کور / ترخې خبري / بصیر کامجو کمونیست سابق و جهادی امروز

بصیر کامجو کمونیست سابق و جهادی امروز

د یوه خراساني بصیر کامجو د لیکنې «راهبرد حل اساسی مسئله ملی در افغانستان» په اړوند چه د آریائی ویب پاڼې له طریقه د جون په میاشت کې خپره آو اوس د همدې ویب پاڼې د مقالاتو په ارشیف کې پرته ده.
ښه به دا وي چه لُمړی د دې شخٌص بیوګرافي آو کړنې وړنې چه په یوه افغاني ویب پاڼه کې خپاره شویدي ولولو څو د ده دشخصیت په هکله کره معلومات پیدا کړو، وروسته به بیا د ده په لیکنه یو بیطرفه قضاوت وکړو.

« بصیر کامجو کمونیست سابق و جهادی امروز

در بعضی از رسانه های انترنتی نوشته ای به نام « بابای صلح ملت برهان الدین ربانی » به نشر رسید. درین نوشته مسخره این کمونیست سابق کاسه از آش داغتر خود را آنقدر وقیحانه به جنگسالاران بزرگ چون برهان الدین ربانی و احمد شاه مسعود چسپانده که فکر میکنی سالهای زیادی در پترزبورگ اتحادشوروی سابق فقه اسلام خوانده و در تمام سنگر ها با احمدشاه مسعود یکجا علیه کفر و کمونیزم جنگیده است. چه خوب گفته اند بزرگان ما:
به هر رنگی که خواهی جامه میپوش من از طرز خرامت میشناسم
فراموش نشود که بصیر کامجو در دانشگاه های روسیه فلسفۀ مارکسیزم آموخته است و یکی از دنباله روان دستگیر پنجشیری و محب الله بارش اعضای حزب خلق افغانستان بوده و در سال های تحصیلاتش به حیث عضو فعال ح.د.خ. ا در جلب و جذب محصلین به حزب دیموکراتیک خلق افغانستان خدمت نموده و حتی نخستین مقالات در بخش ماتریالیزم دیالکتیک را از روزنامه ها ونشرات دولت کمونیستی شوروی ترجمه و به افغانستان میفرستاد. از همین جهت بعد از بازگشت از اتحادشوروی بدون چون و چرا به حیث استاد فلسفه مارکسیستی در اکادمی علوم سیاسی کمیته مرکزی حزب دیموکراتیک خلق افغانستان مقرر گردید.
وی تا پایان حکومت نجیب الله از مدعیان سرسخت کمونیزم و اندیشه های مارکس و لینن بود و بعد از شکست دولت کمونیستی دوباره به شوروی فرار نموده و مدت هشت سال دیگر در سازمانها ی جاسوسی آن کشور به فعالیت پرداخت. بصیر کامجو اهل دره ای پنجشیر بوده و تا روز فرار اش از افغانستان حوصلۀ رفتن به پنجشیر را نکرد.
این آقا بعد از اینکه دولت شوروی هم به شکست سیاسی مواجه گردید و فعالیت های سازمانهای جاسوسی اش به سوی تجزیه افغانستان تمایل بیشتری پیدا کرد یکباره جهت مبارزات اش را تغییر داده و خود را یک مسلمان بنیادگرا معرفی نموده و ارتباط خود را با حلقه های جاسوسی روسیه در افغانستان به عبدالله عبدالله، برهان الدین ربانی، برادران مسعود، عطامحمد نور والی بلامنازعه مزارشریف، یونس قانونی و بسم الله محمدی و لطیف پدرام جنرال عبدالرشید دوستم محکم نموده و سر به استان ایشان نهاد.
این فیلسوف مارکسییزم برهان الدین ربانی این نوکر آی اس آی پاکستان را( بابای صلح ملت…) نامگذاری کرده و باز همین ملت را به نام قبیله و افغانستان را به نام خراسان و فارسی زبانها را از پشتو زبان ها جدا دانسته و با تمسخر از کوچیگری و کاکل پرانی یاد کرده است.
