د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي په دوو بېلابېلو عملياتو کي اته ويشت تنه وژل سوي او د چارواکو په وينا چي بهرنيان هم پکښي شامل دي.
د دې ولايت د دفتر رئيس وايي چي لومړى شل تنه د بهرنيانو په هوايي بريد کي د مګياړ په دره کي ووژل سول او اته تنه نور ئې د ځاځي اريوبو په اولسوالي کي ووژل سول.
په دې اړه تر اوسله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.