د افغان بیسیم مشر امین رامین کابل کې د لراوبر له څانګې سره د ټیلفون پرکرښه وویل چې
دغه شرکت او د بیات بنیاد په ګډه سره نن دبغلان د خونړۍ پېښې د قربانیانو له یو شمیر کورنیو
سره نغدی مرسته وکړه او د دغه ولایت په روغتونوکې یې د بسترو ټپیانو پوښتنه یې وکړه .
امین رامین زیاته کړه ددغه شرکت پلاوی نن بغلان ته ورسید او ۳۰ زره ډالره نغدی مرسته یې یوازې
د ښونځیو په هغه غم ځپلو کورنیو وویشل چې ماشومان او د کورنیو غړی یې په چاودنه کې مړه او ټپیان شوی وو.
دغه خونړۍ پېښه چې تیره اونۍ د بغلان د قند فابریکې ته نیږدې وشوه د ولسی جرګې د ۶ تنو غړو په
ګډون په کې څه کم ۲۰۰ کسان مړه او ټپیان شول ، چې ډیره یې د ښونځیو زده کونکی وو.ددغې پېښې پړه تراوسه هیڅ ډلې په غاړه نه ده اخیستې. افغان ولسمشر ژمنه کړې ، چې د پېښې بشپړ او ژور تحقیقات به کوی .