ازین آقا باید پرسید مگر همین برهان الدین ربانی و احمدشاه مسعود نبودند که توسط نیرو های دوستم به کابل آمدند ولی بعد از مدت شش ماه علیه دوستم و نیرو هایش جهاد اعلان نمودند؟ مگر کابل توسط چنگیز خان ویران شد یا نیروهای برهان الدین ربانی؟ مگر جنرال حمیدگل را چه کسی برای سرو سامان دادن اردوی جهادی به کابل فرا خواند؟ سوال دیگری که ازین آقا میشود اینست که در کجای فقه اسلام جهاد مسلمان علیه مسلمان رواست. وقتی برهان الدین علیه جنبش اسلامی سمت شمال علیه حزب اسلامی وحدت به رهبری شهید مزاری اعلان جهاد داد آنان را کافر میشمرد؟
بصیر کامجو بیشرمانه مینویسد «… بعد ازوقوع این حادثه المناک ، فارسی زبانان سراسر جهان ودوستداران راه صلح وآزادی کشورمان در گرد همآیی ها و تظاهرات گسترده ، برنامۀ تروراستاد برهان الدین ربانی وبرخورد بی مسئوولانه دولت را تقبیح نمودند وبر عمل حیوان گونه رهبران قبیله لعنت فرستادند…» مگر همین فارسیزبان سراسر جهان! چه کسانی بودند غیر از نماینده های جمیعت اسلامی، قاتلین مردم بیدفاع کابل که این دوستداران صلح؟ را تکریم و تمجید نموده و بر مرده اش اشک تمساح ریختند به غیر از عبدالله عبدالله، یونس قانونی، و حقه باز کمونیست دیگر بنام امرالله صالح و فضل احمد معنوی جنایتکار که بخاطر گرفتن انتقام مردم از جنایتکاران غم خورده باشند؟ تظاهرات گسترده را هم همین کرزی امریکایی و یاران فایشست آن در کابل و ولایات سازمان دادند. و عمل حیوان وار طالبان پاکستانی را تقبیح نمودند…
اگر آقای بصیر کامجو و دیگر جاسوسان آخند های ایرانی شرم داشته باشند هیچگاهی قبول نخواهند داشت که کرزی و تیم امریکایی اش را نمایندۀ اقوام و قبایل افغانستان جا زده و از آن برای دسته کردن تبر خود استفاده نامشروع کنند. زیرا کور هم میداند که دلده شور است و قربانی های این اقوام و بگفتۀ شما قبایل از فارسی زبانان به مراتب زیادتر است.
بر علاوه کشتن برهان الدین، رسول سیاف، احمد شاه مسعود، داود داود و علی مزاری و چند تا جنگسالار دیگر انتقام خلق افغانستان است که خداوند کسی را وسیله میسازد. نه موضوع فارسی، نه تاجیک و نه هم قبیله و قبایل مطرح است. به زودی گلم گلبدین، ملا عمر، مولوی حقانی، عطامحمد نور، تورن اسماعیل و محسنی، فهیم سگباز، خلیلی ، محقق و دیگر جنایتکاران هم بر چیده میشود.
ای کشته کی را کشتی که کشته شدی باز و باز کجا شود آنکه ترا کشت
بالای هشت نفری که بخاطر قتل ربانی بصیر کامجو انگشت گذاشته هیچگونه سندی آماده کرده نمیتواند غیر از اسنادی که سپاه پاسداران انقلاب خمینی برایش ارسال کرده باشد.
جالبتر از همه اینست که این دکترنت فلسفه مارکسیستی حبیب الله کلکانی دزد مشهور را به نام یک قهرمان فارسی زبان ها قلمداد نموده که تقریبا در تمام تواریخ نامش را یک رهزن، دزد، عیار و تمام حرکات او را برای بر انداختن دولت مقتدر و مترقی امان الله خان به اشاره، تحریک و سرمایه انگلیس نوشته اند و بر علاوه تصدیق کرده اند که این دزد کلکان را هم همین اقوام و قبایل پشتون به مقام امارت اسلامی افغانستان رساند اند.
محمد علی ــ کابل»

