کور / راپور / پښتو ادبي غورځنګ کوټه ـ ۱۰کلن جشن

پښتو ادبي غورځنګ کوټه ـ ۱۰کلن جشن

په پښتو ادبي نړۍ کي داسي ډېري ادبي ټولني شته. چي د خپلي ژبي په چوپړ يې خپل نوم د ژبي پر تاريخپاڼه باندي ځلولی او ثبت کړی دی او د پښتو هغه متل يې جوت کړی او تر سره رسولی دی. چي وايي اولس په درنو دروند په سپکو سپک وي. پښتو ادبي غورځنګ هم يو له داسي تنظيمونو څخه دی. چي پر خپل وار په نننيو حالاتو کي د علم و ادب په ډګر کي د پښتو ژبي ادب، تهذيب او ثقافت د ودي لپاره د ټول پښتون په مرسته په خپل وس په زړه پوري کردار ادا کوي. پښتو ادبي غورځنګ د خپلي ژبي په چوپړ کي د خپل ژوند لس کلونه ډېر په نول وځول واړول او زړه يې وغوښت چي په خپل لس کلن جشن کي د بشپړي پښتني نړۍ استازيتوب له ځانه سره ګډ کاندي ولي چي د همدوی په مرسته يې د پښتو وڅيري ګرېوان ته پينې ايښي دي. د روان کال 2012 د جون د مياشتي په نهمه 9 نېټه باندي په پيل شوي جشن کي د پښتون وطن له منځيو (مرکزونو) ولايتونو اولسواليو ښارونو کليو او بانډو څخه د پښتو اديبانو شاعرانو او د تياتر (تهيټر)د ستوريو څخه پر ته د سياسي استازيتوب او ورسره ورسره  د اولسي استازيتوب ګډون زموږ د مرام يو په زړه پوري انځور جوړاوه او د لوی افغان وطن ارمان يې د هر ګډون کوونکی د زړه پر دښته ګلبوټي راټوکول.


پښتو ادبي غورځنګ په خپل ادبي ژوند کي دو پنځوس 52 ټوکه کتابونه او تر څلوېښت زياتي مجلې د لمبې په نوم تر چاپه رسولي دي. پښتو ادبي غورځنګ دغه وياړ په برخه لري. چي د صوبې په تاريخ کي يې په لومړي ځل د خان شهيد عبدالصمد خان اڅګزي پر فن او شخصيت باندي سيمينار ولمانځی، او د هم دې صوبې په تاريخ کي يې په لومړي ځل د ژبو پر نړيواله ورځ باندي په دوه زره دوه 2002 کي لاريون راويوست او د پريس کلب و مشرته يې خپل يادښت وړاندي کړی او هم دغه لړۍ يې تر اوسه پوري د خپل لس کلن جشن په ګډون پر له پوري ساتلې او تر اوسه پوري يې پر علامه عبدالشکور رشاد، علامه عبدالحی حبيبي، عبدالرؤف بېنوا، غني خان، غازي فيض محمد، مشر اجمل خټک، پير محمدکاروان، اغلې پروين ملال، اغلې زيتون بانو، رحمت شاه سايل، سعيد ګوهر، افضل شوق، شفيق العالم معذوريار، محمديار يار، عزيز الله ماما او د امان الله تابان په ملتيا پر پښتنو مشرانو پوهانو اديبانو سياسيونو او مخورو باندي ګڼ شمېر لمانځغونډي څېړنغونډي، ياد غونډي او نوري غونډي لمانځلي دي.



له دې پرته پښتو ادبي غورځنګ په پرله پسې ډول د دوه زره دري 2003 د اکتوبر  په مياشت کي او د دوه زره شپږ 2006 د اګست په مياشت کي نړيوالي پښتو څېړنغونډي جوړي کړي دي. چي په هغوئ کي له ټولي نړۍ څخه پوهانو او اديبانو برخه درلوده او له دې پرته له دوه زره اته 2008 څخه تر اوسه پوري د خاټول ګل په نوم پسرلنۍ دوديزه مشاعره هر کال جوړوي د نوموړي شاعر عبدالباري جهاني په وياړ د يادي مشاعرې په ملتيا يې ډېري لويي او وړې غونډي لمانځلي دي.


سږ کال يې د هم دې لړۍ يوه کړۍ د مارچ د مياشتي پر يويشتمه نېټه باندي د کال نوې ورځ (نوروز) ولمانځله. چي په همدې ورځ يې د ښاغلي شاعر شفيق العالم معذور يار د کتاب(شونډي پاڼي زړه د کاڼي) د مخ کتني د ستوره هم ولمانځله. د پښتو ادبي غورځنګ د لس کلن جشن په لړ کي دروان کال د جون پر اتمه نېټه د ټولي پښتني نړۍ څخه رارسېدلي مېلمانه ځای پر ځای شول او د هم دې ورځي ماښامنۍ يې د نوموړي څېړونکي ډاکټر عبدالرؤف خان رفيقي پر کور په کوټه کي وه. نوموړي د ځايي اديبانو او شاعرانو په ملتيا و راغلو مېلمنو ته ډېره درنه او په زړه پوري مېلمستيا کړې وه.



چي کوربنو او مېلمنو له يو بل سره د ناستي وخت و موند او وروسته يې د نوموړي څېړونکي کتابتون چي په دې وړوکې حوزه کي سترګي وراوړي وکوت. سهار دجون د مياشتي نهمه نېټه او د جشن لومړۍ ورځ وه چي د کوټي لاءکالج تالار ورته ټاکل شوی وو. لومړۍ برخه يې د کلام الله په آيتونو پيل شوه. په دې برخه کي دوې مقالې چي د ادبي ټولنو پر کردار او ارزښت باندي او د پښتو ادبي غورځنګ د لس کلن جشن په وياړ پر خپاره شوو دوولس کتابونو باندي په لنډه توګه نظر وو، له سوابۍ څخه راغلي کره کتونکي ليکوال فيصل فاران او له سخا کوټ څخه راغلي ځوان ليکوال ډاکټر امين تنها واورولې. تر مقالو مخکي مشر ليکوال ښاغلي ابوالخير ځلاند د جشن و برخه والو او مېلمنو ته هر کلی په منظومه توګه وړاندي کړی. تر مقالو وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي مشر ښاغلي عثمان خان کاکړ خپله وينا وکړه ورپسې د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر ښاغلي اورنګزېب کاسي خپله وينا واوروله.



چي ورپسې د پښتو ادبي غورځنګ مشر ښاغلي صادق ژړک له ټولو برخه والو او پښتنو څخه چي د دې جشن په جوړېدو کي يې لاس کړی وو. مننه وکړه چي ورپسې يې خپله وينا هم واوروله. تر ښاغلي ژړک وروسته د ننګرهار څخه راغلي ليکوال د ختيځي سيمي د ليکوالو او ژورنالستانو د اتحاد يې مشر ښاغلي استاد لال باچا ازمون خپله وينا واوروله. چي ورپسې د جشن د لومړۍ غونډي مشر او د بېنوا فرهنګي ټولني کندهار مسؤل ښاغلي محمد يار يار په خپله وينا کي غونډه او د غورځنګ کردار په ټوليز ډول وارزاوه، ټولو وينا کوونکو د ادبي ټولنو ارزښت او د هغوی د داسي غونډو په حکله چي د ټولني په يووالي او خبر تياکي څومره لاس لر لای شي او د يو بل د افکارو په ادلون بدلون کي په زړه پوري کردار لر لای شي او درلودلی يې دی چي د پښتو ادبي غورځنګ نننۍ غونډه يې د بېلګي په ډول وړاندي کېدلای شي.



هم دې ټولني د پښتني نړۍ د منځيو د اړيکو مزي په هم داسي غونډو او تګ راتګ باندي نور هم پېرړه (مضبوط)کړي او پاللي دي. د غونډي مشر يادونه وکړه چي هم دا پښتو ادبي غورځنګ وو چي د پښتني نړۍ د دغه منځيواړيکي يې چي د وخت په اوږدو کي ناموزه شوي وې. بيرته د هيلو په رابرسېره کېدوسره ټينګي کړې. د غونډي په پای کي د پښتو ادبي غورځنګ له خوا د ملي پيوستون په نوم دوې جايزې (ايوارډونه) د دوو ملي مشرانو ښاغلي اسفنديار ولي خان او ښاغلي محمود خان اڅکزي په نوم ټاکل شوي وې چي د نوموړو واستازو او د ګوندونو وايالتي مشرانوته ورکړل شوې. يوه جايزه چي د پښتو ادبي غورځنګ د لس کلن جشن ادبي جايزه وه چي د ادبي ټولنو د کار اوزيار په څارنه سره يې د ختيځي سيمي د ژورنالستانو او ليکوالو د اتحاد يې د مشر په نوم کړې وه. چي نوموړي ټولني تر اوسه پوري پښتو ته يو سل اتلس کتابه لور ولي دي. د اتحاد يې مشر استاد لال باچاازمون وو. چي نوموړې جايزه يې تر لاسه کړه.




