کور / هراړخیز / دافغان مامورینو دندې خوندي نه دي

دافغان مامورینو دندې خوندي نه دي

ددندې خونديتوب یا کوم ته چې Job Security وايي، داموضوع نن سبا دافغانستان په حکومت کې ډیره ارزښتمنه موضوع ده . ددندې خونديتوب هغه څه دي چې په نوره نړۍ کې دحکومت کارکوونکی له دې هیڅ ډار اوویره نه لري چې دی به له دندې ګوښه اوبیکاره به شي په دغه صورت کې ویل کیږی چې دملکي خدماتو مامورین په پوره توګه خوندي اوله هیڅ تاړاک اوانحطاط سره نه شي مخامخ کیدای . په اوس مهالې پرمختللې نړۍ کې ټاکلي اوجوت فکتورونه دي چې ددندودخوندیتوب کچه اغیزمنوي ، دنمونې په توګه دوټیز (اقتصادي) حالت ښه والی اوخراب والی ، دکاروبار یا سوداګري پراخیدل یا مخ په ښکته تلل، دملکي خدماتو دمامور زده کړې ،کارې تجربې اودمسلکي مهارتونو کچه اوداسې نور . ډیری داسې کیږي چې دکمپنیو یا دولتونو دوټیز  اوسوداګرۍ حالت دښه کیدلو اوپراخیدلو یا هم دخرابیدلو سره سم دملکي خدمتونو دمامورینو اویانور کارکوونکو په دندو اغیز کوي په دې مانا که وټیز حالت اویاسوداګرۍ پراخه اودښه کیدو حالت خواته مخه کړي نو دکارکوونکو دندې نورې هم خوندي اوښه امتیازات ترلاسه کوي مګرکه دبدیدو په لورلاړشي نو دکارکوونکو ددندو خوندیتو ب هم نازک شي اوډیر کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکوي . په ۱۹۶۴ کال کې دبشر دحقوقو سازمان ددندو دخوندیتوب په هکله په خپلو تړونونو کې دې ټکي ته ځای ورکړ چې له سمو اومنونکو لاملونو پرته څو ک نه شي کولی خپل کارکوونکي له دندو ګوښه اویا تبدیل کړي . دنړۍ په پرمختللیو هیوادونو کې په حکومتي ادارو کې ددې پوښته نه راولاړیږي چې څوک دې کوم کارکوونکی بې له کره اومنل شویو لاملونو پرته له کاره ګوښه اویاتبدیل کړي بلکه هغوی دخصوصي سکتور لپاره هم دغه ډول قوانین وضع کړي اوټول یې منونکي دي .


داناوړه پيښه څنګه رامنځ ته کیږي ددې سترلامل زمونږ په هیواد کې بیا هم هماغه اداري فساد دی .چې له نیکه مرغه څه وخت دمخه ورته ځانګړي  قوانین (له ارتشا اواداري فساد سره دمبارزې قانون ) جوړ شو. دغه قانون  درییس جمهور لخوا توشیح اودوزارت عدلیې لخوا درسمې جریدې په ډول په ۲۲ مخونو او۸۳۸ ګڼه چاپ شو. پورتنی قانو ن په لاندې ډول ټول هغه توکي چې داداري فساد اوپه پایله کې ددندو دنه خوندیتوب لامل کیږي په لاندې ډول توضیح کړي دي :


۱- دقانوني واک له پولو څخه تیری کول اوله هغه څخه بده ګټه اخستل


۲- دخپلې دندې اویا دخپلې دندې له موقف څخه بده استفاده کول


۳- ددندې انتحال ( دداسې کارونو دمنع کولو ، اجراکولو په باره کې خپل واک ښودل چې نوموړی شخص په هغه نه وي ګمارل شوی )


۴- په کارونو اودکارکوونکو په ګمارلو کې دتوکمیز، سیمه ایز، مذهبي ، ګوندیز، جنسي ، اوشخصي  ملاحظاتو اواغراضو په پام کې نیول


۵-دوګړو اوولسونو پروړاندې دملکي خدمتونو دګمارل شویو کارکوونکو ناوړه چال چلند


۶-تطمیع ، سپارښتنه  اوغیر قانوني التماس  اوواسطه کیدل


دااوداسې نورډیر موارد چې دې اودافغانستان نورووضعي اوجزايي قوانینو جرم ګڼلي دي .له دې ټوله بد اودپوزې پیزوان هغه جنسې کارونو ته دیو کارکوونکي مجبورول یا Sexual Harassment دی زمونږ سایبان پرې اخته اوبي دریغه ترې سرغړاوی کوي .


