د پنج شنبه په ورځ د امریکا د دفاع وزارت د پالیسی په برخه کی مرستیال جمز میلر په خپل سفر کی هلمند ته د هلمند والی محمد ګلاب منګل سره ولیدل.
د هلمند والی محمد ګلاب منګل د نوموړی په راتګ سره ډیره خواخوږی څرګنده کړه او د دوی د هیواد مرستی او قربانی چی د هلمندولایت سره کړی دی وستایلی او زیاته کړه چی د دوی د ښی هماهنګی له امله په هلمند کی زیات پرمختګونه راغلی دی.
د امریکا د دفاع وزارت د پالیسی په برخه کی مرستیال جمز میلر په خپله وینا کی د هلمند د والی د کاری دورې اوچت ګامونه وستایل او یادونه یی وکړه چی د تیرو لسو کلونو شاوخوا کی کوم پلانو نه چی لاسلیک و عملی شول او وروسته له دی چی کوم ستراتیژیک پلانونه هم لاسلیک کیږی د یو د بل په هماهنګی په سره اوږه اوږه مخته یوسو نوموړی وعده وکړه چی په راتلونکو پنځو کلونو کی به هم خپلی مرستی د هلمند ولایت څخه نه سپموی.
یادونی وړ ده چی د امریکا د دفاع وزارت د پالیسی په برخه کی مرستیال جمز میلر افغانستان ته په خپل لومړی سفر کی د هلمند والی محمد ګلاب منګل سره وکتل.