کور / راپور / خوست: داداري فساد پرضد ۲ ورځنی سيمينار پيل سو

خوست: داداري فساد پرضد ۲ ورځنی سيمينار پيل سو

په خوست ولايت کې دچنګاښ دمياشتې په ٧نېټه دچهارشنبې په ورځ په دولتي مېلمستون کې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي په ځانګړي نوښت اولارښوونه داداري فساد دمخنيوي په موخه ترهمدې سرليک لاندې دوه ورځنى سيمينارپيل شو ،په دغه سيمينارکې دخوست والي ترڅنګ ،امنيه قوماندان ،دملي امنيت رياست مرستيال، دولايتي شورا غړو،دسولې ولايتي کمېټې نماينده ګانو ،دعدلي ،قضايي ارګانونو مسوولينو،ولسوالانو ،دملکي ادارو مامورينو،ديني علماوو ،قومي مشرانو ،دمرستندويه ټولنو استازو ،دمدني ټولنو فعالينو اودگڼ شمير رسنيو کارکوونکو ګډون کړى و.


سيمينار دقاري صاحب حيات نورلخوا دقرانکريم دمبارکو ايتونوپه تلاوت سره پيل شو، ورپسې خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دپيل شوي سيمنيار دموخو ،اهميت او اړتيا په تړاو اغيزمنه پرانيستونکې ويناوکړه نوموړي په خپله ويناکې اداري فساد دټولو بدمرغيو ،ننګونو ،بې عدالتيو اوګڼو ستونز و سرچينه وبلله اوددغه ناوړه پديدې موجويت يې دولسونو او دولت ترمنځ دفاصلې دزياتيدو لامل يادکړ ده وويل ټولې ملکي ،امنيتي ،عدلي اوقضايي ادارې بايد ددغه بدنامه او ناوړه پديدې په وړاندې په جديت سره مبارزه وکړي ترڅو په ادارو کې دمثبت سمون اوبدلون ترڅنګ خلک په عزت ،وقار اوسرلوړۍ کې ژوند کړي اوخپلې ورځنۍ چارې په سمه توګه مخ ته يوسي.دده په خبره هيڅوک بايد دخپل موقف اوصلاحيت څخه ناوړه ګټه پورته نکړي  ځکه چې دغه ډول کړنې اداري فسادزياتوي.



همدارنګه ټولې ملکي ،امنيتي ،کشفي ،نظامي ،عدلي  اوقضايي ادارې او ارګانونه بايد دقانون دحاکميت ترچترلاندې خپل مسووليتونه وپيژني اوپه بشپړه توګه د په خپلو کړنو او اجراءتوکې دقانون تطبيق ته درناوى اوپاملرنه وکړي ځکه  هيڅ څوک له قانون څخه بهترندي بلکې ټول دقانون په وړاندې مساوي حقوق او وجائب لري ،دده په خبره هرهغه مامور چې دنظام په چوکاټ کې په هره چوکۍ کارکوي بايد سمتي ،ژبني ،سياسي ،ګوندي ،قومي او ورته نورتوپيرونه په نظرکې ونه نيسي بلکې يواځې دخپلو ملي ګټو دساتنې ،ملي ارزښتونو دژوندي ساتلو اوولسونوته دغوره خدمتونو دوړاندې کولولپاره په قوي هوډ او اسلامي مسووليت سره کاروکړي  ،په دولتي چوکۍ کارکول بايد دولسي خدمت لپاره وي هيڅوک حق نه لري چې دخپل رسمي وخت او امکاناتو څخه دخپلو شخصي ګټوپه خاطراستفاده وکړي اويا په داسې سياسي فعاليتونوکې ګډون وکړي چې دنظام له تګلارو اوکړنلارو سره په ټکرکې وي .



خوست والي زياتوله چې دنظام هرماموربايد دخپل دولت له تګلارو اوکړنلاروڅخه په کلکه دفاع وکړي چاته ددې اجازه ورنکړي چې دخپلوشخصي ګټوپه خاطرپه نظام پسې ناوړه تبليغات ترسره اويادخپلو ادارو  معلومات دباندې خپاره کړي نوموړي زياتوله چې دهېوادټول عدلي اوقضايي ارګانونه بايد دقانون په تطبيق اومجرمينوته دجزاء ورکولوپه برخه کې جدي کړنې ترسره کړي دسياسي فشارونواو ځينوکړيوپه اشاره بايد مجرم له قانون څخه تېښته ونه کړي ځکه دغه کارپه لويه کچه دعدالت دتامين پروسې ته زيان اړولى اوپه دولت باندې يې ولسي باورته زيان رسولى دى بلکې ټول عدلي اوقضايي ارګانونه بايد دخوست په مرکز او ولسواليوکې خپلې اړونده ادارې فعالې کړې اوپه خپل وخت بايد دخلکوستونزو او دعواګانوته رسيدګي وکړي ترڅو په رېښتنې توګه دعدالت دتامين لپاره زمينه مساعده شي. همداشان  کشفي ارګانونه دنده لري چې په ټولو اداروکې هغه کسان پيداکړي چې له قانون ماتوونکو ،مافيايي ډلو ،غاصبينو ،مفسدينو ،ورانکاره ګروپونو سره اړيکې لري دغه ډول کسان بايد ونيسي او مسوولوارګانونوته يې دمجازات لپاره وسپاري.


خوست والي دا هم وويل هغه مسوولين چې دفرامينو،احکامو ،مصوبو،تصويبونو او يانورو نافذه قوانينو دتطبيق په وړاندې خنډ ګرځي اوپه تطبيق کې يې غفلت کوي په واقعيت کې په اداروکې اداري فساد اونورو ګډوډيوته لاره هواره وي چې دغه ډول کسان دقانون په وړاندې مجرم دي. ښاغلي نعيمي دځينو پروژو قرارداديان ،غاصبين ،ضيعف النفس مامورين ،قاتلان  اونور ويره اچوونکي دټولنې دپرمختګ ،ترقۍ ،سولې ،ثبات اوبيارغونې مشترک دښمنان وبلل ده وويل چې ددغه ډول کسانو په اړه بشپړ معلومات راټول شوي چې دمسوولو ارګانونوپه واک کې به ورکړل شي.


همدا راز نوموړي زياته کړه چې ټول هغه مامورين چې په خپلو ورسپارل شويو دندوکې غفلت کوي دخپل هېواد ولس سره خيانت کوي دولت دنده لري چې دداډول مفسدو مامورنيو مخه ونيسي .نوړموړي له ټولو رسنيو ،مدني ټولنو او نورو بانفوذه شخصيتونو څخه وغوښتل چې دملي ګټوپه نظرکې نيولوسره دواقعيتونوپه اساس قضاوت وکړي اوولسونوته دپرمختګ ،سولې اوثبات څرګندپيغامونه ورسوي.


ښاغلي عبدالجبارنعيمي په خپلو خبروکې دقومي شخړو،غصب ،اداري فساد ،غيرشفافو قراردادونو پرضدپه روانه مبارزه ټنګار وکړپه رسنيويې غږ وکړ چې ددغه پاکې مبارزې په پياوړتيا کې ورسره په اسلامي اوملي مسووليت مبارزه وکړي.


ورپسې خوست امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمدځاځي ،دولايتي شورا رئيس داودشاه مکين زوى ،داستناف څارنوالۍ رئيس خليل غيرت ،دسولې ولايتي کمېټې استازي استاد عزيزالله ځلاند اودعدليې رياست رئيس ښاغلي قانون ګل داداري فسادپه مخنيوي کې دخپل ادارو او ارګانونوپه مسووليتونو ،دندونو اوملکفيتونو باندې رڼا واچوله  دوى ټولو اداري فساد هغه ناوړه پديده وبلله چې په اداروکې ګډوډۍ اوبې نظمۍ رامنځته کوي اوپه دې سره ولسونوته دغوره خدمتونو دوړاندې کولو مخه نيسي اوپه دولتي ادارو باندې ولس باور زيانموي.


دوى ټولو په خپلو خبروکې دولايت مقام دغه نوښت چې اداري فسادپرضديې دوه ورځنى سيمنياردايرکړى وستايلو اوپه دې تړاو يې وويل چې ولايتي ادارې په دغه ولايت کې دفسادپرضددمبارزې په ډګرکې ډيرداسې اغيزمن ګامونه اوچت کړي دي چې ترډيره بريده يې په اداروکې دسمون اوبدلون لپاره زمينه مساعده کړې ده.


همداشان دوى په خپلوخبرو کې ياد سيمينار داداري فساد دمخنيوي په خاطرګټوروبللوځکه چې دغه ډول سيمينارونه ديادې ناوړه پديدې پرضد عامه فکرونه روښانه کوي مسوولين اوخلک ددغه بدنامې پديدې په زيانونه او ګناه باندې پوهه ترلاسه کوي.


دوى دخپلو ارګانونو دمسووليتونوپه تړاو وويل چې مونږ په بشپړه توګه هڅه کوو چې ددغه بدنامه او ناوړه پديدې په وړاندې جدي اقدامات ترسره کړو.ترڅو هم ادارې پياوړې شي اوهم خلکوته په هره برخه کې غوره خدمتونه وړاندې شي.


ديادونې وړده چې دغه سيميناربه سباورځ هم ادامه پيداکړي چې په يوه علمي ارزونه اوپريکړليک سره به پاى ته ورسيږي.