کور / هراړخیز / یوه ناروامچه په درو لکو انګلیسي پونډو تمامه سوه

یوه ناروامچه په درو لکو انګلیسي پونډو تمامه سوه


د ” په څه ډول دانګلستان امپراتوري ړنګه سول؟” دکتاب مؤلف ” کلین کرس”چي دخپل عصرنامتو لیکوال وو، اومضمونه یې دخپل هیوادانګلستان د”ابزرور”او”سنډي اکسپرس” په جریدو کي خپرېدل، په خپل دغه یادسوي کتاب کي دپاکستان او هندوستان دخپلواکۍ دنهضتو په برخه کي لیکلي دي چي:
دهندوستان “مهاراجه یا شهزاده” چي وروسته په کشمیرکي دمهاراجه په حیث وټاکل سو، دانګلستان ددولت په بلنه ولندن ته دعوت سو. ده هم ددې بلني له اثره وهغه هیواد مسافرت وکئ. کله چي ولندن ته ورسېدﺉ، پرهغې انګلیسۍ ښځي مین سو چي وهغه ښارته دده دښه راغلي له پاره ماموره سوې وه. په لندن کي دشهزاده داستوګني د پاره د “ساوي” دمېلمستون یو عالیشانه اطاق تخصیص کړل سوی وو.
څرنګه چي بډای شهزاده پرهغې مېرمني مین سوی وو، دهغې څخه یې په خپل استوګنځی کي دخصوصي ملاقات غوښتنه وکړه، هغې هم دشهزاده غوښتنه ومنله اوپرټاکلي وخت سینګار کړې ورغله. په داسي حال کي چي شهزاده خپله معشوقه مچول، داطاق دپنجرې له لوري یو عصبي سړی چي دڅېرې څخه زیات په غصه او قهرښکارېدﺉ، داخل سو. فوراً یې شهزاده ته وویل چي:
” زما نوم “هابس” دﺉ او ددې مېرمني مېړه یم.”
شهزاده دانگلستان دآزادواخبارودخپرونوله بیري څخه چي دی به رسوا کړي،وهغه سړي ته چي ځان یې دښایستې مېرمني مېړه معرفي کړی وو، درې لکه انګلیسي پونډه ورکړل،مګر بیا هم داموضوع پټه پاته نه سوه، او خوله په خوله ډېرخلګ په خبر سول.
د ” په څه ډول دانګلستان امپراتوري ړنګه سوه؟” په کتاب کي راغلي دي چي: دغه شهزاده په ۱۹۲۵م کي دانګلستان ددولت له لوري دکشمیردمهاراجا په حیث وټاکل سو.څرنګه چي په لندن کي یې دخپل اطاق دپنجرې څخه بده خاطره درلودل، په کشمیر کي یې پر نجرو باندي مالیات وضع کړل.دکتاب مؤلف لیکي چي دکشمیر مهاراجا دانګلستان دسیاسي اغرضودبري د پاره دپاکستان اوهندوستان په منځ کي داختلافاتوداچولواوزیاتولوزمینه برابره کړه.
“کلی کرس” دکتاب مؤلف زیاتوي چي دکشمیر دنفوسواکثریت مسلمانان دي، اما څرنګه چي دی هندو وو، هغه سیمه یې هندوستان ته تسلیم کړه،چي په را وروستوکي ددووهیوادو په منځ کي دزیاتواختلافاتواوکشمکشونو باعث وګرځېدل.
 
ماخُذ: ایوبي محمد نادر(کندهاری) دوی څوک وه؟ صفحه: ۶۰۱-۶۰۰؟ صحاف نشراتي مؤسسه، کوټه