السلام علیکم
د پژواک محترم مشر او کارکوونکو ته! هیله لرم چې خبر به سم شي، لومړی داچي په د سولي او بيا پخلايني څيړنيز کنفرانس چې د جاپان د کيوټو ښار، د دوشيشا پوهنتنون کې جوړ شوی وو په هغه کنفرانس کي ښاغلي صديق منصور انصاري ګډون نه درلود، داچي تاسي دده له خولي ليکلي چې په کنفرانس کي ګډون لري، باالکل ناسمه ده، بل داچي دا مذاکره، د مخالفو ډلو ترمنځ خبري نه وي، د سولي د راوستلو او بيا پخلايني له پاره د مختلفو لورو خپل نظرونه او مسودي وړاندي کړي. د امارت اسلامی افغانستان نماينده ګان ترهمدي نامه لاندي په کي ګډون کړی وو، او رسما رابلل شوی وو، دلته په کنفرانس کي هم وويل شول او ميډیا هم داخبري واخستلي چې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي کميسون غړی شيخ دين محمد (پخوانی د پلان وزير)، کنفرانس ته ښاغلی مولوي عبدالسلام ضعیف هم رسما را غوښتل شوی وو، دحزب اسلامي نماينده ډاکټر غيرت بهیر وو، ، او د کابل د سولي د شورا څخه معصوم ستانکزی د دوشيشا پوهنتون نه وو دعوت کړی، کله چې ددي کنفرانس څخه خبر شوی وو، هغه خپله غوښتنه کړي وه چي په کنفرانس کې د ګډون اجازه ورکول شي، چې پوهنتون هم ورسره منلي .
د اسلامی امارت استازي په نهو ۹ صفحو کې د امارت دريځ او موقف وړاندی کړ، او انګليسي متن او دري متن يې ميډيا او دکنفرانس ګډونوالو ته په لاس کي ورکړ، دا ډول ضعيف صاحب د موضوع اړوند په څلورو صفحو کي خپل نظر او د طرحي مسوده وړاندي کړه، چې انګليسي او پښتو متن يې ګډون والو ته وويشل شو، او ښاغلي بهير صاحب هم د حزب اسلامي پخوانۍ طرحه وويله او ګډونوالو ته يې وويشله، ورسره يې په لومړي ځل کي د حزب اسلامی پاليسی روښانه او خبري يې وکړي
ستانکزي کومه خاص د سولي دطرحه په ليکلي ډول وړاندي نه کړه خو دسولي اړوند يې خبري وکړي او سوله يې اړينه وبلله،داخبره ناسمه ده چې ددوی ترمنځ د سولي اړوند خبري وشوي، له ستانکزي سره د اسلامی امارت استازي د سولي اړوند خبري ونه کړي او نه يې هم په دي اړوند ورسره وليدل.