د کندهار چارواکي وايي د حوض مدد په سيمه کي وسله والو پر يوه ٣٠٣ بس ټکان کړي چي له امله يې شاوخوا لس تنه سپرلي زخميان سوي دي.
د کندهار د ولايت مقام خبرپاڼه وايي افغان امنيتي ځواکونه سيمي ته رسېدلي او د پېښي قربانيان يې ميرويس روغتون ته انتقال کړي دي.
خبرپاڼه وايي طالب وسله والو څو کاله دمخه هم د کندهار څخه هلمند ته پر لاره د يوه بل ٣٠٣ ډوله موټر مسافرين په دې شک چي د ملي اردو منسوبين دي وژلي ول، خو وروسته معلومه سوه چي هغه ټول ملکي خلک وه.