د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي هغه چاڼیز عملیات چي د سې شنبې په ورځ د هلمند په مارجې ولسوالۍ د تریخ ناور په سیمه کي تر سره سوي دي په پایله کي څلور تنه وسله وال طالبان د ملي پولیسو له خوا د نښتي په ترڅ کي وژل سوي او اته تنه نور ئې ټپيان سوي دي.
چارواکي همدا ډول په دې پېښه کي د يوه پوليس د وژل کېدو خبر هم ورکوي.
چارواکي وايي چي دوه نور وسله وال هغه وخت ووژل سول چي کله ئې د مارجې اولسوالۍ د دريم بلاک په سيمه کي ماينونه ښخول او هغوى ورباندي وچاودل.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه