د افغان مسمومو شوو، معصومو، ماشومو زده کوونکو شمېر له لس زرو واوښت!
هره ورځ له پنځو څخه تر لسو پورې افغان ماشومان د جګړې له کبله مړه او يا ټپيان کيږي.
په افغانستان کې زرګونه ښوونځي تړلي او له پنځه اعشاريه پنځه ميليونو زيات افغان ماشومان ښوونځيو ته له تګ څخه محروم دي. افغانستان د نړۍ پر مخ یوازينی هېواد دی، چې پر وګړو ېې ښوونځي ته د تګ په تور تېزاب شيندل کيږي او يا هم په بېلابېلو بڼو تهديديږي.
راځئ د جهالت، تيارو او شاتګ پر وړاندې جهاد وګړو. راځئ له خپل ځان او چاپېريال څخه ېې پیل کړو…
دلته زما هدف ځانګړې ډله یا اشخاص نه دي، زه په ټوليزه توګه د تيارو او جهالت پر ضد پر مبارزه باور لرم. هر څوک چې په هر نوم، په هر دليل او هر ځای کې ښوونځی سوځوي، پر زده کوونکو تېزاب شيندي، په ښوونځيو کې زهر شيندي، ښوونکی او ډاکټر وژني، د اسلام، افغانيت او انسانيت دښمن دی او بايد پر وړاندې ېې ټول ولس لاسونه سره ورکړي او له بېخه ېې ورک کړي .که ولس دا جهاد پخوا پیل کړی وای، نو نن به د نړۍ هر بدغوني او يرغلګر زموږ دروازې نه ټکولې. نن به موږ د نفاق او ځانځانۍ په لمبو نه سوځېدو. نن به موږ د طالب، حزبي، مجاهد، کمونست او غربي په نوم خپل وروڼه نه وژل…
پر افغانستان د بهرنيو يرغلونه او نارواوې هم زموږ د اعمالو پايله ده. همداد موږ وو چې ښوونځي ته مو د کفر مرکز وايه، همدا موږ وو چې د سپينو پاڼو لرونکی کتاب مو کفري کتاب ګاڼه. موږ لا هم د پېړيو پېړيو وړاندې فکرونو په درلودلو سره خپلې پښې په تبر وهو او د خپلو ريښو په کښلو پسې يو. که موږ د خپل برخليک په اړه همداسې چوپ واوسو، نو هغه ورځ لرې نه ده چې په خپله به په خپلو لاسونو کېندل شوو قبرونو کې خښېږو. لسګونه کاله وړاندې زموږ مشرانو د توپونو خولو ته ځانونه تړل، هغوی نه غوښتل چې په کلي کې ېې ښوونځی جوړ شي او دا دی اوس هم په کليو او بانډو کې خلک د هغه چا پر وړاندې چوپ دي او يا ېې ملاتړ کوي، چې د دوی ښوونځی سوځوي او يا ېې پکې زهر شيندي.
اوس هم دا کارونه که بهرني استخبارات کوي، هم ېې زما او ستا په مټو کوي. دلته ځينې له اسلام او انسانيت ناخبره کسان د څو پیسو او يا عقيدوي تيارو په لومو کې داسې کارونو ته زړه ښه کوي او د خپل هېواد او هېوادوالو پر مخ د رڼاوو د بندولو هڅه کوي. په دې هم بايد سترګې پټې نکړو، چې د طالب او مجاهد له نامه څخه هم ځينې کسان په پټه او ښکاره ناوړه ګټه اخلي او طالب مشران يوازې د دې له کبله پرې سترګې پټوي، چې په هره سيمه کې يوازې خپل شتون ثابت او د ورځينو خبرونو سرليکونه پرې برابر کړي.
موږ څه کولای شو؟
د هیواد د یوه ریښتیني بچي په توګه دا د هر ځوان دنده ده چې په خپل ټول ځواک د خپلو خلکو او هیواد د لوړتیا، سمسورتیا او سوکالۍ لپاره مټې راونغاړي. هیڅ وخت چاته انتظار مه کوئ، لاس په کار شئ او هر ډول مو چې لاس رسیږي مرسته وکړئ. د یوه افغان ماشوم لاس ونیسئ او تر ښوونځي ېې ورسوئ، یوه افغان ماشوم، ځوان او یا نالوستي بوډا ته ښوونکی جوړ شئ او یو څه ورزده کړئ. یوه افغان زده کوونکي او یا زده کړیال ته یو څو کتابونه واخلئ او یا ېې په ښوونیز مرکز کې د زده کړې لګښت پر غاړه واخلئ…یوه علمي لیکنه وکړئ که څه هم هغه څو کرښې وي او یا هم یو کتاب او که نه وي یوه لنډه علمي لیکنه وژباړئ…
زموږ هیواد او خلک زښت ډیر زیار ته اړتیا لري او باید هیڅ کله باید د ستړیا احساس ونه کړو. وروڼو او خویندو! مټې راونغاړئ او لاس په کار شئ، همدا مو وخت دی چې خپل هیواد او خلک وژغورو. راځئ نور پرېنږدو چې څوک مو له لاسونو نه تيارې ومروړي، راځئ نور پرېنږدو چې خلک مو د پرديو جګړو او دسيسو ښکار شي. راځئ خپل خلک وژغورو. راځئ افغانستان وژغورو.
په مينه او درنښت