د محمد معصوم هوتک د يونليک پرله پسې يوولسمه برخه
دکندهارپه اوسنیوتعمیراتي پراختیاووکي ددغي سیمي دځینو مشاهیروقبرونه لاندي سوي دي. ماته دځینوزلمیوله خواوویل سوه چي دپیرمحمدکاکړقبردیوې ودانۍ په منځ کي راغلی دئ اوگویاله منځه تللوپه حال کي دئ. داخبره ماته دزیاتي خواشینۍ اواندېښنې وړوگرځېدله . ددغه قبراونوروماته معلوموقبرونودلیدني کتني تلاښ مي شروع کړ. گران ستارجان مهتابي راته وویل چي دپیرمحمد کاکړ قبرپاته دئ، خوڅرنگه چي څنگ ته ئې یوحمام جوړسوی دئ اودحمام دبدرفت اوبه دقبرپرلوربهېږي، ځکه ئې نودقبردله منځه تلوامکانات برابرکړي دي. دقبردموقعیت په برخه کي بایدووایم چي دحضرت جي بابادزیارت ترکوڅې چي پرعمومي جاده باندي لویدیځي خواته څوک ولاړسي، یوه کوڅه مخي ته راځي چي عمومي هدیرې ته وتلې ده . دپیرمحمدکاکړقبرپه دغه کوڅه کي واقع دئ.
ستارجان مهتابي ته مي سپارښتنه وکړه چي ددغه قبرعکسونه برابر کړي . په دغه وخت کي زه کاناډاته راغلم. له دې ځایه مي بیاله گران مهتابي سره دتیلفون له لاري خبري وکړې. هغه ته دي پاک خدای برکتونه ورکړي، دغه عکسونه ئې له لیک سره یوځای راولېږل چي زه ئې دلیک یوه برخه اوعکس دیونلیک درنولوستونکوته جنساٌ وړاندي کوم :
Date: Fri, 15 Jun 2012 04:31:36 -0700
سلامونه نيكي هيلي محترم استاده لوي څښتن دي وكړي چه جوړ اوروغ به ياست
هغه تصويرونه مي درته وليږل اميد سته چه ترلاسه به يي كړي اوبله خبره دپيرمحمد كاكړ قبرپه بشپړه توګه له منځه تللي دي كه توجه ژر ورته ونسي شايد دقبرنښاني ټولي وركي سي حال داچه څلور كاله مخكي په ډيرزيار سره موږ دكندهار ټلويزون له لاري ډه ډيرو مشاهيرو چه نومونه يي ورك سوي وه پيدا اوترڅنګ مو ده دوي قبرونه پيداكړه چه له هغو دجملي څخه يو هم پيرمحمد كاكړ وچه هغه وخت مو عبدالمجيد بابي ته وويل هغه قسم راكړي چه موږ دچاي پيسي هم نه لرو چرته دقبردجوړيدو لپاره يوه كال دمخه مو داموضوع بياراپورته كړه رپورټ موپري جوړ كړپتيال هم پيسي نه درلودي كندهاروالي او ښاروال ته مو وويل ورسته هغو دغه حمام چه قبرته يي پوره زيان رسولي وبند كړ ښاروال موشهيد سو والي صاحب تر اوسه څه نه دي كړي ……………..
عبدالستار
په لاندي عکس کي دښي لاس قبرچي ددېوال څنگ ته واقع دئ، د پیرمحمد کاکړ قبر دئ.
زه ددې لیکني له لاري دکندهارله دولتي مقاماتوڅخه په ټینگه غوښتنه کوم چي ددغه قبرغم وخوري. لږترلږه دي یوکوچنوټې شنخته ورته ولیکي اوپرشاوخوادې یوه پنجره راوگرځوي.
دخپل تلاښ په برخه کي دفاضل کندهاري مولاناحبیب الله اخندزاده (مشهورپه حبو اخند زاده) دقبرپه باب تشویش راولوېد. ځکه دغه قبردپخوانۍ عیدگاه ختیځ ته دسړک پرغاړه واقع وو. ماچي اوس لیدل چي ددغه سړک پر دواړو غاړوباندي دوکانونه ودان سوي دي ، وبېرېدم چی دغه هدیره هم لاندي سوې نه وي. په دې لړکي مي دشهید عبدالواسع اخندزاده لمسی دمرحوم عبدالباري اخندزاده (واسعي) کشرزوی شاه جان کور ته راوغوښت . ددوی دهدېرې پوښتنه مي ځني وکړه. دخوشالۍ خبره وه، چي دده له ویناسره سم،دغه هدیره په تعمیراتي برخه کي نه ده راغلې اوله سړک څخه دختیځ پرلوردمانده پرشرقي څنډه پرته ده. د حبواخندزاده قبرپه هدیره کي معلوم دئ. لوی قبردئ اوتوري ډبري پراچول سوي دي . ددغي هدیرې لویه نښاني داده چي دمرحوم عبدالباري اخندزاده واسعي قبرشنخته لري اوددې شنختي له رویه د حبواخندزاده صاحب قبرهم له چاڅخه نه ورکېږي .
هغه وخت چي شهیدعبدالمجیدبابی (۲۰۱۰ ع شهید) دکندهارد اطلاعات وکلتور رئیس وو، زماڅخه وغوښتل سوه چي دکندهارد ځینوهغوعلماوو لیست ورته برابرکړم چي قبرونه ئې بایدجوړ او شنختي پرودرول سي. دالیست ماله کاناډاڅخه ورولېږه اوپه هغه کي مي دښارهغه مستحق علماء وروپېژندل چي مقبرې ئې معلومي وې، خویائې له سره شنخته نه درلوده، یائې دوخت په تېرېدوسره مقبرې نړېدلي وې اوله سره ئې ودانېدل غوښتل . هغه وخت سرکارددغه نېک کارله پاره څه بودجه هم تخصیص کړې وه . دهغې پروژې درک بیا معلوم نه سواودبابی صاحب نوم هم حوادثودشهیدانوپه لیست کي وکیښ. اوس دکندهارله مسئولوچارواکوڅخه غوښتنه داده چي پردغه خیرباقي کارباندي اقدام وکړي اوځانونه ددوعاوومستحق وگرزوي.