کور / تازه خبرونه / د ماين چاودني ٤ اولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د ماين چاودني ٤ اولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت په مارجه اولسوالي کي د اولسي وګړو موټر پر ماين ختلى او څلور تنو ته ئې مرګ ژوبله اړه ولې.
په دې اړه لراوبر ته يوه خبرپاڼه رالېږل سوې او دا کار پکښي د وطن د دښمنانو بلل سوى .
خبرپاڼه ليکي چي چاودنه نن سهار د يادي اولسوالۍ په سيستاني سيمه کي د اولسي وګړو پر يوه سراچه ډوله موټر سوې چي په پايله کي ئې يوه مېرمن مړه سوې او درې تنه نور ژوبل سوي .