دکندهار دميوند ولسوالي يوه چارواکي لراوبر ويپاڼي ته وويل چې په خپله ولسوالي کې يوداسي افغان ترهه ګر نيولى دى چې په چادري کې نغښتى وو او له پوليسو څخه يې دپټېدو هڅه کوله ، دغه ددغه کس په اړه لا تر اوسه نور مالومات نه دي ورکول شوي خو نوموړۍ په ميوند ولسوالي کې وروسته له هغه نيول شوى دى چې پر پوليسو بريد وشو او څلور امنيتي ساتونکي يې ووژل . ميوند يوه دکندهار له هغو ولسواليو څخه ده چې تل پکښي دناامنيو پېښي کېږي .