کندهار افغانستان- د کندهار ولايت نظامي شورا د اوونيزي غونډي پرمهال پرېکړه وکړه چي بايد په ښار کي د هغو موټرونو پر ګرځېدا چي توري هنداري لري بنديزونه زيات سي.
ددې ډول موترونو د مخنيوي لپاره مخکي هم پرېکړه سوې چي د هغې پرېکړي پر اساس دامهال په ښار کي د موټرونو توري ښيښې پاکيږي ولي نن بيا په ټنګار سره وويل سوه چي بايد هيچاته که دولتي وي يا شخصي د تورو هندارو سره د تګ اجازه ورنه کول سي.
د نظامي شورا غونډه تر غرمې وړاندي د کندهار والي په مشرۍ جوړه سوه چي پکښي د ايساف، د پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون او د ملي پوځ د ٢٠٥ اتل قول اردو مرستيال قوماندانانو، د کندهار امنيه قومندان، د ملي امنيت رئيس، د سرحدي زون قومندان، د محبس مدير او نظامي څارنوال برخه اخستې وه.
په نني مجلس کي همداراز پرېکړه وسوه چي د قومي مشرانو، وکيلانو او ځيني نورو دولتي او غير دولتي اشخاصو سره بايد تر ضرورت زيات کسان د امنيت ساتني په موخه شتون ونه لري.