يادي شوي جايزې د غونډي د مشر محمد يار يار په لاس ورکول شوې. د غونډي دلومړۍ برخي وپای ته د رسېدو سره سم و ټولو برخه والو ته د پښتو ادبي غورځنګ د جشن په وياړ چاپ شوي دوولس کتابونه په يوه ځانګړې کڅوڼه کي او څلور مجلې او يو هغه کتاب چي د بېنوا فراهنګي ټولني کندهار له خوا د جشن په وياړ چاپ شوی وو ورکړل شول. وروسته په هم دې تالار کي د غرمنۍ بندوبست شوی وو. ټولو برخه والو تر غرمنۍ خوړلو او د ماپښين تر لمانځه وروسته د دويمي برخي چي مشاعره وه تابيا ونيوله او ټول په تالار کي ځای پر ځای شول. ياده دي وي چي د غونډي د لومړۍ برخي د وينا وو په منځ کي د کندهار د تياتر ستوريو د ښاغلي فضل الرحمن انيس په مشري او وياندي کي يوه په زړه پوري او د ښه پېغام لرونکې ډرامه د “پرون نن او سبا” په نوم وړاندي کړه. چي پنځه برخي يې درلودې او د پښتني ټولني پرون نن او سبا پکښي انځور شوی وو، چي د ټولني ښه خويونه پکښي ستايل شوي او بد خويونه پکښي غندل شوي وو. په ډرامه کي د ښاغلي انيس په ملتيا شپږو ستوريو برخه درلوده. چي دغونډي برخه والو ډېره وستايله. په ځانګړي ډول د پښتو ډرامې درانه ستوري ښاغلي فاروق سرور ډېره په زړه پوري او پېغام لرونکې وګڼله. د غونډي دويمه برخه مشاعره وه چي دلکي مروت څخه دراغلي نوموړي شاعر ښاغلي عمر دراز مروت په مشري کي پيل شوه. په مشاعره کي له مېلمنو څخه پرته د ټولي جنوبي پښتونخوا د ښارونو او کليو بانډو ښه په زړه پوري استازيتوب ګډون درلودی. مشاعره پر درې بجې په تلاوت کلام الله سره پيل او د نوموړي مشر په شعرونو د ماښام د لمانځه پر وخت و پای ته ورسيده.
د مشاعرې په دريځ کي ډاکټر عبدالرؤف رفيقي (کوربه) ظفر کريمي (کراچي) باچا حسين شاکر (کراچي) نور البصر امن(مردان) بشرمل ناسر (ژوب) سيد باچا شينواری (مسلم باغ) ناست وو. تر مشاعره وروسته دلاءکالج په شين ګښتي کي په وار وار بېلا بېل ډول ملي اتڼونه وړاندي شول. چي برخه والو او کتونکو د ملي اتڼ پر نندارتون ډېر خوند واخست او ډېر يې وستايه. په اتڼ کي د ځوانانو په څنګ کي مشرانو هم برخه واخسته، چي وژوندانه ته د هغوی د زړه غوښتني څرګندويه وه. تر لسو بجو پوري د اتڼ ننداره وغځېده. چي تر اتڼ وروسته ټولو برخه والو په هم دې شن ګښتي کي د غورځنګ له لوري کړل سوې مېلمستيا و خوړله. تر مېلسمتا خوړلو وروسته د جشن دغه لومړۍ او تاريخي ورځ پای ته ورسېده د جون د مياشتي لسمه نېټه د جشن دويمه ورځ وه چي غورځنګ پتېيلې وه چي دا ځل به په راغلو مېلمنو تر خپله وسه پوري د جنوبي پښتونخوا سيمي ګوري، سهار د پښتو ادبي غورځنګ له دفتر څخه پر لس بجې دغه کاروان چي له څلوېښتو کسانو څخه جوړ وو. د ښاغلي ژړک صاحب د موټر په ملتيا په يوه بس (کوسټر) کي چي د ډېر درانه پښتانه چي موږ په وياړو ښاغلي نصيب الله خان بازئي له خوا راکړل شوی وو. د زيارت پر لور په پښتني ولوله او ډېرو هيلو وخوځېدی. ډېرو ملګرو د يادښت کتابچې په لاس کي نيولي او د سيمي د بېلا بېلو ځايونو څخه يې د خوند اخستلو سره سره خپل يادښتونه اخستل. د ټولو ملګرو څهرې غوړېدلي او خولې يي له خندا ډکي او راټو کېدلي هيلي يې له ورايه ښکارېدلې. په لاره کي د ډېرو ځايونو تر ليدلو وروسته کواسي ته ورسېدو چي نوموړی کلی زموږ د ملګري لنډه کيسه ليکوال ښاغلي جعفر خان ودان کلی دی چي د اکا د زوی د ناڅاپي مړيني له کبله يې له موږسره په دې سفر کي ګډون ونه کړای شو. غرمنۍ مو په ژرنده کي د درانه پښتانه ښاغلي عبدالمالک پانيزي پر کور وه. چي لس ورځي مخکي يې لا د زوی دواده ورځ په هم دې نظر دغه ورځ ټاکلې وه. چي د ټول پښتون وطن مېلمانه به زما پر کور د جنوبي پښتونخوا له سياسيانو او مخورو پښتنو سره وويني او يو له بل سره به د زړه خواله وکړي. چي هم داسي وشول. مېلمانه وار په وار غوړېدل او د پرديتوب د احساس ځای يې په زړه کي پاته نه وو. د سيمي اولس هڅه کوله چي مېلمانه مېلمانه پاته نه شي او د کوربنو په احساساتو ځانونه کوربانه وګڼي او مېلمانه خو بيا ټول پوهان او دانشوران خلګ وو. چي د هر چا د څهرې او رويې د ويلو توان يې په برخه وو. ځکه يې موږ ته خپل غبرګون په خبرو او رويو را کاوه. تر ډوډۍ خوړلو وروسته د پښتني نړۍ دغه ادبي استازی کاروان غوڅکۍ (زيارت) ته وخوځېدی او د شنو باغونو او خړو کورونو سره سره يې د اسيا او د پښتون وطن د نوموړي ځنګله څخه هم خوند اخست. چي د زيارت ښار ګوټي ته ورسېدلو. له ښاره څخه د خرواري بابا پر څړک باندي د نري سر ته ورسېدو چي د سيلانيانو د کتني وړځای دی او هم دغه لاره تر خرواري بابا تېريږي. پېړي او ښارګي ته وزي چي وهرنائي ته هم تللې ده. چيري چي د موسی جان او ګل مکۍتاريخي قبرونه هم شته او  په هم دې سيمه کي دوه نوموړي غرونه چي د څپر لېټ او تور خان په نوم باندي ياد دي. راځي، د نري د سر په پراخه شن ګښتي کي د سيلانيانو پر راوستل شووډولونو باندي اتڼونه کېدل. ځوانان هم ورکوز شول او په اتڼ کولو يې ښه ځانونه ستړي کړل، تر اتڼ کولو وروسته هغه ځايونه چي د کتلو وړوه وکتل شو. له لېري لېري مود دوږخ تنګي ننداره وکړه. ډېرو ملګرو