اوس به راشو اصل مطلب ته:
په مختلفو اشکالو، وسائلو آو ذرایعو آو د مختلفو اساساتو پر مبنا د یوه هیواد دخلکو تر منځ د نفاق، دښمنۍ، خصومت آو پروبلمونو خلقول د دښمن د استخباراتو د رواني جنګ یوه ډیره مهمه برخه تشکیلوي.
د دښمنو هیوادونو استخبارات کوښښ کوي په مطلوب هیواد کې خاین، ماجراجو، اپورچونست آو منفعت جو عناصر په نښه، استخدام آو د دوی په ذریعه د خپل پلان په اساس په هغه هیواد کې رنګارنګ تخریبي فعالیتونه آو منجمله د هغه هیواد د وروڼو ملیتونو آو خلکو تر منځ په تصنعي شکل دښمني خلق آو وضعه په خپله ګټه بې ثباته کړي. چه متأسفانه ځمونږ د ګاونډیانو ایران آو مخصوصاً پاکستان استخبارات له کلونو راهیسې زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې خپله د افغانانو په ذریعه همدا کار کوي چه د بصیر کامجو دا لیکنه (مقاله) د هغه یوه ډیره ځلانده بیلګه ده.
د پردیو دا رنګه اجیر آو مزدور عُمال بدون له هیڅ رنګ شک آو تردید نه په خپله د خپل ځان په هکله دا لاندې مطالب په اثبات رسوي:
۱- رواني غیر نارمل حالت آو د فکري صدمې لیدنه.
۲- د دښمنو هیوادونو په استخباراتو پورې تړون.
۳- دا افراد ځان په هیڅ صورت افغانان آو د افغانستان نه بولي بلکه ځانونه بیګانه آو میلمه احساسوي چه ګنې په افغانستان کې موقتي استوګنه لري، تر هغه وخته چه دوی هر رنګ امتیازات آو مقامونه تر لاسه کولی شي «افغانستانیان» دي نه «افغانان» آو کله چه مقامونه آو امتیازات ځنې واخستل شول بیا د وطن آو خلکو پر ضد عمل کوي.
۴- دا کته ګوري افراد د افغانستان په ملي حاکمیت، ارضي تمامیت، ملي یو والي آو نورو ملي ارزښتونو باندې هیڅ بندو واز هم نه دي آو لکه چه مخکې و ویل شول حتی د امتیازاتو آو مقامونو د لرلو په وخت کې هم ځانونه افغان نه بلکه خراسانی یا افغانستانی بولي (بصیر کامجو، لطیف پدرام آو داسې نور د دې ادعا د اثبات ښې بیلګې دي ).
۵- د پوهې آو سواد ډیره ټیټه کچه. دښمن هیڅ کله نه شي کولی چه پوه آو با سواده انسانان د خپلو خلکو پر ضد استعمال کړي نو همدا وجه ده چه دوی ځمونږ ښوونځي را سوځي آو د زده کوونکو د مسمومولو آو تخویف په ذریعه د هغوی د بی سواده پاته کیدلو لامل ګرځي. د مثال په توګه کامجو د ملی ستم، شووینیزم، ملی هویت، ژبنی هویت، قبیله، ملی حقوق آو داسې نورو اصطلاحاتو په مفهوم نه پوهیږي آو په غلطه توګه ئې استعمالوي، دی افغانان قبیله بولي آو نه ملت………
۶- په دوی کې د وطن پرستۍ د احساس مکمل ناموجودیت. لکه پوه آو با سواده انسانان، وطن پرسته انسانان هم په هیڅ قیمت له خپل وطن آو خلکو سره د جفا آو خیانت د پاره نه حاضریږي.

