کور / ترخې خبري / دننه او دباندي ( يو بام دوې هواوي )

دننه او دباندي ( يو بام دوې هواوي )

د یوه تعمیر په پوخ دیوال کي ایرکنډیشن نسب دی . ایرکنډیشن دوې برخي لري یوه د دیوال پر یوه او بله پر بل اړخ نسب سوې یوه دننه او بله دباندي ده . دا دواړي برخي په دروند والي  او جسامت کي دومره توپیر نلري رنګونه هم د دواړو سپین دی . دواړي برخي له وسپني ، پلاسټیک ، مس او نورو څخه جوړ دی . دا دواړه لازم او ملزوم دي که یو نه وی هغه بل کار نه کوی دواړه د یو وایر او پایپ په مرسته سره وصل دي . په ښکاره که دواړه ډیر سره نژدې دی او  یوازي یو دیوال یې تر منځ دی خو په اصل کي خورا سره لري دي. دننه برخه دباندی او دباندی برخه دننه ته وړل ډیر کار غواړي دا چاره یو مسلکي کس ته اړتیا لري.


هم دا شان په دې کور کي دوه انسانان دي یو د کور مالک او بل د کور مزدور دی . دوی هم دواړه انسانان دي ، له غوښي او هډوکو جوړ دي، دواړه پر خاورینه مځکه ګرځي او غنمینه ډوډۍ د دواړو خوراک دی خو یو په کوټه کي دننه اوسیږي اوبل دباندي ، دوي په جسمامت کي سره یو ډول دي او د مزدور او سرخیل په تار سره تړلي دي خو که څه هم د دوی دوو تر منځ یو دیوال پروت دی خو مزدور کوټې ته بیول او مالک د باندي را ایستل ناممکنه خبره بریښي . د ایرکنډیشن دننه برخه یخه او د باندي ګرمه هوا کوي دا برخه دوې دندي لري دننه برخي ته یخه هوا ورکول او د کوټې ګرمه هوا  د باندی را ایستل  . ددې کور مزدور هم د خان خدمت کوي او هم یې ورته کور جوړ کړی او ورسره د کور په انګړ کي ګلان پالي ، دننه پروت سړی د هم دې مزدور په سر ارام او یخ بیده دی .که څه هم د ایر کنډیشن دواړي برخي سره لازم او ملزوم دي خو دلته بیا داسي نده مزدور بیله خانه ژوند کولای سي خو خان بیله مزدوره خاني نسي کولای. تاسو و ګوري د ایرکنډیشن باندنۍ برخه تل خیرنه او په دوړو او خارو ککړه وي خو دننه برخه بیا ډیره ښکلې او پاکه بريښي . د کور مالک په کوټه کي دننه د ایرکنډیشن یخي هواته پر پاسته پلنګ بیده دی خو مزدور د دوبي سووځوونکي لمر او د ایرکنډیشن ګرمي هواته پر ګرم او کلک سیمیټ غځیدلی دی . که موږ د ایرکنډیشن دا دوې برخي سره واړوو یاني دباندي دننه او دننه برخه د باندي یوسو نو حتماً به خلک د لیونو ګمان راباندي وکړي خو راسئ چي دا لیونتوب په بل ډول تر سره کړو د څو شېبو لپاره به مزدور دننه او مالک به د مزدور ځای ته راولو  ایا دا ممکنه ده ؟؟؟ بلکل نه .
تر څو چي زموږ په ټولنه کي سرمایداري نظام موجود وي د انسانانو تر منځ به هم داسي پر یوه بام دوې هواوي چلیږي.
۶-۴-۱۳۹۱