عکس بندي وکړه پر بېلا  بېلو ځايونو يې خپل او د ملګرو انځورونه په خپلو کېمرو او ملفونونو کي له ځانه سره خوندي کړل چي د نري له سره راستانه شو. د زيارت ښار ګوټی چي پر کوم غره ودان دی. د هغه پر سر چي کوم هوټل د جونيپر په نوم ودان دی. هغه ته راغلو چي ډېره په زړه پوري شين ګښتي او سايه يې درلوده. ټول ملګري په سايه کي پر چوکيو باندي سره کښېنستل. يوه د چېرۍ ونه چي ځوانانو په يوه دانه او دوې شکولو خپل خوند ترې واخيست. په ناسته کي ښاغلي عين الدين لمبه هڅه کوله. چي پر يوه ادبي موضوع باندي خبري اتري وشي. خو ځوانانو خبري د ټوکو ټکالو او خندا لوري ته بوتللې. چي دغه لړۍ څلور پنځه مشران بېل لوري او ځوانان يې د ځينو مشرانو په ملتيا و بېل لوري کښېنستو ته اړايستل. ورځي غټي وې لومړی ماځيګر د سسني مڼې لوري ته روان شو. چي له ژرندي څخه لار ورګرځېدلې ايله مي د کليو په پښتني نومونو مينه ماته شوه. ژرنده، زړګی. سپېزندی، سسنک او وچه مڼه چي ژړ ماځيګر د سسني مڼې هغه مېلمستون ته چي دغره پرسر جوړ شوی او يوه ښه وداني لري. لاندي د شنو اوبو ډېر پراخ بند (ډيم ) د جګو غرونو په غېږ کي نيولی پروت دی او غرونه يې د اوبښتو په ونو پټ دي. وبل اړخ ته يې اولسي کورونه او د مڼو او ژړدالو يو له بل سره نښتي باغونه دي. چي له کبله يې ټوله سيمه شن کوړم ده او هغه الهی خبره زباتوي چي چېري او به وي هلته ژوند وي. دلته بيا ملګرو بېلا بېل ځايونه وکتل او پر بېلو بېلوځايونو باندي يې يادښتونه او انځورونه له ځانه سره خوندي کړل. تر ماښام لمنځونو وروسته سوکه سوکه د کليوالو راتګ وار په وار په زياتېدوشو. چي د مشاعرې دپاره سټېج جوړ کړل شو او ياسر ګل چي د مڼې اوسېدونکی او ځوان شاعر دی. دغه کارونه څارل او پر مخ بيول چي د لوړي حوصلې لرونکی او د ستايني وړ زړه او فکر لري. چي پر لاره باندي يي مېلمنو ته دښه راغلاست ليکني هم څو ځايه کړي وې دلته يي هم د خوشال بابا په ياد مشاعره د مېلمنو په وياړ جوړه کړې وه چي پر يوه ټوکر يې په عصري ډول د خوشال بابا يو په زړه پوري انځور او يو شعر ليکلی ووچي له دې لاري د بابا ارواله موږ سره په مشاعره کي ګډون درلودی. تر ماښامنۍ خوړلو وروسته مشاعره د استاد لال باچا ازمون په مشري کي پيل شوه چي په دريځ کي ورسره ښاغلی محمد يار يار، فيصل فاران، نعيم ازاد، عمر دراز مروت، ډاکټر امين تنها، انعام الله ګوهر، عين الدين لمبه، سائي انور شېراڼی، فياض صاحب او جلال الدين  اکا ګډون درلود. دوياندۍ چاري ښاغليو عزت الله اميد او احمد جاويد عابد پر مخ بيولې. ښاغلي مير عالم افغان او نور زمان کاکړ له راغليو مېلمنو او کوربنو څخه مننه وکړه او ښه راغلی يې ورته ووايه. چي په وينا وو کي د خوشالۍ څرګندونه او د دې ځای د خلګو د زړو خبره له ورايه څرګنده وه، وينا کوونکو د سيمي په استازيتوب غوښتنه وکړه چي پښتو ادبي غورځنګ دي د زيارت مڼې څانګه پرانيزي په مشاعره کي دياسر ګل ورور ډېر خوږوکی نظم واوراوه. چي برخه والو ډېر وستايه. د مشاعرې په پای کي د غورځنګ مشر ښاغلي صادق ژړک د سيمي له شاعرانو او خلګو څخه مننه وکړه او د هغوی دوړانديز په ستاينه يې د خپل ملاتړ او ملګرتيا ژمنه وکړه. ښاغليو مشرانو خپل شعرونه او وينا وکړې. د دې خوندوري او خاطرې رغوونکي شپې مشاعره د شپې تر دوو بجو پوري وغځېدله چي وروسته کليوال خپلو کورونو ته ستانه شول او مېلمانه په هم دې مېلمستون کي ځای پر ځای شول. سهار تر چای څښلو وروسته دغه ادبي کاروان له ډېرويادونو سره د دې سيمي څخه د زيارت (غوڅکۍ) پر لوري د هم هغه موټر او بس پروږو سپاره روان شو. وغوڅکۍ ته په رسېدلو مېلمانه پر هوټل باندي د خپلي خپلي خوښي وچای څښلو ته تم شول او د غورځنګ غړو په دې وخت کي د نننۍ نېټي يوولسم جون د غرمنۍ لپاره خپله تابيا ونيوله او د اپرېکړه يې کړې وه چي نن غرمه به په کيربي کڅ کي د سيلانيانو رنګه تېروي چي د خپلو خوړو او څښلو د تو کيو غم يې په خپله خوړلی وي، پر څاښت له غوڅکۍ څخه ملګري د نوو ولولو او هيلو سره د بوري (لورالائی) لوري ته وخوځېدو. چي يو ساعت وروسته کيربي کڅ ته ورسېدو په دې سيمه کي د پښتو ژبي د هغه ګړدود ويونکي اوسيږي. چي وڼېڅي. يا تر ينو ورته ويل کيږي او په دې ګړدود کي کير بي وښايسته او ښکلي ته ويل کيږي. دا ډېر په زړه پوري کڅ او تنګی دی . چي د کاروان برخه وال يې په ليدو ګوته په غاښ  پاته شو او ډېر يې وستايه چي زرګونه کلونه وړاندي د دې غرونو او ونو پر وطن باندي څه تېر شوي دي. دلته دښاغلي ډاکټر لياقت تابان يادونه هم وشوه چي د کتاب “د شيدا او حنان پر تليز جاج”پر پښتۍ يې د هم دې کيربي کڅ د تاريخي تنګي انځور دی ياده دي وي. چي دغه انځور نوموړي انځورګر ارواښاد عزيز جان ورسپارلی وو. چي د هر څومره ستايني وړانځورګر وو خو… ؟ پښتانه لاتر اوسه پوري د هنر سره مينه نه …؟ د تنګي په خوله کي د هغه وليو(ونو) په سايه کي پر جوړ شوي ځای باندي چي يو وخت دلته ډېر خوندور هوټل وو. اوس بند دی ټول ملګري يو ځای شو او غرمنۍ مو د سيلانيانو غوندي په خپل لاس تيار کړل شويو توکيو چي پکوړې.