دی په خپله لیکنه آو یوه اقتباسي شعر کې په افغانستان کې د وضعې د بې ثباته کولو د پاره د خلکو تر منځ بې اتفاقي تبلیغوي آو ملي اقلیتونه د پښتنو پر ضد را تحریکوي، په داسې حال کې چه له یوې خوا پخپله د ملي، تاریخي آو ژبنیو ارزښتونویادونه کوي مګر له بلې خوا د نورو دا ارزښتونه په کلکه ردوي. دی د خپلې لیکنې په یوه برخه کې لیکي «حل اساسی مسئله ملی در کشور ما، در حقیقت پایان دادن قطعی به ستم ملی است. یعنی بهره کشی ملیت ها و ګروهای اجتماعی تحت ستم بوسیله رهبران اقوام حاکم افغان- پشتون برای همیشه از بین برود.»
دی بل ځای لیکي: «با به قدرت رسیدن حاکمان شوونیزم قبیله در کشور ما- ریشه های هستی این دو هویت با ارزش تاریخی:
– هویت ملی خراسانی و
– هویت فرهنګی و زبانی – زبان فارسی
یکی پی دیګری خشکیده میشود………….(حل اساسی مسئله ملی) هر یک: («تغیر نام افغانستان به خراسان» و «یک زبانی فارسی بمثابه زبان رسمی تفاهم ملی»)………
د دې بیګانه پرسته له بیوګرافۍ نه معلومیږي چه ده د شوروی اتحاد د مارکسیزم- لینینیزم په انستیتوت کې فلسفه لوستې آو که له درس نه ئې ډیره کمه استفاده هم کړې وي نو بیا په دې کلیدی موضوع ښه پوهیږي چه ستم آو امتیازات دواړه ملی نه بلکه طبقاتی پدیدې دي. په دې مفهوم چه کوم امتیازات که پښتنو فیوډالانو آو یا پانګه والو اخستي وی آو اخلي یې همدغه امتیازات د ازبکو، تاجکو، هزاره وو آو نورو قومونو فیوډالانو آو پانګه والو هم اخستي آو هغه رنځ آو محرومیت چه پښتنو فقراؤو ایستلی، همدغه رنځ د هزاره ؤو، ازبکو آو تاجکو فقراؤو هم ایستلی دی.
دی په ډیره سپین سترګۍ سره د افغانستان آو نړۍ د تاریخ یوه ډیر ستر شخصیت لوی احمد شاه بابا ته چه افغانان آو افغانستان ئې د پردیو له ستم آو سلطې نه و ژغوره توهین کوي آو هغه د «احمد خان ملتانی» په نامه یادوي. دا ستر شخصیت په کال ۱۷۲۲ کې په هرات کې زیږیدلی آو په کال ۱۷۴۷ کې په کندهار کې پاچهۍ ته رسیدلی. ملتان په اصل کې د هند اما نن د پاکستان یو ښار ده.
دی پښتانه بادیه نشین آو کوچیان بولي چه د سلیمان د غره ختیځ ته اوسیدل آو صرف ۴۶۰ کاله پخوا یعنی د ۱۵۵۲ کال نه وروسته ئې اوسني افغانستان ته مهاجرت کړی دی. حال دا چه د نړۍ ډیر معتبر تاریخی اسناد په ګوته کوي چه پښتانه هغه لُمړي آریائیان دي چه د لوی مهاجرت چه د (۱۵۰۰- ۲۰۰۰) ق. م په حدود کې ئې صورت نیولی په اوسنی افغانستان، اوسني هند، اوسني پاکستان آو د سیمې په نورو ځایونو کې ځای په ځای شوي آو وروسته دې بیا په مختلفو اوقاتو آو مختلفو مقیاسونو کې د دې سیمې نورو مناطقو ته مهاجرتونه عملي کړي وی.

د موجوده تاریخی اسنادو په رویت د پښتون کلمه د لُمړی ځل لپاره د ویدا په ډیر پخوانی مذهبی کتاب کې له میلاد نه مخکې د ۱۴۰۰ کال په شاوخوا کې د «پکتهاس» په شکل راغلې آو د تاریخ پلار هیرودوتس دا کلمه د ۵۰۰ ق. م په شاوخوا کې د « پکتیان» یا د «پکتیکا» د هیواد د اوسیدونکو په توګه ذکر کړیده.

دا رنګ افراد لکه کامجو خو داسې لیکنې کوي او باید و ئې کوي ځکه دوی له خپلو بادارانو نه همدغسې وظائف اخلي، سوال دا ده چه دا افغاني ویب پاڼې باید په هیڅ صورت دا رنګ لیکنې خپرې نه کړي.
(پاکستان ته و ګورۍ چه انګلیس په دې سیمه کې د بې امنۍ، بې ثباتۍ، جنګ آو پروبلمونو د خلقولو د پاره ایجاد کړ، اوس هغه باید همدغسې وکړي آو که ئې و نه کړي نو په خپله د ده فزیکي موجودیت هم په خطر کي لویږي).

