کور / ترخې خبري / لا هم افغان ماشومان اساسې زده کړو ته لاسرسې نلرئ

لا هم افغان ماشومان اساسې زده کړو ته لاسرسې نلرئ

دغه رپورټ د کابل ښارپه شاوخواکې دهغه ګډوالوپه ستونزو چمتوشوي چې په وروستیو وختونوکې دهیواد په دننه کې د بیلابیلوستونزوله کبله لکه په سیموکې د بهرنیوځواکونو، دولت اومخالفینو ترمنځ کله ناکله نښتې چې ډيری وختونه ملکې وګړوته په کې د پام وړ زیانونه اوړي،ناوړه طبیعې پيښې رامنځته کیدل ،خپل منځې شخړی چې زیان یې تل بیوزلوته رسیږي، دوامداره وچکالۍ ،د کاری زمینې نشتوالې اوداسې نور هغه عوامل دی چې خلک يې دیوځای نه بل ځای ته ګډه کولو ته اړیستلې دی.


د کابل ښارپه دننه اوشاوخوا کې دهغه کمپونواوسیدونکې چې د بیلابیلو لاملونو له امله له خپلوهستوګڼ ځایونو څخه بیځایه شوی د دوی ځنې یوشمیروایې په سېمه کې د کلونو کلونو وچکالۍ له امله دوی ګډه کولو ته هڅیدلې همدارنګه ځينې بیا د طبیعې پيښواوخپل منځې شخړوته اشاره کوي.


دغه بیځای شوی خلک د کابل ولایت په بیلابیلوبرخوکې په کمپونوکې ژوند کوی دغه کمپونه عبارت دی له باغ داوود،ده سبزباریک آب، پروان سه ، خواجه زمبور، کارته پروان،ډسپیچرې ،ارغندی ،قلعه برقې،حاجې قلم الدین، پروان دو،چمن ببرک ،یکه توت،ده مزنګ، ګوسفنددره اوقلعه وزیر اوداسې نورو سېموکې.



دغه بیځایه شوی خلک وايې اوسمهال دوی د ژوند ګڼوستونزو سره لاس اوګریوان دی. دوی وایې لومړنیو صحې آسانتیاوته نه لاسرسۍ ،د ماشومانو بې تعلیمه لوئیدل، د اوسیدو اوسرپناه لپاره د ځمکې امکانات نه لرل اوپاکواوبو څکلولو ته نه لاسرسۍ هغه ستونزې اوننګونې دی چې ګډوال ورسره مخ دی خو دغه اوسیدونکې واېې ښايې د نوور ټولوستونزوسره تریوې کچې مقابله امکان ولرئ خو د ماشومانو نالوستې لوئیدل هغه ستره ننګونه ده چې ددغو ګډوالو پلرونه تل زوروی.


 دوی انديښمن دی که چیرې د دوی ماشومان زده کړي ترسره نه کړی ښاېې په راتلوونکې کې به دوی د ګڼوستونزو سره لاس اوګریوان وی نه یوازې دوی به خپلوکورنیوته  سرخوږی وی بلکه کولای شي ټولنه هم له ګواښ سره مخ کړی ځکه د چارو شنونکو په باورپه افغانستان کې د دری لسیزو بدبختیواوناورین یولامل دوګړونالوستې وه،دغه راز پلرونه اندیښمن دی چې په راتلوونکې به دوی نالوستې وی ،خپلوځانونوته به یوه مړۍ ډوډی هم ونه مومي اوداسې نورې ستونزی چې پورته ورته نغوته وشوه.



دقلعه قاضې کوچې اباد کمپ ماشومان


 


د کابل ښار لویدیز لورته ددشت برچې سېمې نه ورتیردقلعه قاضې  پورې اړوند نږدی ۵ کیلومتره وړاندی دیوې غونډی په سرد کوچې آبادکمپ یوتن مخورسپین ږیرې ملک شیرمحمد وویل((زمونږ ډیری کوچنیان د ښوونځې د تګ عمر لری مګرله بده مرغه ښوونځې ته د لیری والې له کبله کوچنیان نشي کولای چې تعلیم وکړی همدغه رازهغه زیاته کړه په قلعه حیدرخان کې یوښوونځې شته خوهلته دځینوقومې تربګنو له امله دوی نشې کولای زده کړه وکړي هلته زمونږماشومان ګواښل کیږي، زمونږماشومان ښوونځې د تګ لپاره زړه نه ښه کوي)) دهمدغه کلۍ ۳۵ سیدعبدالله هغه کس چې په ټول کوچې آباد کې یوازې د ده ځامن تعلیم کوي وايي ماخپله زده کړې ندی کړی اوس زه له ګڼوستونزو سره مخ یم خونه غواړم چې بیچیان مې نالوستې پاتې شي هغه وایې زما ځامن هره ورځ ۱۲ کیلومټره د ښوونځې لپاره پلې مزل کوی زه د یومهربان پلارپه څيرهغوی تل د زده کړئ اوعلم حاصلولوته توصیه اوهڅوم ، زما یوازینې هیله له افغان دولت ځنې داده چې زمونږپه کلۍ ښوونځې جوړکړی ترڅوزمونږراتلونکې نسل لوستې وی. ))


 


په همدې ترڅ کې د ګل بته په کمپ کې چې ډيری ګډوال يي د کابل سروبې ولسوالۍ د اوزبین سېمې نه راغلې یولس کلن ماشوم نصیراحمد چې پخپلوهمزولوکې د ښه شجاعت اوزیرکتیا خاوند و وویل(( زمونږکور له لغمان ولایت نه راغلې، کله چې په کابل کې هوا سړه شي بیرته خپل وطن ته ستنیږو،زه خپل پلارته تل وایم چې ماپه ښوونځې کې داخل کړه زه له زده کړو سره خورا مېنه لرم ،پلارته مې وویل داځل باید په یومکان کې تم شوځکه تګ راتګ ماځنې دزده کړو چانس اخیستې زه نه غواړم چې دخپل پلارپه څیر نالوستې اوسم.))





دکابل ښار په ختیزکې دګل بته کمپ


د ګل بته کمپ مشرعثمان د ښوونځې د نشتوالې ستونزې په اړه وايې (( څه موده وړاندی دځینو بنسټونو استازی د ښوونځې د جوړولو لپاره مونږته راغلې و هغوي سروی او اړین مالوماتونه راټول کړل خو له بده مرغه په کوم ځای کې چې مونږ اړولې د بل چا ملکیت دی مونږ هم د لنډ مهال لپاره په کې ژوند کوو د ښوونځې لپاره مناسب ځای نلرو نوځکه تراوسه پورې زمونږځوانان بې زده کړو پاتي دی.))


د نصیر په څیر په زرګونه کوچنیان اساسې زده کړو ته لاسرسۍ نلري دوی له افغان دولت او اړونده چارواکونه غواړی چې لازمې چارې د دوی د زده کړولپاره چمتوکړئ، افغان دولت د خپل عمده لاسته راوړنو په لړکې معارف په بیلګه کې راولې خولاډیری خلک ددغه فیض نه محروم پاتې دی،ممکن په ولایتونو اولیری پرتوسېموکې دغه ستونزې د پلازمینې په پرتله جدی وي.