بادرنګ او شلومبې چي د دغه ځای اوسېدونکي شونځي ورته وايي. ښاغلي ظفر کريمي او باچا حسين شاکر ورته شنې بي ويل. دغه غرمنۍ ټولو برخه والو په ټوله سفر کي په وار وار بيا بيا يادوله. له دې ځايه موځکه ترډوډۍ خوړلو وروسته ژر کوچ وکړ چي بوري ته رسېدل او هلته د مېلمنو په درناوي کي د جوړي شوي مشاعرې خبر ښاغلي ژړک صاحب ته ورکړل شوی وو.



له دې ځايه څخه تر لږ سفر وروسته موږ تر چوتېر تېر او تاندي وڼۍ ته ورسېدو. چي د څړک پر لوحه يې تاندواني ليکلې ده. داسي ډېر توري چي د پښتوژبي ځانګړي توري دي. د اردو ژبي ځبېښاک خوړلي او جوله يې ورورانه کړي ده. تاندي وڼۍ ته په رسېدو موږ د ښاغلي سفرنامه ليکوال نوموړي شاعر او ناول ليکوال افضل شوق مړېستون ته ورغلو. چي پر قبر يې ولاړه شنخته پښتو ادبي غورځنګ درولې چي د ارواښاد د زېږېدني او مرګ نېټه دهغه د وروڼو او زامنو نومونه پرې ثبت شوي دي. د هغه و قبر ته مولاسونه لپه کړل.



د ښاغلي صادق ژړک صاحب په وياندي ښاغليو استاد لال باچا ازمون، محمد يار يار، فيصل فاران، نعيم ازاد، د ارواښاد پر فن او شخصيت باندي په لنډوټکو کي د خپلو خيالاتو څرګندونه وکړه. له دې ځايه څخه کاروان د بوري لوري ته وخوځېدی. چي د سنځاوۍ ښار ته ورسېدو دا هغه ښار دی چي له دې ځايه درې لاري وتلې چي يوه يې و هرنائي ښار ته پر تورخان غره او وښتې او بله لار يې دوکۍ ته پر مندې ټک غره او وښتې او بله لار يي د پټان کوټ له لاري بوري ته رسېدلې ده.(ويل کيږي چي دغه تورخان او بار خان سره وروڼه وو چي اوس يې بار خان په بارکهان اووښتی دی) چي پر هم دې لاره باندي موتر بوري پوري تګ وکړ بوري ته ډېر نږدې يوه لو وياله چي د اوبو ډکه راروانه وه پر هغه مولاس  او مخ پرېولل او بېرته د ښار بوري لوري ته روان شو. نږدې پنځه بجې ماځيګر عبدالرحيم کلب ته ور ورسېدو. چي ډېر مشران او ځوانان موښه راغلي ته ولاړ وو. دلته مو څه وخت د دې انګړ په شن ګښتي کي پر چوکيو د سفر ستړيا هوساکړه او پر شپږ بجې د ښاغلي ظفر حبيب په مشري کي مشاعره پيل شوه. چي د ښار ډېرو مخورو ګډون پکښي درلود. دلته هم د هغه دوو سياسي ډلو چي ملي مشرانو ته يې د غورځنګ له لوري د ملي پيوستون په نوم جايزې ورکړل شوي وې. استازو شتون درلودی. د دې مشاعرې په جوړېدو کي له ښاغلي ظفر حبيب سره ښاغلي عصمت خان تره کي ډېر لاس کړی وو. په مشاعره کي د بوري د يو څو شاعرانو په ملتيا ټولو مېلمنو شاعرانو برخه واخسته. د وياندي چاري يې نعيم ازاد پر مخ بيولې.



د مشاعري په پای کي ښاغلي نعمت الله جلال زي، حميدخان ترکي او ښاغلي ظفر حبيب چي د مشاعرې مشري يي په غاړه وه په خپله وينا کي غونډه وارزوله او بوري ته ورتګ يې د مېلمنو پېرزوينه او لورېينه وګڼله، د برخه والو له لوري دغه غونډه بېخي ډېره په زړه پوري وبلل شوه. چي په پای کښي يې يو ځل بيا د ملي اتڼ برخه د کوټي د غونډي په شان و درلوده ښاغلي ظفر حبيب ډېره په زړه پوري مېلمستيا جوړه کړې وه. چي تر مېلمستيا خوړلو وروسته د هم دې کبله په مېلمستون کي مېلمنو چي مزله وهلي وو. تر سهاره پوري ښه خوب وکړی. له خوبه څخه د پاڅېدو سره سم مي د جون د مياشتي د دوولسمي نېټي پيل د ښاغلي ظفر حبيب له خوا د هم دې کلب په انګړ کي په راکړل شوي ناري سره وکړی. تر ناري وروسته د عوامي نېشنل ګوند بوري له خوا د څاښت پر پياله د ګوند د اولسوالۍ په دفتر کي يوه غونډه جوړه شوې وه چي د مېلمنو د رناوی يې په ورين تندي او چای وبسکوټ سره وکړی. تر مېلمستيا وروسته ښاغلي انور شيراڼي، محمد يار يار، استاد لال باچا ازمون وينا وي وکړې او تګ لاره يي په خپلو وينا وو کي توصيه کړه. ښاغلي حميد تره کي په وينا کولو سره د مېلمنو څخه مننه وکړه او د دوی راتګ يې د پښتون د يو والي يو ښه ګام او زېری وګاڼه. له بوري څخه تر راستنېدو وروسته زموږ بل پړاو پر سيف الله خان کلا (قلعه سيف الله) وو. چي غرمنۍ مېلمستيا يې د درانه پښتانه نوابزوی اشرف خان جوګيزي پر کور وه. چي د سيف الله کلا له ښار ګوټي څخه پر پنځه شپږ ميله د ژوب څړک پرڅنګ باندي جوړه شوې وداني وه د نواب بنګل خان جوګيزي پر کمبله مي لکه څنګه چي مو اورېدلي وو. هم هغسي درنه مېلمستيا وخوړله. چي تر مېلمستيا وروسته يوه مشاعره وشوه چي وياندي يې نعيم ازاد کوله.
د يادوني وړده. چي د وياند له خوا د ارواښاد سيف الرحمن سليم د دې شعر تر ويلو وروسته چي:
د وړو وړو خدايانو دي بنده کړم
لويه خدايه زه به چاته چاته سجده کړم



