د نړيوالې ټولنې يولس کلن حضور وروسته هم په هېواد کې يو شمېر ستونزې پرځای پاتې دي، چې بايد د تېرو کلونو په اوږدو کې ورته توجهه شوي وای، د نړيوالې ټولنې حضور څخه وروسته په لومړيو کلونو کې هېواد نسبتاً آرامه او باامنه فضا درلوده، تقريباً هر څه عادي حالت ته ګرځيدلي وه، په هاغه وخت کې افغان حکومت ته پکار وه،چې د بسټيزو پروژو په پلان باندې يې کار کړی وای، د نړيوالې ټولنې په مستقيمه همکارۍ يې پلی کړي وای، خو متاسفانه چې داسې ونشو، نه خو د افغان حکومت لخوا داسې کومه طرحه وړاندې شوه او نه پرې نړيوالې ټولنې سر وخوزو، په هېواد کې شوي پرمختګونه که څه هم د هېرېدو ندي، او نه يې بايد افغانان له يآده وباسي، خو په کار دا وه، چې سرله وخته په بنسټيزو پروژو کار شوی وای، چې له يوې خوا به مو هېواد خود کفا شوی وای له بلې خوا به مو ډيری هېوادوالو ته د کار زمينه برابره شوی وای، د بنسټيزو پرژو له جملې يو هم صنعتي فايرېکې دي، خو د صنعتي فابرېکو او د دې لپاره چې کارونه پر مخ تللی وي، برېښنا ته اړتيا موجوده ده، په هېواد کې يو شمېر بندونه شته چې د هغوی په فعالولو نه یوازې دا چې زموږ ټولو ولاياتو ته یې برېښنا ورکولای شوای له بل طرفه دا امکان هم موجود وه، چې اضافي برېښنا مو په ګاونډيو هېوادونو پلورلي وی، په دې سره به په هېواد کې روان د پرمختګ پڅ بهير ګړندی شوی وای له بلې خوا به مو هېواد خودکفاشوی وای، ا و اضافي برېښنابه مو په نورو هېوادونو هم پلورلی چې د هغه لارې هم زيات شمېر پیسې د هېواد خزانې ته تللی شوای.
سره لدې، چې هېواد مو تېر ديرش کلنو جګړو سخت ځپلی د نوي حکومت له پيله بايد داسې اشخاص په دندو ګمارل شوي وای، چې په افغانۍ مينه او وطندوستۍ يې خپلو هېوادوالو ته د خدمت جوګه ګرځيدلی وای، دا کار هم ترسره نشو، له لومړيو وختونو د بهر څخه هغه افغانان چې د نورو هېوادونو تابيعت يې درلود هېواد ته د خدمت لپاره راوړل شول، یو شمېر لوړپوړ چارواکو يې د خپل وظيفوي صلاحيت څخه په استفادې تر مټو پورې لاسونه په فساد ککړ وه، کله چې د اداري فساد سره د مبارزې ادارې لخوا د دوی دوسې وڅيړل شوی، دوی هم هماغه هېوادونو ته لاړل د کومو يې چې تابعيت درلود او له هغه ځایه يې د خپلې دندې څخه استفاه ورکړه، چې دا خپله د افغان اوسني حکومت، افغان مظلوم ولس، او له خپلې سپيڅلې دندې سره يې جفا وه، نه یوازې دا چې د افغان مظلوم ولس حق يې تر پښولاندې کړو، له بل پلوه همدا پیسې يې یوړې او په خپلو ماشومانو یې وخوړې چې هغوی يې هم له کوچنيتوبه په حرام خوراک اموخته کړل، د داسې موضوعاتو نورې ډېرې ژوندۍ بيلګې هم شته، د نورو هېوادونو د تابيعت لرونکو پرته په هېواد کې دننه ځيني اشخاص هم پدې ناوړه پديدي اخته شوي، او د نورو مظلومو افغانانو حقوق خپلو ماشومانو ته ورکوي.
ټاکل شوې، چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، چې پدې کې به ولايتي بيارغاونې ټيمونه هم وي، يعنې د ياد شوي کال وروسته به په يو ولایت کې هم د بيارغاونې ټيمونه وجود ونه لري، که شتون هم ولري، خو کومه غټه پروژه به پلي نشي، له بل پلوه افغان اوسنی حکومت او نړيواله ټولنه هم په هېواد کې اوسنی اداري فساد سخته انديښمنه کړې، چې بايد نور دې شومې پديدې ته د پای ټکی کېښودل شي، کنه نړيواله ټولنه به په افغانستان کې په خپلو مرستو بنديزونه ولګوي، دوه اونۍ مخکې ولسمشر حامدکرزي د درې ګونو قواوو سره په ځانګړې ناسته کې هم پدې ټينګار وکړو چې بايد په ټول هېواد کې اداري فساد له منځه ولاړ شي، د دې سره سم په پکتيا او بلخ ولاياتونو کې يو يو څارنوال د اختلاس په تور ونيول شول، خو په خوست ولايت کې د تېرو دوه نيمو کالو پرلپسې هڅو په نتيجه کې نږدې ۱۰۰ تنه لوړپوړي او ټيټ پوړي چارواکي د اداري فساد په تور سره د ثبتونو نيول شوي، چې د بند شپې ورځې تېروي، د ولسمشر حامدکرزي د اداري فساد سره د مبارزې د پرېکړو په ملاتړ په خوست کې تېره اونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو دوه ورځیني سيمنار د اداري فساد د مخنيوي تر سرليک لاندې جوړ شو، د دې سيمينار موضوع په دې ولایت کې د اداري فساد ختمول وه، د ولسمشر حامدکرزي د پرېکړې وروسته شايد لومړی ولايت وی، چې پکې د هغه جلالتماب د پرېکړې په ملاتړ دوه ورځینی سيمينار جوړېږي، او خلک هڅول کېږي، چې نور دې يادې پديدې ته د پای ټکي کېښودل شي.
زه پدې اند يم چې اوس هم ډېر وخت شته، چې بايد په هېواد کې بنسټيزې پروژې د نړيوالې ټولنې په مستقيمه مرسته او همکارۍ پلي شي، او که د اداري فساد سره روانه مبارزه نوره هم ګړندۍ شي، له يوې خوا به مو هېوادوال له دې شومې پديدې خلاص شوي وسي، له بل پلوه به هغه پروژو په ښه کيفيت پلي کېدو ته زمينه برابره شوي وي، چې پلي کېږي.