د پکتيا والي جمعه خان همدرد د ولسي جرګي په يو شمير وکيلانو او سنا تورانو نيوکه وکړه چې د شخصي غوښتنو پر سر يې ورسره عقده اخيستې او دده په اداره پسي بې بنسټه تبلغات کوي.
هغه زياته کړه چې يو شمير وکيلان او د سنا مجلس غړي په پکتيا کې د شخصي ګټو پر سره د فساد په نامه د پکتيا اداره تخريبوي .
والي زياته کړه ملی شورا يو شمير غړو ورڅخه د کورنو او نمرو غوښتنه کړي خو دوي يې دا غوښتنه نه ده منلي او اوس په دوي پسي بي بنياده تبليغات کوي .
والی که څه هم د چا نوم وانخيست خو ويي ويل که اړتيا وليدل شي د ټول اسناد به رسنيو او ولسونو ته وړاندې کړي
نومړي دغه خبرې د نشي توکو په اړه په جوړه شوي غونډه کې وکړي او زياته يې کړه چې پکتياوال بايد خپلمنځي اختلافات له منځه يوسي د سيمي د امنيت او جوړښت لپاره کار وکړي .
هغه په خلکو غږ وکړ چې د غزني د خلکو له پاڅون نه په الهام اخيستلو سره په خپلو سيمو کې هم دهغو ټولو خلکو په وړاندې ودريږې چې ښوونځي سوځي او خلک وژنې .
دا لومړی ځل نه ده چې د ولسي جرګي او مشرانو جرګي په غړو په ادراو کې د لاسوهني نيوکه کيږي وړاندې له ده هم يو شمير وزيرانو او د ولايتونو واليانو د ولسي جرګي په يو شمير غړو نيوکه کړي وه چې په اداره کې يې لاسوهنه کوي .
د ولسي جرګي په يو شمير وکيلانو په داسی وخت کې د قانون د ماتولو او فساد تور لګيږي چې دوي خپله د قانون دملاتړ او د فساد د له منځه وړلو لويه دنده پر غاړه لرې .