نوموړي نواب صاحب سم دلاسه په جواب کي يو شعر ووايه چي د نواب صاحب خپل شعر وو او مفهوم يې داسي وو. چي د پښتانه مشران د خپل قام خادمان دي. نه چي هغه څوک چي په ځينو ټولنو کي يې يادونه کيږي. چي سيف الرحمن سليم يې وداسي شعر ويلو ته اړ کړی وو. د نوابزوی اشرف خان جوګيزي دا شعر ماته ديوه په زړه پوري بدلون زېری او د نواب صاحب د شعر سره د ميني څرګندويه وو. تر مشاعره وروسته مو د نواب صاحب د مېلمستون څارنه وکړه. د مېلمستون شن ګښتي رنګ په رنګ ګلونه او وني په ځانګړي ډول هغه وړې وړې وني چي ښه پنډ ډډ يې درلودی او د سړي کت هم نه وولکه ماشومان چي څومره خواږه وي. دغه وني ماته د ونو ماشومان څرګند شول له دې کمبلې څخه تر ولاړېدو وروسته موله نواب صاحب څخه خدای پامانی واخست او مخ د کلا سيف الله پر خوا راروان  شو، تر ښار راتېر شو. څلور پنځه ميله د کوټي پر لور د ښاغلي شاعر او ليکوال عبدالقادر مجرم کورته راغلو چي د هغوی د کورنۍ له خوا مېلمنو ته د ماپښين د چای بندوبست شوی وو. تروس په هورته کار يې کړی وو. چي د مجرم صاحب عادت دی. دا هغه ځا نګړتيا ده چي د مجرم صاحب په برخه د ژوند په هر اړخ کي رسېدلې ده. ولي چي د نوموړي دواړه لاسونه په يوه پېښه کي چي بجلۍ نيولی وو. پرې کړل شوي دي. بيا يې هم همت له لاسه نه دی ورکړی هغه د خوشال بابا خبره چي:
 