زمونږ د خلکو آو هیواد اساسي پروبلم نه د هغه نوم دی آو نه ژبه، ګورۍ په حقیقت کې د افغانستان رسمي، دولتي، علمي، نظامي آو دیپلوماتیکه ژبه دری ده چه په اصل کې د یوه اقلیت ژبه ده مګر هیڅ چا هم تر اوسه په دې هکله هیڅ اعتراض نه ده کړی، په حکومت، پارالمان، قضا، لوړو آو مسلکي تحصیلي مؤسساتو آو افغان دیپلوماتیکو نمایندګیو کې همدا ژبه په کاریږي خو هیڅ چا هیڅ هم نه دي ویلي، زمونږ په ملي ترمینالوژۍ کې یو څو پښتو نومونه وه لکه «پوهنتون»، «محصل»، «ستر درستیز» آو داسې نور. د دې ټولو په ځای اوس اصیل ایراني کلمات لکه «دانشګاه»، «دانشجو»، «ستاد ارتش» او نور را وارد شول آو اوس لا کامجو غواړي چه نه د افغانستان «دری» بلکه د ایران «فارسی» دې د افغانستان یواځنۍ ژبه آو د ایران د یوه آستان (ایالت ) نوم «خراسان » دې ځمونږ د هیواد نوم شي.
ما په خپل یوه اثر«مرور کوتاهی بر تاریخ افغانستان و قضیه پشتونستان» آو نورو لیکنو کې د«آریانا، خراسان، افغانستان، افغان آو افغانستانی» مفاهیم په مکمله توګه توضیح کړي، د ما دې اثر ته دې مراجعه و شي.
اساسی خبره خو دا ده آو کامجو او نور د ده همفکران په دې ډیر ښه پوهیږي چه د افغانستان نوم یا ژبه په افغانستان کې هیڅ پروبلم هم نه دي، که زمونږ د هیواد نوم افغانستان وي، آریانا یا خراسان آو د مونږ رسمي ژبه که پښتو وي یا دري دا به د مونږ هیڅ کوم پروبلم هم را حل نه کړي بلکه مونږ نور ډیر عاجل پروبلمونه لرو چه هغه د سراسري ا منیت نشتوالی، فقر، پیسوادي آو ناپوهي، اداري فساد آو رشوت، قاچاق، د زورواکو له خوا د ملي شتمنیو غصبیدل، له اقتصادي نظره په خارجي هیوادونو آو دباندنیو کمکونو باندې مطلق تړاو، ډیر سخت بیر ته پاته والي آو داسې نور دي چه باید فوري او عاجله مبارزه ور سره وشي آو دا ټولنیز پروبلمونه حل شي.

زه ټولو افغانانو ته دا وړاندیز کوم چه دا رنګ لیکنې آو په دې لاره آو مجرا کې فکر کول زمونږ په ګټه نه دي، مونږ سره بیلوي، مونږ ضعیفوي آو د دښمنانو خولې ته مو د یوې ښې مړۍ په توګه برابروي.

د نړۍ هیڅ هیواد به را په ګوتو نه کړۍ چه صرف له یوه ملیت نه جوړ شوی وي، مګر هغوی ټول د ورونو په توګه د صمیمیت په فضا کې ژوند سره کوي، د امریکې متحده ایالات چه د نړۍ تر ټولو ستر آو قوي هیواد دی ۹۰٪ له مهاجرینو جوړ شوی آو د هغه هر اوسیدونکی ځان امریکایی بولي آو پرې ویاړي هم. زمونږ زور، قوت، خوشبختي آو سوکالي زمونږ د ټولو افغانانو آو افغان وروڼو ملیتونو په اتقاق، یو والي، اتحاد، صمیمیت آو ورور ګلوۍ کې ده، مونږ په هیڅ صورت نه شوکولی بیله یو بل نه ژوند و کړو آو خپل موجودیت ته ادامه ورکړو، راځۍ چه په همدې لاره کې فکر، عمل آو لیکنې و کړو آو نه په مقابل لوري کې ئې.

و من الله توفیق