دهلمند ولایت څخه را رسېدلي خبرونه وايي چي ددولت ضد یوه وسله وال ګروپ دجون پر ۲۵ مه دسنګین والسوالۍ درېګي کلي پنځه بزګران په دې خاطر ووژل چي دغو بزګرانو دخپل زراعتي حاصل داصلاح او زیاتوالي له پاره ددولت څخه فیرتلایزر(کېمیاوي کوډ) قبول کړي وو.
هلمند دهیواد یو دناامنه ولایتونو څخه دﺉ چي پورته ستونزي ته ورته نوري امنیتي پیښي هم پکښي رامنځ ته کیږي او اکثره وخت محلي اوسېدونکي هم دپولیسواو هم ددولت ضد وسله وال ګروپونوڅخه سر ټکوي.