که فلک دي د زمري په خله کي ورکا
د زمري   په  خله  کي  مه  پرېږده  همت
    نوموړی ليکل په پښو کوي او کمپوز هم په پښو کوي ځيني خپل کتابونه يې په خپله کمپوز کړي او د ځينو ملګرو کتابونه يې هم کمپوز کړي دي. تر چای خوړلو وروسته استاد لال باچا ازمون د ښاغلي ليکوال سره يوه ځانګړې مرکه وکړه. تر مرکه وروسته موله دوی څخه خدای پامانی واخست او مخ د کوټي پر لور کاروان هندو باغ ته لانه وو رسېدلی چي ښي لاس ته د سور غونډ لوري ته وګرځيدی پر هغه لار باندي چي له دغه ځايه څخه د ډيورنډ چاړه کرښه تر سل څه پورته کېلو ميتره جوړيږي او مرغه فقيرزۍ، سرکۍ تاڼه چي پر پوله لوی بند ته رسيږي تر يو ميل سفر وروسته کاروان و هغه خړګي مړيستون ته ودرېدی. په کوم مړيستون کي چي يو داسي شخصيت په تل پاته خوب ويده دی. چي ټول پښتون پرې وياړي. لاسونه مو لپه کړل او په دې شعر مو پيل وکړی چي:
څومره  د  ښايست  د  نظر  اور   دی  په   دې   خاوره   کي
څومره خاموشي ده څومره شور دی په دې خاوره کي
دا د نوموړي مبارزي غازي بخت نامې قبر وو چي موږ ورته لاسونه لپه کړل. د نعيم ازاد په وياندي وښاغلي صادق ژړک ته د وينا لپاره ځکه وويل شول چي نوموړي د امير جان او بخت نامې غازي په نوم کتاب ليکلی دی او پر هغوی باندي يې يوه ښه څېړنه کړې ده. چي لا تر چاپه نه دی رسېدلی. د نوموړي غازي په هکله ښاغلي صادق ژړک ښه په زړه پوري وينا وکړه چي تر هغې وروسته سائي انور شيراڼي، محمد يار يار، فيصل فاران او استاد لال باچا ازمون خپلي وينا وي وکړې. چي نوموړو مبارزينو د پښتون د تاريخ پاڼي په خپلو وينو ليکلي دي او د پښتو ساتلو د پاره تر خپل ځان تېر شوي وو. د نوموړي مبارزي له قبر څخه هندوباغ ته راغلو . په هندو باغ کي پر يوه هوټل ودرېدو. چي شاوخوا يې د کورم کوټي (خرۍ) پرتې وي. کورم هغه دهات دی . چي دغه ځانګړتيا لري چي په وسپنه باندي ګډيږي او هغه وسپنه بيا دغه ځانګړتيا په برخه کړي چي له تودښت څخه چي څومره سره تللې وي په سړېدو سره بېرته پر خپل ځای درېږي د هندو باغ په غرونو کي کورم او جپسم دواړه مينديږي چي په زرګونو کانونه يې دي. زموږ ماښامنۍ مېلمستيا په هندو باغ کي وه. خو هغه کورنۍ چي د مېلمستيا يې وئيلي وو. د کورنۍ ناروغۍ له کبله دې ته اړشوي وو چي له ناروغه سره کوټي ته راشي . له موږه سره يې په حال نيولو سره وويل چي زه کورته ورته وايم تاسو کورته ورشی. موږ ورسره خوښه نه کړه او دا پرېکړه مووکړه چي کوټي ته ځواو نن شپه به د ښاغلي ژړک صاحب پر کورباندي کوو.ياده دي وي چي په هندو باغ کي ښاغلی انجينئر حفيظ د يادولو وړ دی چي له موږ سره يې په جشن کي تر خپله وسه منډه او مرسته کړې ده. ښاغلي ژړک صاحب د خپل اکا وزوی محمد شريف خان کاکړ او وراره ايمل خان کاکړ ته حال ورکړی. چي ماښام دا اوس مېلمانه کور ته درځو ډوډۍ مو پر کور ده. له هندو باغ څخه نېغ کوټي ته روان شو، پر لاره مي د ازمون صاحب سره د علامه عبدالعلي اخنذاده، حافظ خان محمد په اړه خبري کولې چي دا خانوزۍ د دغه شخصياتو ميشت ځای وو. چي دواړو نوموړو په پښتو ادب کي د تذکرو په اړه ډېر لوی رول لرلی دی. چي لومړي يې پټه خزانه نومي نوموړې تذکره موندلې او د علامه حبيبی صاحب تر لاسه يې رسولې وه. چي د پښتو تحريری ادب يې تر دويمي هجري پېړۍ پوري جوت کړی او دويم يې د دې سيمي تر ټولو لومړی تذکره ليکونکی دی. چي اوس د نوموړو ادبي ځای ناستی مولانا محمد احمد واصل واسطي دی چي په لاهور کي د ژوند شپې او ورځي سبا کوي. په دې خبرو کي ازمون صاحب غوښتنه وکړه چي د علامه عبدالعلي اخنذاده کور او ګور مي نه وي ليدلی تګ مي امکان نه لري. د سهار د بېرته راتګ ژمنه مي ورسره وکړه او ماخستن پر لس نيمي بجې د ښاغلي ژړک صاحب کره د کوټي نوي کلي ته ورسېدو چي ښاغلي ايمل خان، شريف خان کاکړ او خالد خان ډېره په زړه پوري مېلمستيا کړې وه. تر ډېره وخته مو د زړه خواله سره وکړل او د مزله د ستړيا دايستلو دپاره موښه شپه ويوبل ته په ويلو خوب ته ځانونه وسپارل چي تر سهاره پوري موښه خوب کړی وو. د جون د مياشتي د ديارلسمي نېټي پيل مو د ښاغلي ژړک صاحب په کور کي په ناري کولو وکړی او پر نهه بجې باندي بېرته د خانوزۍ لوري ته روان شو ياده دي وي چي د دې ورځي په سفر کي د کراچي ملګري ظفر  کريمي او باچا حسين شاکر له موږه بېل شوي او کراچي ته دتګ تابيا يې نيولې وه. د ښاغليو شاعرانو امين الله بيدار او ذکاءالله پانيزي سره موحال نيولی وو. چي هغوی د علامه صاحب کورنۍ ته خبر تيا ورکړې او موږ ته يې لاره څارله چي له رسېدو سره سم يې ادبي کاروان د کورنۍ په ملتيا د ارواښاد تر خاکه پوري بد رګه کړی. د نعيم ازاد په وياندي سره ښاغليو ډاکټر نثار پانيزي، محمد صادق ژړک او لال باچا ازمون صاحب خپلي وينا وي وکړې. ښاغلي ډاکټر نثار د علامه صاحب د سيمي په جوړښت کي پر کردار باندي رڼا واچوله. چي د ښاغلي ابوالخير ځلاند د کسې د لمر په نوم کتاب چي پر علامه صاحب يې ليکلی وو. يادونه وشوه په پای کي مو د علامه صاحب د ارواښادېدو لپاره لاسونه لپه کړل او کورنۍ يې د چای بسکوټونو ښه په زړه پوري بندوبست کړی وو. چي پرموږ يې د علامه صاحب د ځاني خوني (کمرې) دليدلو پېرزوئينه هم وکړه. له دې ځايه بېرته د کوټي لوري ته راستانه شو او د بوستان له لاري پښين ته وګرځېدو. چي په پرڼي کلي د ښاغلي سياست پوهـ او ليکوال عزت الله عابد پر کور يوه درنه مېلمستيا جوړه شوې وه. چي د ځينو ځوانانو سره ښاغلي پير سليم شاه او ښاغلي عبدالباري کاکړ هم ګډون درلودی.
