کور / تازه خبرونه / په جوزجان او سري پُل کي ۲۰۵ زده کوونکي مسمومي سوې

په جوزجان او سري پُل کي ۲۰۵ زده کوونکي مسمومي سوې

دسري پُل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ د الطیبي کلي د الطیبي دنجونو په ښوونځی کي ۴۰ ښځینه زده کوونکي او دجوزجان د شبرغان ولسوالي دمیسر اباد په کلي کي ۱۶۵ نجوني د جون پر دوهمه نېټه دسهار پرنهه بجې مسمومي سوې. مسمومي سوي زده کوونکي روغتون ته انتقال سوې. د پيښي په اړه پلټني رواني دي خو تر دې مهال چارواکو نور معلومات نه دي ورکړي.

که څه هم دنجونو دمسمومېدو پیښي په ټول شمال کي اوس په مکرر ډول پېښیږي خو دالومړی وار دﺉ چي په ګوسفندي او شبرغان کي رامنځ ته کیږي. دپرونی پیښو مسؤلیت تر دې مهال چا نه دﺉ منلی.