داسي اندازې چي ما پر خپل حال افسوس وکړ او دا مي و ګڼل چي زموږ د هیواد رښتني خیر غوښتونکی خو دی دی . که چیري دا ډاکټر صیب نه وای خدای خبر زموږ د هیواد به څه حال وو .
کله چي اوزار ګرم سوه نو ډاکټر صیب وویل اوس به پیچکارۍ درته ولګوم د پیچکارې له نوم نه مي له اولي ورځی کرکه کیږي . خو بیا هم ډاکټر صاحب ټنګار کوۍ چي پیچکارۍ لګولو سره به هیڅ درد احساس نکړم . وروسته مالومه سوه چي هغه له څومره مبالغې کار اخلی ځکه پیچارۍ هم و زورولم . له پیچکارۍ وروسته هغه انبور روا خستی اوس نو هغه ماته د انسان پر ځای د مرګ فرشته په نظر راتله . په زړه کي مي وویل چي همت وکړه او له دې ځایه منډه کړه . ما پورته کیده غوښتل چي هغه لږ په نرمي را غبرګه کړه (( زه تاته دولسم وار وایم ، چي هیڅ درد به ونه وینې )) ما په بنده ژبه وویل (( زه دولسم ځل تا پوهوم چي زما ستا پر خبرو یقین نه راځي )) هغه معامله اوږدول نه غوښتل ماته یې د خولې پرانستلو امر وکړ ، غاښ يې د امنبور په خوله ورکړ او ما احساس کړه چي نور نو د وصیت کولو دوستانو او قریبانو ته د وروستي غوښتني د وړاندي کولو وخت رسیدلی دی . په دې وخت کي هغه انبور ته قوي جټکه ورکړه درد له حده تیر سو هغه دوهم ځل امبور و ښوروی او ما داسي و ګڼل چي حتماً یې زما د وژولو پرېکړه کړې . دا وخت نو د غاښ او انبور تر منځ منظمه کشتي روانه وه .
غاښ پر خپل ځای دومره کلک کوو لکه قطب منار چي له زرګونو زلزلو وروسته پر خپل ځای ولاړ دي . خو په دې کشمکش کي زه په مفته کي حلالیدم . دا حالت تر ډیره روان وو په وروسته کي د غاښ او انبور تر منځ داسي پریکړه وسوه چي نیم غاښ د انبور او نیم زما په خوله کي پاته سو. ډاکټر صیب دا مهال خوله خوله سوی وو . د هغه دا ویره چي مي ولیدل نژدې وو چي خپل هوښ او حواس له لاسه ورکړم چي هغه له تمثلي مسکا سره و فرمایل (( توبه توبه ، دا غاښ څومره ژور دی ډیره هڅه مي وکړه چي مات نسي خو مات سو )) .
له درده رپیدونکی وم و مي ویل (( اوس به څه کیږي؟))
(( د بیري هیڅ خبره نسته ))
له دې وروسته چي هغه زما پاته غاښ په کومه طریقه را و کښی دا یوازي هغه کسان احساسولای سي چي د غاښ ماتیدو له پیښي سره کله مخ سوی وي . و ګنی چي زما هم ، هم داسي حالت وو ، کوم چي ستاسو وو .
که چیري زه ستاسو په وجود کي اوږدې اوږدې ستني ننباسم او ورسره ورسره درته وایم د بیري هیڅ اړتیا نسته نو څنګه به وي ؟
شاوخوا له نیم ساعت کوښښ وروسته ډاکټر صاحب و توانیدی چي زما نیم پاته غاښ هم و باسي . په دې موده کي ما داسي احساسوله چي څو ځلي هغې نړۍ ته تللی او بیرته را ستون سوی یم . وروسته مي خپل ځان دنیم حلال سوي څاروي په ډول د ډاکټر صاحب پر څوکۍ ناست و موند . چي لږ مي هوښ پر ځای سو ومي لیدل چي له خولې مي بې حده وینه روانه ده . ډاکټر صاحب په یوه ګلاس کي ویني ته ورته درمل ګډ کړي او له څوکۍ سره نژدې ولاړ دی ، وروسته څو لحظې نوري هم ډیري سختي وي ډاکټر راته د دوا غرغړه کولو ویل ما ورته د امبولانس د را غوښتلو خبره کوله او ورسره مي دا فکر هم کوی چي نژدې کومي پوستې ته ورسم او ددې پیښي په اړه راپور ولیکم ، چي ښایي د اړتیا په وخت به په ښه راسي . شاوخوا ۱۵ دقیقې وروسته وینه بهیدل بنده سوه خو درد لا هم روان وو ، د ډاکټر صاحب په دکان کي له بې کفنه او بې ګوره مرګه مي ښه و ګڼل کور ته ستون سم . په ټانګه کي کښېنسم او په ډېره ستونزه کور ته ورسیدم ، یو ساعت مي خوله پر مځکه ایښې پروت وم . وروسته چي به څنګه څنګه درد کمیدی نو باړخو به مي پړسیدی . دوه درې ساعته وروسته مي داسي احساس کړه لکه زما پر مخ چي د بل چا څیره غوړیدلې وي .
دا وخت زه پوه سوم چي ولي زما هیوادوال د غاښ جوړوونکو دکان ته په اساني نه ورځي.
لراوبر : هيله ده افغان رسنۍ د روغتيايي پروګرامونو په لړ کي د غاښونو پاک ساتلو او ناروغيو په اړه خپل ولس ته معلوماتي خپروني وړاندي کړي او هغه ډاکټر صاحبان په دې اړه او نورو ناروغيو ددرملني او لارښووني په اړه په روانه پښتو ژبه معلوماتي ليکني د خپرېدو د پاره راوليږي .