تر ډېره درنه مېلمستيا خوړلو وروسته يې ډېري په زړه پوري ويناوي وکړې او دا يې وويل چي د ټولني د تاريخ پر پاڼه چي د کوم چانوم ژوندی پاته دی، هغه په خپل کردار پاته شوی دی. موږ ته هم په کار ده چي خپل کردار په پام کي ولرو. نعيم ازاد پر دې درناوي د کوربنو او نورو برخه والو څخه د منني وينا وکړه. د ښاغلي عزت الله عابد او ملګرو  څخه موخدای پامانی واخست او د پښين ښار څخه تر تېرېدو وروسته نېغ بټې زۍ ته ولاړو چي د زبردست خان د کلا پاته شوې برخه مو وڅارله او د مومن خان او شيرينو قبرونو ته ورتېر شو. چي تر لاسونو لپه کولو وروسته د بټې نيکه ګومبتي ته راغلو چي جوړښت يې د ډېري زړې او لرغوني زمانې ښکاره کيږي. له پښين څخه مي ښاغلی شاعر محمد قاسم صياد هم ملګری شو. وبټې نيکه ته تر لاس لپه کولو وروسته بېرته راغلو د نوموړي اتل فيض محمد غازي قبر ته چي دا شنخته هم د پښتو ادبي غورځنګ له خوا درول شوې ده. چي پر يوه خوا دنوموړي غازي د مرګ نېټه چي انګريزانو د يو څولاس پوڅو پښتنو په مرسته نيولی او دلته يې د هغه مړی سوځلی وو او د شنختي پر بل اړخ يې د نوموړي غازي ارسلا خان يادونه ده چي د غازي فيض محمد په بدل کي يې په سملن کي ګېسفورډ نومي انګرېز وژلی وو يادونه ده. يو ځل مو بيا په ټوليز ډول لاسونه لپه کړل او بيا راغلو د شيخ فريد ګومبتي ته چي اوس په عصري ډول جوړه شوې چي پخوانی جوړښت يې سم دم لکه د بټې نيکه د اوسنۍ ګومبتي په څېروو. شېخ فريد چي خليل دی او کورنۍ يې اوس هم د زيارت سره نږدې او په پيرانو مشهور دی دا هغه شېخ فريد دی چي د شېخ قاسم د کورنۍ او په زرهجري قمري کي يې ژوند کړی دی. چي يوه غزل يې ښاغلي افضل رضا په پښتو غزل نومي کتاب کي خوندي کړې او دی يې شاعر جوت کړی دی. د کاروان د دې ورځي وروستی پړاو د نوموړي ليکوال شاعر او ناول نګار پوهاند رازمحمد راز کور وو. چي ټول مېلمانه د پوهاند صاحب کورته راغلو. ډېر په ورين تندي يې مېلمنو ته ښه راغلی ووايه او له ماڅخه پر دې ګيله من وو چي د نهمي نېټي په غونډه کي يې په کلکه دپښين د مېلمستيا راته ويلي وو او موږ ډوډۍ لکه څنګه چي موږ هر ځل داپېټی د ده پر وږو اچولی وو. دا ځل مو خوښه نه کړه خو د ماځيګري د چای مېلمستيا يې هم دومره درنه وه. چي ډېر څه يې د مېلمنو مخ ته له خپلي علمي وينا سره کښېښودل. چي ترښه په زړه پوري ادبي بانډار وروسته مو ژړ ماځيګر له نوموړو کور بنو څخه خدای پامانی واخست په دې ناسته کي ښاغلي ليکوال شاعر او د حسنی مجلې مدير عصمت الله زهير هم ګډون درلودی. چي وځينو برخه والو ته يې د پوهاند راز صاحب کتابونه او د حسنی مجلې ګڼي ور ولور ولې ياده دي وي چي ښاغلی زهير صاحب د پوهاند راز صاحب کشر ورور دی. د دوی له کوره مخ د کوټي پر لور را روان شو. چي ماښامنۍ مېلمستيا مو د نوموړي ليکوال درانه پښتانه عبدالله جان نورزي پر ځای وه. چي د “کوټي تاريخ” په نوم کتاب يې ليکلی دی. د نوموړي په مېلمستيا کي د کوټي دښار د ډېرو نوموړو مخورو په ملتيا زموږ خواږه ليکوال او کمپوزر دلاور خان کاسي هم ګډون درلودی، چي د نوموړي شاعر اجمل خټک کتاب “دا زه پاګل وم” يې انګرېزي ته وړی چي تر اوسه لانه دی چاپ شوی. د مېلمنو سره تر زړه خواله وروسته مو بېرته يو له بل سره خدای پامانی واخست او شپه مو د ژړک صاحب کورته راورسوله.
تر سباناري وروسته ډېرو ملګرو خدای پامانی واخست اوپاته ملګري په هم دې ورځ څوک پښتو څانګي کوټي پوهنتون ته ولاړل او څه ملګري د ډاکټر لياقت تابان ليدلو ته . چي د دې ورځي غرمنۍ پاته ملګرو له ډاکټر تابان سره د کوټي په عثمانيه هوټل کي وخوړله او د هم دې څوارلسمي نېټي په ماځيګر زه       محمد يار يار، محمد يوسف ساحل، فيصل فاران او نور البصر امن د اکېډمۍ نوي جوړي شوي ودانۍ ته ورغلو . چي هلته مو د ښاغلي خليل باور سره وليدل. د پښتو اکيډمۍد نوي ودانۍ د هري برخي کتنه مو وکړه. باور صاحب د اکېډمۍ په اړه مېلمنو ته معلومات ورکړل. چي تر ماښام پوري هم دلته پاته شو، تر چای او بسکوټ خوړلو وروسته يې ماښام درې واړو مېلمنو ملګروته اته اته ټوکه کتابونه ورپېرزو کړل. چي د اکېډمۍ چاپ شوي کتابونه وو. دا شپه مو بيا د ښاغلي ژړک صاحب پر کور وه چي اوس نو مېلمانه بېخي لږ شوي اوګڼ شمېر ستانه شوي وو. د جون د مياشتي پر پنځلسمه نېټه باندي د ملګري ليکوال ناسته په “هني آن راک” هوټل کي چي د پريس کلب کوټي سره نږدې دی. راغوښتل شوې وه دغه ناسته ملګري ليکوال هره پنځلسمه لري خو داځل يې دغه ځای ټاکلی او مېلمانه ملګري يې هم ور بللي وه. چي ښو ډېر و ملګرو ګډون پکښي کړی وو. خو زه پښين ته دتګ له کبله د دې ناستي له ګډون څخه بې برخي پاته شوم. د جون د مياشتي له نهمي نېټي څخه تر پنځلسمي نېټي پوري د پښتو د اديبانو شاعرانو دغه پلاوي چي د جنوبي پښتونخوا ځيني سيمي يې وليدلې چي بيا هم د سيوۍ، هرنائي، ښارګي، شېراڼي، ژوب ښوراوک، ګلستان، چمن د ښارونو غرونو رغونو او پراخو بېديا ګانو له ليدلو بې برخي پاته شو. خو په ليدلو سيمو کي چي هر ځای له پښتنو سره مخا مخ شو. ټولوپه ډېر ورين تندي او بېخي ډېر درناوي سره دزړه دريچې ورته واکړې او د پت ښېګړي توري، وفا او ننګ په پاللو سره يې کوربنو او مېلمنو ته خپل درناوی جوت کړی. د پښتني نړۍ د درې واړو منځيو (مرکزونو) کابل پېښور او کندهار څخه د راغلو مېلمنو مېلمه پالنه چي دې وړوکي منځي (مرکز) کوټي (جنوبي پښتونخوا) په څه ډول وکړه. موږ ډېر په غټ شوي او سترګي مو په پورته شوې. پښتونوالي ته يې درناوی وکړی او دا يې جوته کړه چي پښتانه ډېر درانه پر ژوند ميئن له وطن سره مينه لرونکي يو تر بل جارېدونکي او خوا خوږي خلګ دي. رښتيا يې ويلي دي چي قام په درنو درنيږي. موږ هم و داسي پښتنو ته د تلپاتي نېکمرغه ژوند دورلورولو او ودان اوښاد وطن ور رغولو لپاره ولوی څښتن ته لاسونه لپه کوو.
 


د ټول افغان د يووالي په ارمان
پښتو ادبي غورځنګ کوټه، پښتونخوا