پېښور:دپېښور دبازید خېلو په سیمه کې دامن لښکر مشر فهیم له درې ساتونکو سره ووژل شو.دپولیسو په وینادامن لښکر مشر فهیم او دده د درې ساتونکو جسدونه په دله زاک او رنګ روډ په منځ کې په موجود چوک کې ولاړ موټر څخه ترلاسه شوي.دپولیسو په وینا په سپین رنګه لانډ کروزر کې درې واړه جسدونه پراته وو،چې دفهیم او دده د دوو ساتونکو جسدونه په دویم سیټ او دیوه بل په درېیم سیټ کې پروته و.پولیس وايي ،چې فهیم ،چې پخوا یې هم په دولت کې وظیفه لرله په سر په درې ګولیو لګېدلی و،چې پولیسو له معلوماتو وروسته سیمه په کنټرول کې واخیسته او جسدونه یې له ځانه سره یوړل.دامن لښکرپه مشر ځانمرګي بریدونه هم شوي وو،چې یو ځانمرګی برید خو دوه اوونۍ وړاندې پرې شوی و،چې دده دوه ساتونکي پکې ووژل شول.