زمونږ په اوسنیو ادارو کې داسې ډیر لوړپوړي چارواکي شتون لري چې قانون ورته هیڅ ښکاري اوخپل ځان په زورکې ویني دهیواد قوانین ، نظام ، اجرایوي ځواک ، ولسې جرګه ، مشرانو جرګه اونورهغه ارګانونه چې دقوانینو اجرایوي ضمانت یې په غاړه دی ورته نصوار هم نه ښکاري اوپه ډیر ښکاره ډول د هغوواکونو اوصلاحیتنو له بریدونو څخه چې قانون یې ورته وړاندوینه کړې اوټاکلي، تیری کوي اوپه خلاصه مټ په خپل سر کارونه کوي .ډیر داسې کارکوونکي چې پوره کاري مهارت ، په لوړه کچه زړده کړې ، خوراغښتلي کاري تجربه لري، تردې چې شل ، دیرش کلونه اویا له دې هم ډیر يې په نوموړې اداره کې تیرکړي وي مګر دخپلې دندې دخوندیتوب په فکر کې وي اوداډاډ نه لري چې نن یاسبا به له کاره ګوښه کیږي اویا به هم بل ځای ته تبدیلیږي .  ځکه مونږ داسې چارواکي لرو چې دهیوادملي یووالی ، ملي ګټې ، ځمکنی بشپړتیا اودهیواد نړیوال پرستیژ اواوتوریته ورته هیڅ مانا نه لري بلکه ددې لپاره چې خپل خپلوان ، دخپل توکم اوسیمې خلک، دخپل حزب اوګوند خلک ،هغه څوک چې دښکلا په جامو سینګار او دسایب جنسي غریضه پرې مشبوع وي اویا هم دده جیب ته ګټه راوړي مقرروي ، اوپر ځای یې بیچاره پخوانی کارکوونکی له کاره ګوښه اویا هم بل ځای ته بدلیږي .  له خپلو کارکوونکو سره داسې چال چلندکول لکه دسایب ځانې نوکران چې وي ، بې وسه اوبي واکه کارکوونکې هم بایدداهرڅه په ټیټ سر اوکوپه ملاومني که نو ځای به یې ګنګا وي ، یابه له کاره ګوښه اویا هم تبدیل وي . تطمیع ، سپارښتنه اوواسطه کیدل په ښکاره ډول دډیرو چارواکو ورځنی عادت ګرځیدلی . کاشکې چارواکی ، وکیل سایب یا بل معتبر خان دداسې یو چا واسطه شي اویایې سپارښتنه وکړي چې لوړې زده کړې ولري ، په مسلکي مهارتونو سنبال وي  ، د هیواد دپرمختګ او سوکالی سبب شي مګر داسې نه ده ددې پرځای باید هغه فکتورونه پکښې په پام کې ونیول شي چې پورته ترې یادونه وشوه . په نني مدیریت کې درییسانو، وزیرانو اوچارواکیو کړه باید داسې وي چې خپل کارکوونکې ټول خوښ له انحطاط لیرې  وساتې اوداباید خپله دنده وګڼي ترڅو کارکوونکي یې خپلې ټولې چارې په ښه ډول اوپه ډاډه زړه ترسره کړي نه چې دګوښه کیدو او بدلیدلو په فکر کې وي .


په پای کې هیڅ کارکوونکی دې په دې فکر نه وي چې که سایب له کاره ګوښه یا تبدیل کړم نو زما روزي په دې نړۍ بشپړه شوه . نه زمونږ دینې لارښوونې مونږ ته دداسې فکر کولو هم اجازه نه راکوي اوبل  اوسنۍ نړۍ وایې : که یوه دروازه وتړل شوه نو سل نورې پرانیستې دي . بله داچې ځوانان اوولس دې دانه هیروي چې ننی دولت ، حکومت ، چارواکي اونور ارګانونه  ولسې جرګې اومشرانو جرګې ته ځواب ویونکي دي اوکه له ولسې جرګې اومشرانو جرګې هم راوشړیده نو هیره دې نه وي چې پورتنیو ټولو بنسټونو له ولس څخه سرچینه اخیستې اودځوانانو اوولس په توګه باید افغانان هیچا ته هم داحق ورنه کړي چې ددوی دندې له نه خوندیتو ب سر ه مخامخ کړي .


افغانان متل کوي وايې : “ که دامکتب وي اوداملا نو دهلکانو دې خدای مل سي .


په سپیڅلې کلیواله مینه